په فراه کې سوداګر د ۱۵۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو لپاره مارکېټ جوړوي

په فراه کې د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو خونې مشر زلمی محمدي وايي، چې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو، وېش او د صادراتو اسانتیا په موخه د خصوصي سکټور لهخوا د ۱۵۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د دغه مارکېټ د جوړولو چارې پيل شوې دي.
