ایران د امریکا «۱۵ ټکي وړاندیز» ته لا تراوسه مثبت ځواب نه دی ویلی

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا وړاندیز ته د ایران لومړنی ځواب «مثبت نه دی». هغه ویلي، چې تهران لا هم دغه وړاندیز ارزوي. چارواکي وویل چې د تهران لومړنی ځواب پاکستان ته لېږل شوی څو واشنګټن ته ورسېږي.
