• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د اوربند لپاره ایران ته ۱۵ماده‌یيز پلان وړاندې کړ

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۵۴ GMT+۰

د امریکا له‌خوا ایران ته د اوربند لپاره ۱۵ ماده‌ییز پلان وړاندې شو. په دغه وړاندیز کې د بندیزونو کمښت، د اټومي پروګرام راکمول، د نړۍوالې اټومي انرژۍ ادارې له‌خوا د څار، د توغندیو محدودول او د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ‌راتګ اسانتیا موضوعات شامل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان هم د دواړه خواوو ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی. تېره ورځ پاکستاني رسنیو په دې تړاو ويلي و، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سره ټیلفوني خبرې کړې او د پوځ مشر عاصم منیر بیا په دې تړاو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره غږېدلی دی.

له دې وړاندې ټرمپ ګواښ کړی و، چې امریکا به د ایران د برېښنا پر تولیدوونکو فابریکو برید وکړي او هغه به له‌منځه یوسي. د ټرمپ یاد ګواښ ته ایران په ځواب کې ويلی و، که امریکا داسې وکړي؛ نو دوی به په منځني ختیځ کې پراخ بریدونه وکړي او د برېښنايي تاسیساتو ترڅنګ به د اوبو تاسیسات هم له‌منځه یوسي.
له بل پلوه بیا وال سټریټ ژورنال د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ایران له امریکا سره د احتمالي مذاکراتو لپاره څو مهم شرطونه وړاندې کړي دي. د راپور له مخې؛ په دغه شرطونو کې د خلیج فارس په سیمه کې د امریکا د ټولو پوځي اډو تړل او پر ایران د شویو بریدونو لپاره د تاوان ورکول شامل دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۵

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده