• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو له بنده خوشې شوی امریکایی وګړی ډېنس کویل امریکا ته ورسېد

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو له بنده خوشې شوی امريکايي وګړی ډينس کويل، چې طالبانو په افغانستان کې نږدې يو کال بندي کړی و، د طالبانو له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته د چارشنبې په ماښام د امریکا ټېکساس ایالت ته ورسېد.

د ویډیوګانو او انځورونو له مخې، ۶۴ کلن کویل د سان انټونیو په یوه پوځي اډه کې له الوتکې ښکته کیږي او امریکایي چارواکي یې هرکلی کوي.

چارواکي وایي د هغه روغتیایي حالت ښه دی او له طبي معايناتو او لنډې پاملرنې وروسته به د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای شي.

طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس کویل خوشې کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور له لیک ور رسېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو زویر امیر خان متقي ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه. هغه زیاته کړې چې دوی هېڅوک د سیاسي فشار لپاره نه نیسي، بلکې د قانون د ماتولو په پایله کې محاکمه کېږي او د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.

دغه امریکایی وګړی داسې مهال خوشې کیږي، چې لا هم د طالبانو په بند کې در نور امریکایان پاتې دي او متحده ایالاتو د خپلو وګړو د خوشې کولو په اړه واردمخه یادې ډلې ته خبرداری ور کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته یې بېړني طبي او خوراکي توکي ولېږدول

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته په چورلکو کې شاوخوا څلور ټنه خوراکي مواد، درمل، اکسېجن او نور اړین روغتیايي توکي لېږدول شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په وینا، دا مرستې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په هڅو او د طالبانو د عامې روغتیا او د دفاع وزارتونو په همکارۍ، شوې دي.

یادې قوماندانۍ زیاته کړې، د دې الوتنو پر مهال هغه اووه تنه ناروغان چې تازه یې جراحي عملیات شوي وو او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ و، د لا ښې درملنې لپاره ننګرهار ولایت ته انتقال شوي دي.

طالبانو دغه بیړنی اقدام وروسته له هغې کړی چې د پاکستان له پوځ سره د وروستیو نښتو له امله د نورستان ختیځې ځمکنۍ لارې د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

د لارو تړل کېدو د سیمې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي او اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.

په ورته وخت کې د نورستان عامې روغتیا ریاست خلکو ته ډاډ ورکړی چې د هر ډول بېړنیو حالاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي د ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

طالبانو د یوې بلې متبادلې لارې پر پرانېستلو هم کار پیل کړی، چې دوه له اړیکو بې برخې شوې ولسوالۍ بېرته سره ونښلوي.

په سیمه کې عام خلک وايي، چې پاکستاني ځواکونه په لوړو نقطو کې پوستې لري او لاندې پر سړک تېرېدونکي موټر په نښه کوي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس وايي افغانانو د هر زورور پر څټ پښې ایښې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې «د خدای په مرسته افغانانو د هر زورور پر څټ پښې ایښې دي». هغه د طالبانو مشران «د فضیلت څښتنان» وبلل او ټینګار وکړ چې مشران یې وفادار دي او هېڅ امکان نشته چې له سرو کرښو تېر شي.

شیخ نورالحق په میدان وردګ ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې بریدګرو ته افغانانو ځواب ور کړی دی.

هغه ویلي، « که څوک تا ووهي او ته هم ځواب ورکړې، زړه دې درد نه کوي ځکه انتقام دی واخیست، خو که هغوی تا ووهي او ته هیڅ ځواب ورنه کړې، دا بیا ډېر درد لري».

نورالحق زیاته کړه چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو قربانیو رنګ راوړی دی.

هغه د طالبانو مشران «د فضیلت څښتنان» وبلل او ټینګار وکړ چې مشران یې وفادار دي او هېڅ امکان نشته چې له سرو کرښو تېر شي.

روم کې د افغانستان سفارت: ملګري ملتونه د طالبانو پر پالیسۍ د اغیزښندنې برخه کې پاتې راغلي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۰

په روم کې د افغانستان سفارت د طالبانو له زندان نه د امریکايي وګړي ډېنېس کویل د خوشې کېدو هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی، خو وايي، چې ملګري ملتونه د طالبانو پر پالیسۍ د اغیزښندنې په برخه کې پاتې راغلي دي.

دغه سفارت ویلي چې ملګرو ملتونو او ښکېلو هېوادونو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې د بدلون راوستلو په چاره کې پاتې راغلي او نه دي توانېدلي چې د یادې ډلې پر پالیسۍ اغېز وکړي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ۶۴ کلن امریکايي وګړی ډېنېس کویل له زندان نه خوشې کړ.

په روم کې د افغانستان سفارت دا اقدام د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له خوا د امریکا د فشارونو او احتمالي سیاسي پایلو له وېرې سره تړلی بللی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د یاد سفارت له خوا د چارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې میلیونونه افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او اقلیتونه، لا هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د خبرپاڼې له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې د زده‌کړې، کار او ازاد تګ راتګ په برخه کې د خلکو غوښتنې له پامه غورځول شوې دي.

سفارت همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو د افراطي او منځلارو ډلو ترمنځ توپیر کول بې‌اساسه خبره ده او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې واضح دریځ ولري.

همدا راز، افغان الاصله امریکایي محمودشاه حبیبي د دوامدار بند په اړه اندېښنه ښودل شوې او د هغه او نورو امریکايي وګړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

طالبانو په نفتي سکتور کې «له قانون نه د سرغړونې» په تور پر ۱۷ شرکتونو بندیز ولګاوه

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست خصوصي سکټور او سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې د نفتي توکو په سکټور کې له ۱۷ هغو فعالو شرکتونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ونه کړي، چې ددوی په وینا، «له نافذه قوانینو او اصولو یې سرغړونه» کړې ده.

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست د چارشنبې په ورځ، د وري پر پنځمه، د یادو ۱۷ شرکتونو نومونه او اړوند جزئیات هم خپاره کړي دي.

دغه شرکتونه په دریو کټګوریو ویشل شوي چې هر یو یې د «جدي سرغړونو» له امله له فعالیت څخه منع شوي دي.

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست، رامز عمر، هامون محمود ملکي، امیر الطاف حلیمي، اذرخش افغان، عدنان رحمت زیبر عظیمي، سپهر زرنج، سها صفا او سپیدلاین شرکتونو نومونه تر بندیز لاندې شرکتونو په توګه یاد کړي دي.

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست دغو شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې د خپلو نفتي توکو د جوپو نیمګړې ګمرکي چارې بشپړې کړي.

دغه ریاست خبرداری ورکړی، چې که د ورکړل شوي وخت له پای ته رسېدو سره سم، د نفتي توکو د جوپو اړوند پړاوونه طی نه شي د وارداتو حق نه لري.

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو شاوخوا دوه زره کانتینر لا هم بند پاتې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۰
•
فضل عزیز

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشران وايي، د کراچۍ په بندر کې د پرتو کانټينرو برخليک لا هم ناڅرګند دی. د دواړو هيوادونو سوداګر وايي، هڅې یې روانې دي، چې د دغو کانټينرونو انتقال ته حل لاره را وباسي. بشپړ معلومات له کراچۍ نه د فضل عزیز په رپوټ کې:

د افغانستان او پاکستان د سوداګرو د ګډې خونې شريک مشر خانجان الکوزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د کراچۍ په بندر کې د ۲۰۰۰ په شاوخوا کې کانټينرې پرتې دي چې هيڅ برخليک یې نه معلوم نه دی.

الکوزي وویل، « له ۹۰۰۰ نه نيولې تر ۱۰۰۰۰ کانټيره پورې چې زموږ په کراچۍ کې ودرېدل او اکثره پکې خوراکي مواد وو، دوایانې او فابريکو خام مواد وو، په هغې باندې ډېمبرج او ډېټنشن راغی، په هر کانټينر باندې موږ ۱۰۰۰۰ډالره ډېمرج او ډيټنشن (اضافي او د ځنډ فیس) ورکړو».

هغه زیاته کړه، «په دغو کانټينرو کې شاوخوا شل فيصده اوس ولاړ دي، دا هغه دي چې سرحد ته راغلي وو يا په لار وو، بيرته ستانه شول. په دغو شل فيصدو کې اووه فيصده هغه اوس پاتې دي چې د هغو قیمت ۱۵ يا ۲۰۰۰۰ډالرو په کچه دی، او جرايم پرې ۲۵۰۰۰ يا ۳۰۰۰۰ راغلي دي، نو هغه اوس تجاران نه اخلي هغه پاتې کيږي له منځه ځي، پاکستان پوه شه او هغه پوه شه».

خان جان الکوزی وايي، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي.
100%
خان جان الکوزی وايي، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي.

نوموړي وويل، له کراچۍ څخه هغه کانټېنر چې د سمندر له لارې بهر ته لېږل شوي په هغو کې هم ډیری په جبل علي (متحده عرب اماراتو بندر) کې بند پاتې دي، چې بيرته بندر عباس او چابهار بندر ته راشي. الکوزی وايي،« لس فيصده یې د چابهار او بندرعباس له لارې افغانستان ته راغلي دي، خو په جبل علي کې چې کومې پاتې دي عربان یې د لېږلو اجازه نه ورکوي چې راشي بندر عباس ته، نو په هغې هم جريمه راځي او د هغې سرنوشت هم نه دی معلوم».

د يادې ګډې سوداګرۍ خونې پاکستانۍ سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته تاييد کړې، چې په کراچۍ بندر کې دا وخت د افغانستان کانټينرې بندې پاتې دي.

د سرچينې په وينا، دغه کانټينرې په درېو ټرمينلونو کې موجودې وې چې د جنورۍ تر مياشتې پورې یې شمېر خواوشا ۸۰۰۰ و، چې زیاتې پکې بيرته تللي دي او کمې پاتې دي.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري هم افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې چې د کراچۍ په بندر کې خواوشا دوه زرو پورې کانټینرې پاتې دي.

د کراچۍ په بندر کې د کانټينرو سوځېدل

د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په بندر کې د اور لګېدو له امله په نړيوال ټرمينل کې نزدې ۲۸ کانټينرې سوځېدلې وې.

د بندر سرچينو افغانستان انټرنشنل ته تاييد کړې، چې په دغو کانټينرو کې ۲۳ د افغانستان وې.

د افغان سوداګرو په وينا په دې برخه کې ورته هم تاوان اوښتی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتې لارې د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت وتړل شوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ځای په ځای نښتې وشوې.

له هغې راهیسې تراوسه پورې د دواړو هيوادونو ترمنځ پر کرښه د تګ راتګ او تجارت ټولې لارې په بشپړ ډول تړلې پرتې دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او تجارت لارې له دې وړاندې هم وخت په وخت تړل شوي خو اوسنی بنديز په تېره نږدې موده کې تر ټولو اوږد بنديز دی.

د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په بندر کې د اور لګېدو له امله په نړيوال ټرمينل کې نزدې ۲۸ کانټينرې سوځېدلې وې.
100%
د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په بندر کې د اور لګېدو له امله په نړيوال ټرمينل کې نزدې ۲۸ کانټينرې سوځېدلې وې.

د تجارتي لارو تړل کېدو دوه اړخیز زیان اړولی

د خانجان الکوزي په وینا، د لارو او سوداګرۍ تړل کېدو دواړو خواوو ته سخت زيانونه اړولي دي.

هغه وویل، «پاکستان زموږ (افغانستان) سره د کال تقريباً څه کمد دوه ميلیارده ډالرهپه ارزښت واردات درلودل او موږ اته ميليونه ډالره صادرات درلودل، نو د پاکستان له طرفه د مياشتې ۲۰۰ ميليونه ډالره واردات وو، چې هغه کاملاً درېدلي او د پاکستان سکتور خصوصي ته د مياشتې په سر دغه تاوان کيږي».

په پاکستان کې تجاران وايي، افغانستان ته به یې سبزيانې، مېوې، سيمنټ او نور توکي لېږل او د افغانستان له لارې به یې د منځنۍ اسيايي هيوادونو سره تجارت کاوه، خو د لارو له امله هر څه په ټپه ولاړ دي او په غټه کچه له تاوان سره مخ شوي دي.

د لارو پرانيستو پر سر خبرې

په افغانستان کې طالبان او پاکستان دواړو د لارو د تړل کېدو په تړاو خپل شرطونه وړاندې کړي دي.

طالبان د لارو پرانېستلو لپاره تضکین غواړي چې بیا به په مختلفو پلمو نه تړل کیږي، او پاکستان د لارو پرانېستل د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو خلاف د طالبانو په اقداماتو پورې مشروط کړي دي.

د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.
100%
د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.

د افغانستان او پاکستان تجاران له کلونو راهیسې ټينګار کوي چې تجارت دې له سياستونو جلا کړل شي.

دوی له خپلو وړاندينیو حکومتونو سره په دې تړاو لیدنې هم کړي خو د هغې باوجود چې کله هم د دواړو هيوادونو ترمنځ ستونزې جوړې شوې، په پایله کې یې دوه اړخيزه تجارت درېدلی دی.

خانجان الکوزی وايي، د طالبانو نه یې جدي غوښته کړې چې د بندو کانټينرو د راخلاصولو په لړ کې هڅې وکړي.

په پاکستان کې تجاران وايي، له حکومت نه د تجارت او سياست جلا کولو غوښتنې کوي، خو دغه موضوع لا هم له سیاست سره تړلې پاتې ده.