صمیم وویل چې د طالبانو سیمهییز مسوولین هڅه کوي د ترافیک لپاره بدیله لاره پرانیزي.
په سیمه کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د ناړۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه له غره نه ډزې کوي او موټر نه شي پر لاره تېرېدای.
د سرچینې په وینا، طالبانو له پارون نه متبادله لاره پیل کړې، خو ددې لارې نښلول ډېر وخت غواړي.
هممهاله، یو پاکستاني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کورمه ولسوالۍ، انګور اډې او د بلوچستان په ځینو برخو کې په لوړو او ستراتېژیکو سیمو کې د څو سرحدي پوستو کنټرول ترلاسه کړی دی. دغه چارواکي وویل چې دا پوستې د خپل تاکتیکي موقعیت او د کرښې په اوږدو کې د ارزښت له امله نیول شوې دي.
د هغه په وینا، د دې پوستو د کنټرول هدف د سرحدي نفوذ مخنیوی او د زیانمنو سرحدي سیمو امنیت ټینګول دي، نه د ځمکې نیول یا اشغال.
په نورستان کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې
د وري په دویمه، د نورستان ولایت لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستاني ځواکونو «ورځنیو مرمۍ توغولو» د کامدیش او برګمتال سرحدي ولسوالیو ته تګ راتګ ستونزمن کړی دی. د یوې سرچینې په وینا، په وروستیو بریدونو کې لسګونه طالبان په دغو دوو ولسوالیو کې وژل شوي دي.
دغه سرچینه د طالبانو د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰ تنه ښيي، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا شمېر نه دی تایید کړی.
د ځايي سرچینو په وینا، وروسته له هغې چې د نورګرام او برګمتال ولسوالیو کې یو شمېر طالبان ووژل شول، د طالبانو له یوې لوا څخه دوه کنډکه تازه ځواکونه نورګرام ته واستول شول او له هغه ځایه ختیځ نورستان ته ولېږدول شول. د دې اقدام هدف د سرحدي ولسوالیو د خالي کېدو مخنیوی بلل شوی دی. سرچینې وايي چې طالبانو له ډېرو ولسوالیو څخه نورګرام او برګمتال ته ځواکونه استولي دي.
د خوراکي توکو کمښت
د نورستان اوسېدونکي وايي چې شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي د ختیځ نورستان، په ځانګړي ډول د کامدیش او برګمتال ولسوالیو لارې د جګړو او د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله تړلې دي. د هغوی په وینا، دې حالت د خوراکي توکو سخت کمښت رامنځته کړی او د خلکو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
یوې سرچینې وویل، چې د اوړو د یوې بوجۍ بیه له پنځو زرو افغانیو لوړه شوې ده.
طالبانو د چارشنبې په ورځ وویل، چې سیمې ته یې د چورلکو له لارې خوراکي او روغتیايي توکي استولي او ځینې ناروغان یې ننګرهار ولایت ته انتقال کړي دي.
د داعش د نفوذ اندېښنه
یوې ځايي سرچینې ویلي چې په دې سیمو کې د ځینو اوسېدونکو ترمنځ د سلفي فکرونو موجودیت او د طالبانو لهخوا د ځینو دیني عالمانو د ځپلو له امله، د داعش ډلې د نفوذ لپاره زمینه برابره شوې ده. د هغه په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې د بېثباتۍ خطر لا زیات کړي.
د طالبانو غبرګون
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د کوچني اختر د لومړۍ ورځې له غرمې مخکې، د کامدیش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې پاکستاني ځواکونو پر یوه ملکي موټر د هاوان ډزې وکړې.
د هغه په وینا، په دې برید کې یوه ښځینه ډاکټره چې سحر نومېده له خپل څلور کلن زوی میهن سره سیند ته ولوېدل او مړه شول.
فطرت زیاته کړه چې د دوامدارو ډزو له امله د هغوی جسدونه د څه مودې لپاره پر ځای پاتې وو، خو بالاخره د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د سیمې د خلکو او طالبانو په مرسته پلي یو خوندي ځای ته ولېږدول شول.