• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له لوري د امریکايي وګړو زنداني کول له امریکا سره د ښو اړیکو جوړولو لاره نه ده

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو جوړول د امریکایي وګړو د زنداني کولو له لارې ممکن نه دي، خو که طالبان د ایران د رژیم په راپرځولو کې له امریکا سره همکاري وکړي، ښايي دا یوه غوره لاره وي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، که طالبان له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي وي، نو د امریکایي وګړو له برمته کولو دې لاس واخلي او باید له نورو لارو چارو کار واخلي.

جان بولټن زیاته کړه: «زه فکر کوم چې په ټوله نړۍ کې امریکايي وګړي د امتیاز ترلاسه کولو په موخه برمته او بندیان کېږي. ښايي تر اوسه طالبانو ته کوم امتیاز نه وي ورکړل شوی، خو که د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کومې ډلې ته امتیاز ورکړل شي، نو دا کار به په ټوله نړۍ کې د امریکايانو ژوند له خطر سره مخ کړي».

نوموړي ویلي، که طالبان غواړي چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري نو په بند کې د امریکايي وګړو د ساتلو پر ځای دې له امریکا سره د ایران د رژیم په راپرځولو کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو بندي کول له امریکا سره د ښو اړیکو لپاره ښه تاکتیک نه دی، خو که طالبان پر خامنه‌يي فشار راوړي، نو دا به له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو یو ښه فرصت وي».

نوموړي ویلي، که طالبان غواړي چې له واشنګټن څخه مرستې ترلاسه کړې، نو باید خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې طالبانو تېره ورځ د ډنس کویل په نوم یو امریکايي وګړی خوشې کړ، خو محمودشاه حبیبي او یو بل امریکايي وګړی لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د افغان-امریکایي زنداني محمودشاه حبیبي ورور وايي شواهد شته چې هغه له طالبانو سره بندي دی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰

د افغان-امریکایي زنداني محمودشاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي وايي، داسې شواهد لري چې ورور یې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره بندي دی. هغه زیاتوي، دوی تر اوسه نه پوهېږي چې طالبانو د کوم علت له مخې د ده ورور زنداني کړی دی.

د احمد شاه حبیبي په وینا، پلار یې څو ځله طالبانو ته مکتوبونه استولي او مور یې هم دوه کاله وړاندې د زوی د خلاصون لپاره کندهار ته تللې وه، خو طالبانو هغې ته له خپل زوی سره د لیدنې اجازه ورنه‌کړه. نوموړی زیاتوي، چې د محمود شاه حبیبي مور شپږ میاشتې په کندهار کې تېرې کړې، خو بالاخره ناهیلې شوه، ځکه طالبانو ورته ان د یوې لنډې لیدنې اجازه هم نه وه ورکړې.

احمدشاه حبیبي وویل، چې د خپل ورور د خلاصون په تړاو یې د امریکا د حکومت له چارواکو سره په بېلابېلو وختونو کې لیدنې کړي او هغوی په وار وار ډاډ ورکړی، چې محمودشاه حبیبي به راخوشې شي.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه، چې ورور به یې بالاخره د طالبانو له زندان څخه ازاد شي.

طالبانو تېره ورځ د ډنیس کویل په نوم یو بل امریکایي زنداني خوشې کړ، خو پر کابل واکمنې ډلې دا رد کړې چې ګواکې محمودشاه حبیبي دې له دوی سره بندي وي.

په هلمند کې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی بند د سختو بارانونو له امله ویجاړ شو

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰

طالبانو ویلي، چې په هلمند کې د سختو بارانونو له امله د واشېر ولسوالۍ د اوبو یو کوچنی بند ویجاړ شوی دی. د اوبو د مهارولو په موخه دغه بند څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له‌خوا جوړ شوی و.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد ویلي، چې په دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي ویلي، د باران د ډېرو اوبو له‌امله په واشېر ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند نړېدلی دی.

حافظ راشد زیاته کړې:‌ «د زیاتو اوبو له لاسه مو متاسفانه د واشېر ولسوالۍ بند له لاسه ورکړی او په‌کې راټولې شوې اوبه یې بېرته ولاړې».

واشېر د هلمند یو له وچکالۍ ځپلو ولسوالیو څخه ده او د ملګرو ملتونو د نړۍوال پرمختیايي پروګرام تېر کال په یاده ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په مالي ملاتړ د اوبو یو بند جوړ کړ.
په هلمند کې ځايي طالب چارواکو ویلي، چې دغه بند په رسمي بڼه دوی ته نه دی سپارل شوی، خو د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د اوبو او برېښنا وزارت استازي د دغه بند پرانیسته وکړه.

تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د جوړو شویو کوچنیو بندونو پر کیفیت نیوکې شوې وې، ځکه په ځینو سیمو کې د اوبو د مهارولو دغه بندونه د زېرمو له ډکېدو وروسته ویجاړ شوي دي.

رواداري: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۶۱۱ کسان په مرموز ډول وژل شوي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

د رواداري سازمان راپور ورکوي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۶۱۱ کسان، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په هدفمند، مرموز ډول د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو سازمان رواداري د چارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال په موده کې د مدني او سیاسي حقونو، د ښځو وضعیت او د قومي او مذهبي ډلو وضعیت څېړل شوی دی.

د رواداري د راپور له مخې، تیر کال لږ تر لږه ۶۱۷ کسان د چاودنو، ځانمرګو بریدونو، د پاکستان د هوايي بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي او ۵۳۷ نور ټپیان شوي دي.

ملکي تلفاتو کې تر ټولو زیاتې پیښې د پاکستان د بریدونو له امله په کندهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ثبت شوې، چې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. رواداري همدارنګه راپور ورکوي چې ۱۱ کسان په کندوز، بلخ، پکتیکا، کونړ، ننگرهار او نورستان کې په ځانمرګو او نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

په همدې موده کې، ۶۱۱ کسان، چې پکې ۴۸ ښځې او ۳۵ ماشومان شامل دي، په هدفمند او مرموز ډول د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي. قربانیان اکثر د پخواني حکومت کارکوونکي، لاریون کوونکي، مدني او بشري حقونو فعالان، قومي مشران او هغه کسان دي چې طالبان یې د دوی له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور هدف ګرځوي.

د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۸۰ پخواني حکومتي کارمندان او ۴۰ نور غیرنظامیان د طالبانو د مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي.

راپور څرګندوي چې د امر بالمعروف د قانون د خپرېدو وروسته، د ښځو نیول په عامه ځایونو کې زیات شوي دي.

په کابل هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې ده

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له هرات نه کابل ته روانې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې ده. په را رسیدلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې الوتکه له ځغل لیکې وتلې او سپرلۍ په بیړه ترې کوزیږي. اریانا افغان شرکت وايي، په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سرچینو وویل، چې الوتکې له هرات نه کابل ته الوتنه کړې وه او شاوخوا یوه بجه په کابل هوايي ډګر کې د کوزېدو پرمهال پر ښي اړخ کږه او له ځغل لیکې واوښته.

په پېښه کې سپرلیو ته زیان نه دی رسېدلی، خو سرچینې وايي، چې طالبانو د ټولو مسافرو موبایلونه کتلي او ویډیوګانې یې ترې حذف کړې دي.

د سرچینو په وینا، د ژغورنې ډلې زر د پېښې ځای ته ورسېدې او بیړنۍ دروازې پرانېستل شوې.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې په پېښه کې چا ته هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.

د شرکت په وینا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، الوتکه له تخنيکي کنټرول وروسته په خوندي ډول تم شوې او ټول مسافر او د الوتنې عمله په خوندي ډول له الوتکې څخه ترمينل ته انتقال شوي دي او بيړنيو تخنيکي ټيمونو د پېښې د ارزونې او علت معلومولو لپاره خپلې څېړنې پيل کړې دي.

شرکت ویلي، چې د هوايي چلند د نړيوالو معيارونو له مخې، دا ډول پېښې په نړۍ کې معمول دي.

محمد صادق او ریچارډ لېنډسي د افغانستان او سیمې پر حالاتو غږېدلي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره یې په اسلام‌اباد کې لیدلي او دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت او سیمې خبرې کړې دي.

محمد صادق د چارشنبې په ورځ د وري ۵مه، پر اېکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو ګټو پر مهمو موضوعاتو رغنده خبرې کړې دي، چې پکې د افغانستان اوسنی وضعیت، د سیمې بدلېدونکي حالات او امنیتي وضعیت شامل وو.

محمد صادق زیاته کړې چې په خبرو کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ په اړه هم بحث شوی او دواړو خپل نظرونه سره شریک کړي دي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره دوامدار تعامل او اړیکې ډېرې مهمې دي.