پاکستان د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او ترکیه یا اسلام اباد به د خبرو کوربه وي

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او یا ترکیه یا پاکستان کولی شي د خلیج د جګړې د کمولو لپاره د خبرو کوربه وي.

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او یا ترکیه یا پاکستان کولی شي د خلیج د جګړې د کمولو لپاره د خبرو کوربه وي.
دغه څرګندونې، چې د نوم نه ښودلو په شرط شوې، له هغو نادره نښو څخه دي چې ښيي تهران ممکن ډیپلوماټیک وړاندیزونه په پام کې ونیسي، سره له دې چې په عامه توګه وایي چې هېڅ خبرې نه دي روانې او د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره به هېڅ توافق نه کوي.
د ایران سرچینې د پاکستان له لارې د وړاندیز جزئیات نه دي شریک کړي او نه یې داهم ویلي چې ایا دا وړاندیز د امریکا د ۱۵ ټکو له چوکاټ سره ورته دی چې مخکې په راپورونو کې ذکر شوی و.
سرچینې وویل چې ترکیې هم د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کړې او «ترکیه یا پاکستان د دغو خبرو د کوربه توب لپاره په پام کې نیول شوي».

د خلیج عربي هېوادونو د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې دوی د ایران له اړخه له یوه وجودي یا«شتونیز ګواښ» سره مخ دي. یادو هېوادونو پر خپلو بنسټیزو تاسیساتو د ایران بریدونه وغندل.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي چې دغه بریدونه کېدای شي د جګړې جرمونه وبلل شي.
د کویټ استازي ناصر عبدالله الحیین شورا ته وویل، « موږ د نړیوال او سیمهییز امنیت لپاره یو وجودي ګواښ وینو. دا تېریګر چلند نړیوال قانون او حاکمیت کمزوری کوي».
نورو خلیجي هېوادونو هم د ایران کړنې وغندلې او ویې ویل چې دا کارونه د وېرې خپرولو لپاره کېږي.
په دې ۴۷ کسیزه شورا کې به هېوادونه پر یوې پرېکړې رایې ورکړي چې د ایران بریدونه پکې غندل کېږي، له ایران څخه د تاوان غوښتنه کېږي او له ملګرو ملتونو غوښتل کېږي چې وضعیت وڅاري.
ایران د خپلو کړنو دفاع وکړه او ویې ویل چې تر اوسه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې له ۱۵۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
ایران همداراز د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې چې د جمعې په ورځ به و شي او پر یو ابتدایي ښوونځي شوی مرګونی برید به پکې وڅېړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک پر هېوادونو غږ وکړ چې د ایران جګړه پای ته ورسوي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، د روسیې له لوري کارېدونکي ایراني «شاهد» ډرونونو په لوېف ښار کې کلیسا او په ایوانو فرانکیفسک کې یو زېږنتون په نښه کړی دی. هغه ټینګار کړی، دغه بریدونه ښيي چې مسکو د جګړې د پای ته رسولو هوډ نهلري.
هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د روسیې لهخوا پیاوړي شوي ایراني «شاهد» ډرونونه پر ملکي تاسیساتو لګېدلي دي. نوموړي زیاته کړې: «په لوېف کې پر کلیسا برید شوی او په ایوانو-فرانکیفسک کې زېږنتون زیانمن شوی. دغه بریدونه دا څرګندوي، چې روسیه په رښتیا د جګړې د ختمولو هوډ نهلري».
زېلېنسکي ویلي، که دا هم په پام کې ونیول شي چې روسیه له ایران سره په سیمه کې د بریدونو په ترسره کولو کې مرسته کوي؛ نو پایله روښانه ده چې پرته له جدي او زیات فشار او د روسیې له پام وړ زیانونو، مسکو به د جګړې له دوام لاس وانخلي.
نوموړي ټینګار کړی، چې اوسمهال پر روسیې لازم فشار نهشته؛ بلکې داسې نښې هم شته، چې دغه هېواد هڅوي خپله تېره تګلاره لاپسې چټکه کړي. هغه همداراز ویلي، د روسیې پر ضد د بندیزونو نسبي نرمښت د دې لامل شوی چې مسکو له جګړې اقتصادي ګټه واخلي.
هغه اټکل کړی، چې روسیه به یوازې په دې وروستیو اونیو کې لږترلږه دوه مېلیارده ډالر عاید ترلاسه کړي. زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت نه یوازې د اوکراین؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناک دی.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکا د حکومت د یوې پوځي سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې د متحدو ایالتونو د ۸۲مې هوايي لېوا شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري به په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته ولېږل شي.
اسوشېټېډ پرېس په يوه لنډ خبر کې چې د چهارشنبې په سهار خپور شو ليکلي، چې په دې ځواکونو کې د لومړۍ جنګي لېوا يو کنډک هم شامل دی، چې د لېوا له قوماندان جنرال برېنډن ټېګنماير او د هغه د قوماندې له مرکز سره يو ځای به ماموريت ته واستول شي.
د دې خبر له خپرېدو شاوخوا پنځه ساعته مخکې د رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچينو په حواله راپور ورکړی و، چې تمه ده امريکا نور زرګونه پوځيان هم د همدې ۸۲مې هوايي لېوا څخه منځني ختيځ ته ولېږي. دغه لېوا د پوځ د چټک غبرګون ځواک بلل کېږي او معمولاً کولای شي په ډېر لږ وخت کې ځان ټاکلي ځای ته ورسوي او ځای پر ځای شي.
تر دې مخکې هم ويل شوي وو، چې زرګونه سمندري ځواکونه او بېړۍ چلوونکي تېره اوونۍ د يوې بېړۍ په مټ له جنګي بېړيو سره يو ځای سيمې ته استول شوي دي.
په داسې حال کې چې سمندري ځواکونه د هغو ماموريتونو لپاره روزل شوي دي لکه د امريکا د سفارتونو ملاتړ، د ملکي خلکو اېستل او د طبيعي پېښو پر مهال مرستې رسول، د ۸۲مې هوايي لېوا ځواکونه بيا د دې لپاره روزل شوي چې په دوښمن يا لانجمنو سيمو کې د پراشوټ له لارې ښکته شي او مهمې ستراتيژيکې سيمې لکه هوايي ډګرونه تر خپل واک لاندې راولي.
په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تهران ته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ شرطونه وړاندې کړي، د اسراییل ۱۲ ټلوېزیوني چینل راپور ورکړی چې د دغو شرطونو ډېرو برخو ته یې لاسرسی موندلی دی.
د درېیو باخبرو سرچینو د څرګندونو لهمخې، جېرډ کوشنر او سټیو وېټکاف داسې بهیر رامنځته کړی، چې پهکې «د یوې میاشتې اوربند اعلان» شامل دی او د دې مودې په ترڅ کې به دواړه لوري د ۱۵ مادو لرونکې هوکړې په اړه خبرې اترې کوي.
یادې رسنۍ د یوې لوېدیځې سرچینې په حواله د هغو ۱۵ شرطونو څخه ۱۴ یاد کړي، چې امریکا ایران ته د غوښتنو او امتیازونو په توګه سپارلي دي.
له ایران څخه د امریکا غوښتنې:
۱. ایران باید خپل اوسني اټومي ظرفیتونه لهمنځه یوسي.
۲. ایران باید ژمنه وکړي چې هېڅکله به د اټومي وسلو په لټه کې نه وي.
۳. د ایران په خاوره کې به هېڅ ډول د یورانیمو بډایه کول نه وي.
۴. ایران باید خپل شاوخوا ۴۵۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیم په نږدې راتلونکې کې او د یو ټاکلې مهالوېش له مخې د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته وسپاري.
۵. د نطنز، اصفهان او فردو اټومي تاسیسات باید لهمنځه یوړل شي.
۶. د ملګرو ملتونو اټومي څارونکې اداره باید په ایران کې بشپړ لاسرسی، شفافیت او څارنه ولري.
۷. ایران باید د خپلو سیمهییزو نیابتي ځواکونو «الګو» پرېږدي.
۸. ایران باید د خپلو نیابتي ډلو مالي ملاتړ، لارښوونه او وسلو ورکول بند کړي.
۹. د هرموز تنګی باید پرانیستی پاتې شي او د ازاد سمندري تېرېدلو لارې په توګه فعالیت وکړي.
۱۰. د ایران د توغندیو پروګرام باید د واټن او شمېر له پلوه محدود شي او دقیق حدونه به وروسته وټاکل شي.
۱۱. د توغندیو هر ډول راتلونکی کارونه باید یوازې د ځان دفاع پورې محدود وي.
په مقابل کې ایران ته ورکول کېدونکي امتیازات:
۱۲. پر ایران به د نړۍوالې ټولنې له خوا لګول شوي ټول بندیزونه په بشپړه توګه لغوه شي.
۱۳. امریکا به له ایران سره د ملکي اټومي پروګرام په پرمختګ کې مرسته وکړي، چې پهکې د بوشهر اټومي بټۍ لپاره د برېښنا تولید هم شامل دی.
۱۴. هغه میکانیزم چې «سنپبک» بلل کېږي او د نه پابندۍ په صورت کې د بندیزونو د بېرته راګرځولو اجازه ورکوي، باید لغوه شي.
باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې په دې وروستيو کې دوه پولنډي وګړي نيولي دي. ويل کېږي، چې دوی د سوداګرۍ په موخه افغانستان ته سفر کړی و. د راپورونو لهمخې، دغو کسانو غوښتل له اروپا څخه افغانستان ته د موټرو د صادرولو فرصتونه وڅېړي.
د سرچينو په وينا، پولنډي وګړو په قطر کې د طالبانو له سفارت څخه خپلې ویزې ترلاسه کړې وې. تر اوسه پورې د دغو کسانو د نيولو دقيق لاملونه، د ساتلو ځای او يا هم د هغوی د حالت په اړه نور جزیيات نه دي خپاره شوي.
د پولنډ حکومت هم تر اوسه د دغو وګړو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو چارواکو هم په رسمي ډول د دغو بهرنيو وګړو د نيولو په اړه کومه خبره نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سېشنبه طالبانو يو امريکايي وګړی چې ډينس کويل نومېږي، له يو کال څخه تر زيات بند وروسته خوشې کړ. امريکايي چارواکو ټينګار کړی، چې طالبان له نيول شويو بهرنيو وګړو څخه د يرغمل نيونې د ډيپلوماسۍ د وسيلې په توګه کار اخلي.