• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اکسیوس: نتنیاهو د ټرمپ او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه اندېښمن دی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۲۰ GMT+۰

اکسیوس د دوو اسراییلي سرچینو له قوله لیکلي، نتنیاهو اندېښنه لري چې ټرمپ به له تهران سره په احتمالي مذاکراتو کې داسې یوې هوکړې ته غاړه کېږدي چې د اسراییل له اهدافو سره واټن ولري، تهران ته به د پام وړ امتیازات ورکړي او د ایران پر وړاندې بریدونو کې به د اسراییل وړتیا محدوده کړي.

اکسیوس د چهارشنبې په سهار (د وري ۵مه) د یوې خبرې سرچینې له قوله لیکلي، چې اسراییلي چارواکي د امریکا پر هغې ادعا شک لري چې ګواکې اسلامي جمهوري دولت د ځینو امتیازاتو ورکولو وړاندیز کړی دی.
د دغې رسنۍ د راپور له‌مخې، سټیو وېټکاف ټرمپ ته ویلي چې ایرانیانو په ځینو مهمو ټکو لکه د لوړې کچې بډایه شویو یورانیمو له زېرمو تېرېدلو سره موافقه کړې ده، که څه هم لا روښانه نه ده چې په تهران کې کوم باصلاحیته چارواکي دا وړاندیز کړی وي.
د اسراییلي چارواکو په نظر دا اندېښنه شتون لري، چې ټرمپ ښايي د خپلو غوښتنو د یوې برخې په بدل کې هم د هوکړې او جګړې د درولو پرېکړه وکړي او پاتې موارد پرته له کوم روښانه حل څخه راتلونکي ته وځنډوي.
امریکا اسراییل ته خبر ورکړی، چې اسلامي جمهوري دولت د ۴۵۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه بډایه شویو یورانیمو پر سپارلو، د ملګرو ملتونو له‌خوا د اټومي تاسیساتو د جدي پلټنو پر منلو، د بالسټیک توغندیو د واټن پر محدودولو او د خپلو نیابتي ډلو له ملاتړ څخه پر شا کېدو موافقه کړې ده.
دوو باوري سرچینو اکسیوس ته ویلي، چې امریکا په روانه اوونۍ کې د خبرو اترو د پیل په اړه د ایراني چارواکو پرېکړې ته په تمه ده.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د ۸۲مې هوایي لېوا زر سرتېري به د اوونۍ تر پایه منځني ختیځ ته ولېږل شي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۸ GMT+۰
د امریکا د ۸۲مې هوایي لېوا زر سرتېري به د اوونۍ تر پایه منځني ختیځ ته ولېږل شي
100%

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د امریکا د حکومت د یوې پوځي سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې د متحدو ایالتونو د ۸۲مې هوايي لېوا شاوخوا ۱۰۰۰ سرتېري به په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته ولېږل شي.

اسوشېټېډ پرېس په يوه لنډ خبر کې چې د چهارشنبې په سهار خپور شو ليکلي، چې په دې ځواکونو کې د لومړۍ جنګي لېوا يو کنډک هم شامل دی، چې د لېوا له قوماندان جنرال برېنډن ټېګنماير او د هغه د قوماندې له مرکز سره يو ځای به ماموريت ته واستول شي.

د دې خبر له خپرېدو شاوخوا پنځه ساعته مخکې د رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچينو په حواله راپور ورکړی و، چې تمه ده امريکا نور زرګونه پوځيان هم د همدې ۸۲مې هوايي لېوا څخه منځني ختيځ ته ولېږي. دغه لېوا د پوځ د چټک غبرګون ځواک بلل کېږي او معمولاً کولای شي په ډېر لږ وخت کې ځان ټاکلي ځای ته ورسوي او ځای پر ځای شي.

تر دې مخکې هم ويل شوي وو، چې زرګونه سمندري ځواکونه او بېړۍ چلوونکي تېره اوونۍ د يوې بېړۍ په مټ له جنګي بېړيو سره يو ځای سيمې ته استول شوي دي.

په داسې حال کې چې سمندري ځواکونه د هغو ماموريتونو لپاره روزل شوي دي لکه د امريکا د سفارتونو ملاتړ، د ملکي خلکو اېستل او د طبيعي پېښو پر مهال مرستې رسول، د ۸۲مې هوايي لېوا ځواکونه بيا د دې لپاره روزل شوي چې په دوښمن يا لانجمنو سيمو کې د پراشوټ له لارې ښکته شي او مهمې ستراتيژيکې سيمې لکه هوايي ډګرونه تر خپل واک لاندې راولي.

یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۰
یوې اسراییلي رسنۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي هوکړې له ۱۵ شرطونو ۱۴ یې افشا کړي
100%

په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تهران ته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره ۱۵ شرطونه وړاندې کړي، د اسراییل ۱۲ ټلوېزیوني چینل راپور ورکړی چې د دغو شرطونو ډېرو برخو ته یې لاسرسی موندلی دی.

د درېیو باخبرو سرچینو د څرګندونو له‌مخې، جېرډ کوشنر او سټیو وېټکاف داسې بهیر رامنځته کړی، چې په‌کې «د یوې میاشتې اوربند اعلان» شامل دی او د دې مودې په ترڅ کې به دواړه لوري د ۱۵ مادو لرونکې هوکړې په اړه خبرې اترې کوي.

یادې رسنۍ د یوې لوېدیځې سرچینې په حواله د هغو ۱۵ شرطونو څخه ۱۴ یاد کړي، چې امریکا ایران ته د غوښتنو او امتیازونو په توګه سپارلي دي.

له ایران څخه د امریکا غوښتنې:

۱. ایران باید خپل اوسني اټومي ظرفیتونه له‌منځه یوسي.
۲. ایران باید ژمنه وکړي چې هېڅ‌کله به د اټومي وسلو په لټه کې نه وي.
۳. د ایران په خاوره کې به هېڅ ډول د یورانیمو بډایه کول نه وي.
۴. ایران باید خپل شاوخوا ۴۵۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه بډایه شوي یورانیم په نږدې راتلونکې کې او د یو ټاکلې مهالوېش له مخې د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې ته وسپاري.
۵. د نطنز، اصفهان او فردو اټومي تاسیسات باید له‌منځه یوړل شي.
۶. د ملګرو ملتونو اټومي څارونکې اداره باید په ایران کې بشپړ لاسرسی، شفافیت او څارنه ولري.
۷. ایران باید د خپلو سیمه‌ییزو نیابتي ځواکونو «الګو» پرېږدي.
۸. ایران باید د خپلو نیابتي ډلو مالي ملاتړ، لارښوونه او وسلو ورکول بند کړي.
۹. د هرموز تنګی باید پرانیستی پاتې شي او د ازاد سمندري تېرېدلو لارې په توګه فعالیت وکړي.
۱۰. د ایران د توغندیو پروګرام باید د واټن او شمېر له پلوه محدود شي او دقیق حدونه به وروسته وټاکل شي.
۱۱. د توغندیو هر ډول راتلونکی کارونه باید یوازې د ځان دفاع پورې محدود وي.

په مقابل کې ایران ته ورکول کېدونکي امتیازات:

۱۲. پر ایران به د نړۍوالې ټولنې له خوا لګول شوي ټول بندیزونه په بشپړه توګه لغوه شي.
۱۳. امریکا به له ایران سره د ملکي اټومي پروګرام په پرمختګ کې مرسته وکړي، چې په‌کې د بوشهر اټومي بټۍ لپاره د برېښنا تولید هم شامل دی.
۱۴. هغه میکانیزم چې «سنپ‌بک» بلل کېږي او د نه پابندۍ په صورت کې د بندیزونو د بېرته راګرځولو اجازه ورکوي، باید لغوه شي.

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۰
طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي
100%

باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې په دې وروستيو کې دوه پولنډي وګړي نيولي دي. ويل کېږي، چې دوی د سوداګرۍ په موخه افغانستان ته سفر کړی و. د راپورونو له‌مخې، دغو کسانو غوښتل له اروپا څخه افغانستان ته د موټرو د صادرولو فرصتونه وڅېړي.

د سرچينو په وينا، پولنډي وګړو په قطر کې د طالبانو له سفارت څخه خپلې ویزې ترلاسه کړې وې. تر اوسه پورې د دغو کسانو د نيولو دقيق لاملونه، د ساتلو ځای او يا هم د هغوی د حالت په اړه نور جزیيات نه دي خپاره شوي.

د پولنډ حکومت هم تر اوسه د دغو وګړو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو چارواکو هم په رسمي ډول د دغو بهرنيو وګړو د نيولو په اړه کومه خبره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سې‌شنبه طالبانو يو امريکايي وګړی چې ډينس کويل نومېږي، له يو کال څخه تر زيات بند وروسته خوشې کړ. امريکايي چارواکو ټينګار کړی، چې طالبان له نيول شويو بهرنيو وګړو څخه د يرغمل نيونې د ډيپلوماسۍ د وسيلې په توګه کار اخلي.

د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۲۲ GMT+۰
د بښنې نړۍوال سازمان: ټرمپ دې د ایران د برېښنايي بنسټونو له ګواښونو لاس واخلي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلې دي، هغه څرګندونې چې په‌کې ویل شوي وو، متحده ایالات به د ایران د برېښناکوټونو او انرژۍ اړوند زېربناوو د ویجاړولو پلان د پنځو ورځو لپاره وځنډوي، څو د «دوښمنیو د حل» په اړه د خبرو اترو پرمختګ روښانه شي.

د بښنې نړۍوال سازمان په وینا، د داسې بریدونو نه ترسره کول باید د نړۍوال بشردوستانه قانون پر بنسټ د ملکي وګړو د ساتنې له اصل سره سم وي، نه دا چې د سیاسي خبرو اترو له پایلو سره وتړل شي.

د یاد سازمان د څېړنو مشره اریکه ګیواراروساس ویلي، چې د ټرمپ ګواښونه «خطرناک، بې‌پروا او د میلیونونو ملکیانو د ژوند او هوساینې لپاره جدي ګواښ دي».

هغې زیاته کړه، چې قصدي بریدونه پر ملکي بنسټونو لکه د برېښنا بټیو چې د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي ارزښت لري، کېدای شي د جګړې جنایت وګرځي.

سازمان خبرداری ورکړی، چې که د یوه هېواد برېښنايي سیستم له منځه ولاړ شي، نو په پراخه کچه ستونزې به رامنځته شي.

د بښنې نړۍوال سازمان یوازې امریکا نه ده غندلې، بلکې د ایران له حکومته یې هم غوښتنه کړې، چې د سیمې د انرژۍ بنسټونو او سوداګریزو کښتیو د په نښه کولو ګواښونه بند کړي.

د طالبانو هوايي چلند وزارت: ۱۰ نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته منظمې الوتنې کوي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰
د طالبانو هوايي چلند وزارت: ۱۰ نړیوال هوايي شرکتونه افغانستان ته منظمې الوتنې کوي
100%

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، د یاد وزارت د هڅو او همغږیو په پایله کې اوس مهال ۱۰ نړیوال او دوه کورني هوايي شرکتونه د افغانستان نړیوالو هوايي ډګرونو ته منظمې الوتنې کوي.

د وزارت په وینا، یادې الوتنې د کابل، کندهار، هرات او مزار شریف له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه کېږي او د مسافرو ترڅنګ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد اسانتیاوې هم برابروي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې د هوايي خدماتو زیاتوالی به پر سوداګرۍ، سیاحت او اقتصادي ودې مثبت اغېز ولري.

په همدې حال کې، څو موده وړاندي د متحده عربي اماراتو د اتحاد هوايي شرکت اجرایي رییس، انتون والدو نیوس ویلي وو چې کابل ته یې الوتنې پیل شوې دي او یاد شرکت غواړي سیمه‌ییزو بازارونو ته لاسرسی پراخ کړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت زیاته کړې چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۵ نړیوال او ۲۲ سیمه ییز هوايي ډګرونه فعال دي.