طالبان: هره ورځ له ۲۷ کورنيو او نړۍوالو هوایي ډګرونو منظمې الوتنې کېږي

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، چې په افغانستان کې ۵ نړۍوال او ۲۲ سیمهییز هوايي ډګرونه فعال دي او هره ورځ ترې منظمې الوتنې کېږي. یاد وزارت زیاته کړې، چې دامهال ۱۰ نړۍوال او ۲ کورني هوایي شرکتونه له همدې هوایي ډګرونو فعالیت کوي.
دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ (د وري ۵مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې نړۍوال او کورني هوايي شرکتونه منظمې الوتنې ترسره کوي. طالبانو دا د افغانستان د هوايي اتصال پراختیا، له سیمې او نړۍ سره د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې ګټور ګام بللی دی.
