• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ایران کې د امریکا د احتمالي ځمکنیو عملیاتو په اړه اټکلونه زیات شوي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۰۴ GMT+۰

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو او د ایران د حکومت ترمنځ کړکېچ په ډېرېدو دی، په ایران کې د امریکا د احتمالي ځمکنیو عملیاتو د ارزونې یا ان پلان جوړونې نښانو په واشنګټن کې د ځینو قانون جوړونکو اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو له‌مخې، ځینو امریکايي قانون جوړونکو له پټو توجیهي غونډو وروسته د ځمکنیو ځواکونو د استولو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. د کانګرس جمهوري غوښتونکې استازې نانسي میس اعلان کړی، چې «په هېڅ صورت به د ایران په خاوره کې د امریکايي ځواکونو د شتون ملاتړ ونه‌کړي»، دا هغه دریځ دی چې په‌خپله د جمهوري غوښتونکو ترمنځ د نظر اختلاف ښيي.
ورته مهال، ډیموکرات سناتور ریچارډ بلومنټال ویلي چې تر بل هر وخت د ځمکنیو عملیاتو لور ته د خوځښت په اړه ډېر اندېښمن دی او ټینګار یې کړی، چې د امریکا د اعلان شویو موخو ترلاسه کول به په ایران کې له «فزیکي شتون» پرته ستونزمن وي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې د خارک ټاپو (د ایران د تېلو د صادراتو اصلي مرکز) د کنټرول په څېر سناریوګانې تر غور لاندې دي، چې په عمل کې یو ډول ځمکني یا نیمه ځمکني حضور ته اړتیا لري.
د رسنیو راپورونه او د ځینو استازو څرګندونې ښيي، چې د کانګرس د نظامي کمېټو د مشرانو په ګډونو یو شمېر کسانو د ځمکنیو عملیاتو د پلان جوړولو احتمال مطرح کړی دی. له دې سره سره، سپینې ماڼۍ په رسمي ډول اعلان کړی چې دا مهال د ځمکنیو ځواکونو د استولو کوم پلان نه‌لري، که څه هم ډونالډ ټرمپ دا انتخاب په بشپړ ډول نه دی رد کړی.
په تازه دریځ کې، د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ اسلامي جمهوریت ته د هوکړې لپاره د ټرمپ پنځه ورځني فرصت ته په اشارې سره اعلان وکړ، چې «د ایران د رژیم پاتې شوني» له ډونالډ ټرمپ سره د همکارۍ یو بل فرصت هم لري. د هغې په وینا، دا فرصت په بشپړ ډول د اټومي پروګرام د پرېښودلو او د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د ګواښونو د درولو په معنا دی.
لیویټ ټینګار وکړ، چې د امریکا د ولسمشر لومړیتوب «سوله» ده، خو خبرداری یې ورکړ چې د دغو شرایطو د نه منلو په صورت کې به د بریدونو لړۍ دوام وکړي او «بې ساري سخت ګوزارونه» به ورکړل شي. هغې همدارنګه وویل، چې ټرمپ تشې ډارونې نه کوي او سخت غبرګون ته چمتو دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ټینګار وکړ، چې ایران د ناسمو محاسبو په پایله کې د خپلو نظامي وړتیاوو یوه برخه لکه لوړپوړي قوماندانان، سمندري ځواک، هوايي ځواک او دفاعي سیسټمونه له لاسه ورکړي او د کړکېچ دوام د دغه وضعیت له نه منلو څخه سرچینه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ ډونالډ ټرمپ د یوه پیغام په خپرولو سره اسلامي جمهوریت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی و، چې د هرمز تنګی په بشپړ ډول پرانیزي او ګواښ یې کړی و چې د دې غوښتنې د نه منلو په صورت کې به د ایران پر برېښناکوټونو نظامي بریدونه وکړي. د دغه مهلت له پای ته رسېدو څو ساعته وړاندې د امریکا ولسمشر د یوه بل پیغام په خپرولو سره له ایران سره د داسې مذاکراتو خبر ورکړ چې د هغه په وینا، د ایران حکومت لپاره له امریکا سره یوې هوکړې ته د رسېدو نوی فرصت دی. هغه د دې هوکړې لپاره پنځه ورځې وخت وټاکه.
که څه هم تر اوسه د ځمکنیو عملیاتو په اړه کومه رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې، خو په واشنګټن کې د دغو اټکلونو او اختلاف نظرونو زیاتوالی ښيي، چې دا انتخاب تر بل هر وخت ډېر د امریکا په ستراتیژیکو محاسباتو کې شامل شوی دی.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

د محکمې پرېکړه: خواله رسنۍ ځوانانو ته د زیان رسولو مسوولې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰
د محکمې پرېکړه: خواله رسنۍ ځوانانو ته د زیان رسولو مسوولې دي
100%

د امریکا د کلیفورنیا ایالت یوه قاضي د چهارشنبې په ورځ په یوې تاریخي پرېکړه کې اعلان وکړ، چې د ګوګل او مېټا شرکتونه د داسې پلټفارمونو د جوړولو مسوول دي چې د ځوانانو لپاره خطرناک بلل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د خواله رسنیو له رامنځته کېدو څخه تر ۲۰ کلونو ډېر وخت تېرېږي او دا پرېکړه په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو پراخو هڅو لپاره یو مهم بدلون ثابتېدای شي، چې د ماشومانو او ځوانانو پر رواني روغتیا د دغو پلټفارمونو د ناوړه اغېزو پر وړاندې روانې دي.

د لاس انجلس محکمې قاضي کارولین کول وویل، چې د دغو شرکتونو لپاره د جریمو کچه به په بل پړاو کې وټاکل شي. اوسمهال منصفه پلاوی دا ارزونه کوي، چې ایا د ګوګل او مېټا محصولاتو (لکه یوټیوب او انسټاګرام) دعوه کوونکې ته فزیکي زیان رسولی او که نه او دا چې ایا یادو شرکتونو د خپلو کاروونکو روغتیا له پامه غورځولې ده که څنګه.

دا قضیه د «کېلي» په نوم پر یوې شل کلنې ښځې پورې تړاو لري، چې د دغې دعوې د پیل پر مهال تر قانوني عمر کمه وه. هغې ادعا کړې، چې یوټیوب او انسټاګرام د خپلو جاذبو طرحو له امله نوموړې دې ته اړ کړې چې په دې اپلېکېشنونو روږدې شي. د منصفه پلاوي وموندله چې ګوګل او مېټا د دواړو اپلېکېشنونو د منفي پایلو په مخنیوي کې غفلت کړی او د هغوی د خطرونو په اړه یې هېڅ ډول خبرداری نه دی ورکړی.

د دعوې کوونکې له وکیلانو څخه یوه وویل، چې د نن ورځې د محکمې پرېکړه دا ښيي چې د ټولنیزو رسنیو د مالکانو د ځواب ویلو وخت رارسېدلی دی. د مېټا ویاند ویلي، چې دا شرکت له دې پرېکړې سره مخالفت لري او وکیلان یې د «قانوني انتخابونو ارزونه» کوي.

د ګوګل ویاند خوزه کاستانېدا په خبره چې دا شرکت غواړي د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

د دعوې کوونکې وکیلانو په دې قضايي بهیر کې په لاس انجلس کې د «منځپانګې» پر ځای د «پلاټفارم پر طرحه» تمرکز وکړ، چې دې کار د شرکتونو لپاره له قانوني مسوولیت څخه تېښته لا سخته کړه. د ټکنالوژۍ د برخې شنونکي ګیل لوریا دا پرېکړه د مېټا او ګوګل لپاره یو شاتګ وباله او ویې ویل، چې اوس به دا شرکتونه اړ وي چې له خپلو کاروونکو لا زیاته ساتنه وکړي.

د سنپ او ټیک‌ټاک شرکتونه هم په دې محکمه کې تورن وو، خو دواړو د محاکمې له پیل مخکې له دعوې کوونکې سره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغو هوکړو شرایط نه دي افشا شوي.

د محاکمې په بهیر کې د دعوې کوونکې وکیلانو هڅه وکړه، چې وښيي مېټا او ګوګل په قصدي ډول ماشومان هدف ګرځولي او په خپلو پرېکړو کې یې ګټه د هغوی پر خوندیتوب لومړیتوب ورکړی دی. د منصفه پلاوي غړو د دغو شرکتونو داخلي اسناد هم ولیدل، چې په‌کې ښودل شوې وه څنګه مېټا او ګوګل د ځوانو کاروونکو د جذب لپاره هڅې کړې دي.

د نیوکو زیاتوالی

په امریکا کې لویو ټکنالوژیکي شرکتونو په تېره یوه لسیزه کې د ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو او ځوانانو د خوندیتوب په اړه له زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوي دي. په همدې حال کې، اسټرالیا له لومړنیو هېوادونو څخه وه چې د قانوني عمر څخه کم کسانو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل. دا طرحه په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم تر ارزونې لاندې ده.

تمه کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو د روږدي کېدو په اړه یوه بله جلا قضیه چې د څو ایالتونو له‌خوا د ټکنالوژۍ شرکتونو پر وړاندې وړاندې شوې، د روان دوبي په موسم کې د کلفورنیا د اوکلنډ په فدرالي محکمه کې واورېدل شي.

مټیو برګمن چې د دغو قضیو له وکیلانو څخه دی، وویل چې یوه بله ایالتي محکمه هم ټاکل شوې چې د جولای په میاشت کې په لاس انجلس کې د انسټاګرام، یوټیوب، ټیک‌ټاک او سنیپ‌چټ پر وړاندې شکایتونه وڅېړي.

اکسیوس: ټرمپ تېره اوونۍ د نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړ چې ګواکې ایرانیان دې سړکونو ته راووځي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰
اکسیوس: ټرمپ تېره اوونۍ د نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړ چې ګواکې ایرانیان دې سړکونو ته راووځي
100%

اکسیوس د لوړپوړو امریکایي چارواکو او یوې اسراییلي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړی، چې له مخې یې دواړه هېوادونه په ګډه له ایرانیانو وغواړي چې سړکونو ته راووځي او خپل حکومت نسکور کړي.

د راپور له‌مخې، نتنیاهو په یوه ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ ته ویلي وو چې د ایران حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی او دا یو مناسب فرصت دی چې لا ډېر بې‌ثباته کړل شي. هغه وړاندیز کړی و، چې دواړه لوري دې د ایران له خلکو وغواړي څو سړکونو ته راووځي.

یوه امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي، ټرمپ ورته په ځواب کې ویلي: «ولې باید له خلکو وغواړو چې سړکونو ته راووځي، په داسې حال کې چې هغوی به یوازې ووژل شي؟».

اکسیوس لیکلي، چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې انتظار وباسي او وګوري چې ایا د چهارشنبې د جشن پر مهال به د ایران خلک سړکونو ته راووځي او که نه. خو راپورونه ښيي، چې یوازې لږ شمېر خلک سړکونو ته وتلي وو؛ هغه موضوع چې امریکایي او اسراییلي چارواکو د حکومت د احتمالي غبرګون له وېرې سره تړلې بللې ده.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې اسراییل د ولسي پاڅون لپاره د شرایطو برابرول خپل له اساسي موخو څخه ګڼي، امریکایي چارواکي وایي ټرمپ د ایران د حکومت بدلون ته تر ډېره د یو «اړخیزې پایلې» په توګه ګوري او په عین وخت کې د ډیپلوماټیکې لارې سره هم لېوالتیا لري.

عباس عراقچي: هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰
عباس عراقچي: هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: «لکه څنګه چې موږ وړاندې ویلي وو جګړه به سیمې ته وغځېږي او همداسې وشول. ایران یې پر وړاندې ودرېد او اوس دا سیمه ده چې له ستونزو سره مخ ده، نه ایران».

عراقچي زیاته کړې: «دا چې اوس د مذاکرې خبرې کوي، دا پر ماتې اعتراف دی؛ دوی خو ویل چې بې قید او شرطه تسلیمي؟ نو ولې اوس خپل لوړپوړي چارواکي راټولوي چې مذاکره وکړي. هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي.

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې امریکا خپلو جنګي موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده.

عراقچي وایي: « ګاونډیو هېوادونو ته زما پیغام دا دی چې له امریکا واټن واخلي».

عراقچي ویلي، چې تهران نړۍ ته وښودله چې «هېڅ هېواد نه‌شي کولای د دوی امنیت وګواښي. نړۍ ته مو وښودله چې څوک نه‌شي کولای له ایران سره ځان په جنجال کې واچوي. زموږ له ګټو سره لوبه کول درنې پایلې لري. دوښمن باید داسې درس واخلي چې بیا د برید هوس ونه‌کړي او د خلکو تاوانونه باید ورکړل شي».

همدارنګه نوموړي خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: «هر چېرې چې د امریکایانو ګټې تر لاسه کړو، برید به پرې وکړو؛ هر څوک چې په داسې برید کې شراکت وکړي، زموږ له نظره یو مشروع هدف ګڼل کېږي».

شهباز شریف پر قطر او د فارس خلیج پر هېوادونو بریدونه وغندل

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰
شهباز شریف پر قطر او د فارس خلیج پر هېوادونو بریدونه وغندل
100%

د پاکستان لومړي وزیر نن ماښام د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره ټلیفوني خبرې وکړې. شهباز شریف په سیمه کې د روانو شخړو د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او پر قطر او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو شوي بریدونه یې په کلکه وغندل.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد یې په ځانګړې توګه په اوسنیو سختو شرایطو کې د قطر له دولت او ولس سره بشپړه همکاري او ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې شهباز شریف د روانو ترینګلتیاوو پر وړاندې د قطر د "پام وړ زغم" ستاینه وکړه او د دغه هېواد امیر ته یې د تاوتریخوالي کمولو او سولې ټینګښت په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان تل له ټولو لوریو غوښتنه کړې چې خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. له بلې خوا، د قطر امیر هم د سولې او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو مننه کړې.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په راتلونکو ورځو کې به له یو بل سره د سیمې وضعیت په تړاو نږدې اړیکه وساتي.

پاکستان د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او ترکیه یا اسلام اباد به د خبرو کوربه وي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰
پاکستان د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او ترکیه یا اسلام اباد به د خبرو کوربه وي
100%

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او یا ترکیه یا پاکستان کولی شي د خلیج د جګړې د کمولو لپاره د خبرو کوربه وي.

دغه څرګندونې، چې د نوم نه ښودلو په شرط شوې، له هغو نادره نښو څخه دي چې ښيي تهران ممکن ډیپلوماټیک وړاندیزونه په پام کې ونیسي، سره له دې چې په عامه توګه وایي چې هېڅ خبرې نه دي روانې او د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره به هېڅ توافق نه کوي.

د ایران سرچینې د پاکستان له لارې د وړاندیز جزئیات نه دي شریک کړي او نه یې داهم ویلي چې ایا دا وړاندیز د امریکا د ۱۵ ټکو له چوکاټ سره ورته دی چې مخکې په راپورونو کې ذکر شوی و.

سرچینې وویل چې ترکیې هم د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کړې او «ترکیه یا پاکستان د دغو خبرو د کوربه توب لپاره په پام کې نیول شوي».