د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشران وايي، د کراچۍ په بندر کې د پرتو کانټينرو برخليک لا هم ناڅرګند دی.
د دواړو هيوادونو سوداګر وايي، هڅې یې روانې دي، چې د دغو کانټينرونو انتقال ته حل لاره را وباسي.
بشپړ معلومات له کراچۍ نه د فضل عزیز په رپوټ کې:
د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډې خونې شريک مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د کراچۍ په بندر کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې کانټينرې پرتې دي چې هيڅ برخليک یې نه معلوم نه دی.
الکوزي وویل، « له ۹۰۰۰ نه نيولې تر ۱۰۰۰۰ کانټيره پورې چې زموږ په کراچۍ کې ودرېدل او اکثره پکې خوراکي مواد وو، دوایانې او فابريکو خام مواد وو، په هغې باندې ډېمبرج او ډېټنشن راغی، په هر کانټينر باندې موږ ۱۰۰۰۰ډالره ډېمرج او ډيټنشن (اضافي او د ځنډ فیس) ورکړو».
هغه زیاته کړه، «په دغو کانټينرو کې شاوخوا شل فيصده اوس ولاړ دي، دا هغه دي چې سرحد ته راغلي وو يا په لار وو، بيرته ستانه شول. په دغو شل فيصدو کې اووه فيصده هغه اوس پاتې دي چې د هغو قیمت ۱۵ يا ۲۰۰۰۰ډالرو په کچه دی، او جرايم پرې ۲۵۰۰۰ يا ۳۰۰۰۰ راغلي دي، نو هغه اوس تجاران نه اخلي هغه پاتې کيږي له منځه ځي، پاکستان پوه شه او هغه پوه شه».
خان جان الکوزی وايي، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي.
نوموړي وويل، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي. الکوزی وايي،« لس فيصده یې د چابهار او بندرعباس له لارې افغانستان ته راغلي دي، خو په جبل علي کې چې کومې پاتې دي عربان یې د لېږلو اجازه نه ورکوي چې راشي بندر عباس ته، نو په هغې هم جريمه راځي او د هغې سرنوشت هم نه دی معلوم».
هغه وویل، «پاکستان زموږ (افغانستان) سره د کال تقريباً څه کمد دوه ميلیارده ډالرهپه ارزښت واردات درلودل او موږ اته ميليونه ډالره صادرات درلودل، نو د پاکستان له طرفه د مياشتې ۲۰۰ ميليونه ډالره واردات وو، چې هغه کاملاً درېدلي او د پاکستان سکتور خصوصي ته د مياشتې په سر دغه تاوان کيږي».
په پاکستان کې تجاران وايي، افغانستان ته به یې سبزيانې، مېوې، سيمنټ او نور توکي لېږل او د افغانستان له لارې به یې د منځنۍ اسيايي هيوادونو سره تجارت کاوه، خو د لارو له امله هر څه په ټپه ولاړ دي او په غټه کچه له تاوان سره مخ شوي دي.
د لارو پرانيستو پر سر خبرې
په افغانستان کې طالبان او پاکستان دواړو د لارو د تړل کېدو په تړاو خپل شرطونه وړاندې کړي دي.
طالبان د لارو پرانېستلو لپاره تضکین غواړي چې بیا به په مختلفو پلمو نه تړل کیږي، او پاکستان د لارو پرانېستل د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو خلاف د طالبانو په اقداماتو پورې مشروط کړي دي.
د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.
د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوي ښوونیز کال د پیل هرکلی کړی او د ښوونځي زنګ یې د نویو هیلو د غوړیدو غږ بللی. کرزي پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او دغه راز ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالیت زمینه برابره شي.
کرزي د چارشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې دی د هیواد د بچیانو، نجونو او هلکانو زدهکړه، د هیواد د پرمختګ، پیاوړتیا ، ځان بسیاینې او باعزته ژوندانه لپاره حیاتي ګڼي.
حامد کرزي ټینګار کړی چې له زده کړو د نجونو محرومیدل او د ښځو پر کار بندیز ولس ورځ تر بلې له لا ډیرې ناتوانۍ او ضعف سره مخامخوي او ددغه حالت دوام به د هیواد د ثبات او پرمختګ لپاره نه جبرانېدونکی زیان پېښ کړي.
کرزي په غیر مستقیم ډول یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او ښځو ته د کار او په ټولنه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي.
پخواني ولسمشر د نوي ښوونیز کال مبارکي ویلې او له ټولو زدهکوونکو یې غوښتي چې له هرې ممکنې لارې زدهکړه وکړي او ځانونه عالي علمي پوړیو ته ورسوي.