• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رواداري: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۶۱۱ کسان په مرموز ډول وژل شوي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۰ GMT+۰

د رواداري سازمان راپور ورکوي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۶۱۱ کسان، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په هدفمند، مرموز ډول د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو سازمان رواداري د چارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال په موده کې د مدني او سیاسي حقونو، د ښځو وضعیت او د قومي او مذهبي ډلو وضعیت څېړل شوی دی.

د رواداري د راپور له مخې، تیر کال لږ تر لږه ۶۱۷ کسان د چاودنو، ځانمرګو بریدونو، د پاکستان د هوايي بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي او ۵۳۷ نور ټپیان شوي دي.

ملکي تلفاتو کې تر ټولو زیاتې پیښې د پاکستان د بریدونو له امله په کندهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ثبت شوې، چې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. رواداري همدارنګه راپور ورکوي چې ۱۱ کسان په کندوز، بلخ، پکتیکا، کونړ، ننگرهار او نورستان کې په ځانمرګو او نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

په همدې موده کې، ۶۱۱ کسان، چې پکې ۴۸ ښځې او ۳۵ ماشومان شامل دي، په هدفمند او مرموز ډول د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي. قربانیان اکثر د پخواني حکومت کارکوونکي، لاریون کوونکي، مدني او بشري حقونو فعالان، قومي مشران او هغه کسان دي چې طالبان یې د دوی له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور هدف ګرځوي.

د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۸۰ پخواني حکومتي کارمندان او ۴۰ نور غیرنظامیان د طالبانو د مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي.

راپور څرګندوي چې د امر بالمعروف د قانون د خپرېدو وروسته، د ښځو نیول په عامه ځایونو کې زیات شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په کابل هوايي ډګر کې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې ده

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له هرات نه کابل ته روانې د اریانا افغان هوايي شرکت یوې الوتکې بیړنۍ ناسته کړې ده. په را رسیدلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې الوتکه له ځغل لیکې وتلې او سپرلۍ په بیړه ترې کوزیږي. اریانا افغان شرکت وايي، په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

سرچینو وویل، چې الوتکې له هرات نه کابل ته الوتنه کړې وه او شاوخوا یوه بجه په کابل هوايي ډګر کې د کوزېدو پرمهال پر ښي اړخ کږه او له ځغل لیکې واوښته.

په پېښه کې سپرلیو ته زیان نه دی رسېدلی، خو سرچینې وايي، چې طالبانو د ټولو مسافرو موبایلونه کتلي او ویډیوګانې یې ترې حذف کړې دي.

د سرچینو په وینا، د ژغورنې ډلې زر د پېښې ځای ته ورسېدې او بیړنۍ دروازې پرانېستل شوې.

د طالبانو تر واک لاندې اریانا افغان هوايي شرکت ویلي، چې په پېښه کې چا ته هېڅ ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.

د شرکت په وینا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، الوتکه له تخنيکي کنټرول وروسته په خوندي ډول تم شوې او ټول مسافر او د الوتنې عمله په خوندي ډول له الوتکې څخه ترمينل ته انتقال شوي دي او بيړنيو تخنيکي ټيمونو د پېښې د ارزونې او علت معلومولو لپاره خپلې څېړنې پيل کړې دي.

شرکت ویلي، چې د هوايي چلند د نړيوالو معيارونو له مخې، دا ډول پېښې په نړۍ کې معمول دي.

محمد صادق او ریچارډ لېنډسي د افغانستان او سیمې پر حالاتو غږېدلي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي سره یې په اسلام‌اباد کې لیدلي او دواړو لوریو د افغانستان پر اوسني وضعیت او سیمې خبرې کړې دي.

محمد صادق د چارشنبې په ورځ د وري ۵مه، پر اېکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګډو ګټو پر مهمو موضوعاتو رغنده خبرې کړې دي، چې پکې د افغانستان اوسنی وضعیت، د سیمې بدلېدونکي حالات او امنیتي وضعیت شامل وو.

محمد صادق زیاته کړې چې په خبرو کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکي ګواښ په اړه هم بحث شوی او دواړو خپل نظرونه سره شریک کړي دي.

نوموړي همدارنګه ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره دوامدار تعامل او اړیکې ډېرې مهمې دي.

مجاهد: د پاکستاني او افغان علماوو وړاندیز اسلام اباد ته راجع دی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې جګړه طالبانو نه ده پیل کړې او د افغان او پاکستاني علماوو د وړاندیز په برخه کې مسوولیت تر ډېره پاکستاني پوځ ته راجع کېږي. هغه زیاته کړې چې د جګړې له پیل راهیسې دوی دفاعي دریځ خپل کړی دی.

د مجاهد په وینا، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د هر افغان ګډ مسوولیت دی او ددوی امنیتي ځواکونو هم دا دنده په سمه توګه ترسره کړې ده.

مجاهد دا څرګندونې په داسي حال کې کړې چې دافغانستان او پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د یوه غوښتنلیک په ترڅ کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده.

دغو علماوو ټینګار کړی، چې د دوی هڅې به د اوربند تر غځولو محدودې نه وي او هڅه به وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامدارې سولې د ټینګښت لپاره خپل اقدامات روان وساتي.

طالبانو پر پاکستاني اړخ تور لګولی، چې په کونړ او نورستان کې یې بریدونه کړي او د اختر د ورځو اوربند یې مات کړی، خو پاکستاني اړخ ددغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د دوی اوربند پای ته رسېدلی او د جنګیالیو خلاف یې عملیات روان دي.

د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د کـامدېش او بـرګمټال لارې تړلې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د نورستان د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو بریدونه کوي چې غواړي د کامدیش او برګمتال ولسوالیو ته داخل شي، له همدې امله د دغو دواړو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

صمیم وویل چې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین هڅه کوي د ترافیک لپاره بدیله لاره پرانیزي.

په سیمه کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د ناړۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه له غره نه ډزې کوي او موټر نه شي پر لاره تېرېدای.

د سرچینې په وینا، طالبانو له پارون نه متبادله لاره پیل کړې، خو ددې لارې نښلول ډېر وخت غواړي.

هم‌مهاله، یو پاکستاني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کورمه ولسوالۍ، انګور اډې او د بلوچستان په ځینو برخو کې په لوړو او ستراتېژیکو سیمو کې د څو سرحدي پوستو کنټرول ترلاسه کړی دی. دغه چارواکي وویل چې دا پوستې د خپل تاکتیکي موقعیت او د کرښې په اوږدو کې د ارزښت له امله نیول شوې دي.

د هغه په وینا، د دې پوستو د کنټرول هدف د سرحدي نفوذ مخنیوی او د زیان‌منو سرحدي سیمو امنیت ټینګول دي، نه د ځمکې نیول یا اشغال.

په نورستان کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې

د وري په دویمه، د نورستان ولایت لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستاني ځواکونو «ورځنیو مرمۍ توغولو» د کامدیش او برګمتال سرحدي ولسوالیو ته تګ راتګ ستونزمن کړی دی. د یوې سرچینې په وینا، په وروستیو بریدونو کې لسګونه طالبان په دغو دوو ولسوالیو کې وژل شوي دي.

دغه سرچینه د طالبانو د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰ تنه ښيي، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا شمېر نه دی تایید کړی.

د ځايي سرچینو په وینا، وروسته له هغې چې د نورګرام او برګمتال ولسوالیو کې یو شمېر طالبان ووژل شول، د طالبانو له یوې لوا څخه دوه کنډکه تازه ځواکونه نورګرام ته واستول شول او له هغه ځایه ختیځ نورستان ته ولېږدول شول. د دې اقدام هدف د سرحدي ولسوالیو د خالي کېدو مخنیوی بلل شوی دی. سرچینې وايي چې طالبانو له ډېرو ولسوالیو څخه نورګرام او برګمتال ته ځواکونه استولي دي.

د خوراکي توکو کمښت

د نورستان اوسېدونکي وايي چې شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي د ختیځ نورستان، په ځانګړي ډول د کامدیش او برګمتال ولسوالیو لارې د جګړو او د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله تړلې دي. د هغوی په وینا، دې حالت د خوراکي توکو سخت کمښت رامنځته کړی او د خلکو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

یوې سرچینې وویل، چې د اوړو د یوې بوجۍ بیه له پنځو زرو افغانیو لوړه شوې ده.

طالبانو د چارشنبې په ورځ وویل، چې سیمې ته یې د چورلکو له لارې خوراکي او روغتیايي توکي استولي او ځینې ناروغان یې ننګرهار ولایت ته انتقال کړي دي.

د داعش د نفوذ اندېښنه

یوې ځايي سرچینې ویلي چې په دې سیمو کې د ځینو اوسېدونکو ترمنځ د سلفي فکرونو موجودیت او د طالبانو له‌خوا د ځینو دیني عالمانو د ځپلو له امله، د داعش ډلې د نفوذ لپاره زمینه برابره شوې ده. د هغه په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې د بې‌ثباتۍ خطر لا زیات کړي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د کوچني اختر د لومړۍ ورځې له غرمې مخکې، د کامدیش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې پاکستاني ځواکونو پر یوه ملکي موټر د هاوان ډزې وکړې.

د هغه په وینا، په دې برید کې یوه ښځینه ډاکټره چې سحر نومېده له خپل څلور کلن زوی میهن سره سیند ته ولوېدل او مړه شول.

فطرت زیاته کړه چې د دوامدارو ډزو له امله د هغوی جسدونه د څه مودې لپاره پر ځای پاتې وو، خو بالاخره د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د سیمې د خلکو او طالبانو په مرسته پلي یو خوندي ځای ته ولېږدول شول.

د طالبانو له بنده خوشې شوی امریکایی وګړی ډېنس کویل امریکا ته ورسېد

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو له بنده خوشې شوی امريکايي وګړی ډينس کويل، چې طالبانو په افغانستان کې نږدې يو کال بندي کړی و، د طالبانو له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته د چارشنبې په ماښام د امریکا ټېکساس ایالت ته ورسېد.

د ویډیوګانو او انځورونو له مخې، ۶۴ کلن کویل د سان انټونیو په یوه پوځي اډه کې له الوتکې ښکته کیږي او امریکایي چارواکي یې هرکلی کوي.

چارواکي وایي د هغه روغتیایي حالت ښه دی او له طبي معايناتو او لنډې پاملرنې وروسته به د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای شي.

طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس کویل خوشې کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور له لیک ور رسېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو زویر امیر خان متقي ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه. هغه زیاته کړې چې دوی هېڅوک د سیاسي فشار لپاره نه نیسي، بلکې د قانون د ماتولو په پایله کې محاکمه کېږي او د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.

دغه امریکایی وګړی داسې مهال خوشې کیږي، چې لا هم د طالبانو په بند کې در نور امریکایان پاتې دي او متحده ایالاتو د خپلو وګړو د خوشې کولو په اړه واردمخه یادې ډلې ته خبرداری ور کړی دی.