په هلمند کې د یوه کور چت پرېوتو پېښه کې درې کسه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي

د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په کارېز امانالله سیمه کې د سختو ورښتونو له امله د یوه کور چت پرېوتی، چې له امله یې د دوو ماشومانو په ګډون درې کسه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې تر سختو ورښتونو وروسته شوې ده.
