طالبان وایي په بغلان کې یې ۱۷ لرغوني اثار کشف کړي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بغلان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ لرغوني اثار راټول او ثبت شوي چې پهکې د کوشاني پېر ډبرین وسایل او د خټینو لوښو ټوټې شاملې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د بغلان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۱۷ لرغوني اثار راټول او ثبت شوي چې پهکې د کوشاني پېر ډبرین وسایل او د خټینو لوښو ټوټې شاملې دي.
د یاد ریاست په وینا؛ دغه لرغوني اثار د وزارت د لرغونپوهانو د سروې په پایله کې د بغلان مرکز اړوند د «کافرکلا» له تاریخي سیمې موندل شوي دي. د دغه ریاست د معلوماتو له مخې؛ په کشف شویو اثارو کې کوشاني پېر پورې اړوند پنځه ډبرین وسایل شامل دي، چې پهکې د مېخ وهلو ډبره، د میچنې پاسنۍ برخې ډبره او یوشمېر مات او نیمګړي ډبرین اثار شامل دي.
دغه وزارت زیاتوي، سربېره پر دې د کافرکلا له سیمې د خټو لوښو ۱۱ټوټې او یوه بله ټوټه د ښار د اتم او نهم سړک ترمنځ هم موندل شوې ده. د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رییس د دغه اثارو ارزښت ته په اشارې ویلي، چې دغه موندنې ځانګړی تاریخي او کلتوري اهمیت لري او کولای شي د افغانستان د لرغونو دورو په ځانګړي ډول د کوشاني دورې د ښې پېژندنې لپاره مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د یو لړ عملیاتو پرمهال لسګونه کسان د «غلا، قاچاق او قتل» په تور نیولي دي او زرګونه نشهيي ټابلیټونه یې هم کشف او ضبط کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په هرات ولایت کې ۷ کسه د «غلا» او یو کس د «قتل» په تور نیولی دی. دغه وزارت ویلي، چې د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ په بازار کې یې بیا ۴ کسه له جعلي پیسو سره او په خوست ولایت کې ۲ تنه د «غلا» په تړاو نیولي دي.
دغه وزارت زیاتوي، ځواکونو یې په پروان او جوزجان ولایتونو کې دوه غلا شوي موټرونه هم موندلي او بېرته یې خپلو مالکانو ته سپارلي چې په دې تړاو دوه کسه نیول شوي هم دي.
بلخوا په کابل کې د نشهيي توکو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې پولیسو د ښار د څلورمې ناحیې اړوند یو کس د نشهيي توکو د «قاچاق او خرڅلاو» په تړاو له ۱۵زره نشهيي ټابلیټونو سره نیولی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل په نهمې امنیتي حوزه کې یې د وسلهوالو غلو یو پنځه کسیز بانډ نیولی چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې له کورونو وسلهوالې غلاوې کولې. د یادو عملیاتو پرمهال له دغې ډلې څخه دوه میله کلاشنکوفونه او شاوخوا ۸۰زره ډالر هم ترلاسه شوي دي.
طالبان وایي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو پلټنو لړۍ روانه ده.
د بلوچستان په کویټې ښار کې افغان کډوال وايي، چې د پولیسو له ځورولو او ناوړه چلند نه نور په تنګ دي، ژوند یې تریخ شوی او اوس یوازې افغانستان ته د تګ لپاره د موټرو د کرایې پيدا کولو په تمه دي.
په کویټه کې یوشمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ښار په سړکونو او کوڅو کې د پولیسو د پرلهپسې ځورونې څخه ستړي شوي. افغان کډوال محمد اشرف وايي: «موږ سره ډېر ناوړه چلند کېږي. موږ نهشو کولی چې کار ته ولاړ شو، د ښار په هره کوڅه کې راته پولیس ولاړ وي او ان ماشومان هم نیسي او بیا یې په پیسو خوشې کوي».
د اشرف په خبره؛ د دغه ستونزو له کبله افغانستان ته د تګ لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه: «اوس دلته ژوند ډېر تریخ دی نور نه غواړو، چې دلته ژوند وکړو. اوس یوازې دې ته په تمه یو، چې د ګاډي کرایه وموندو؛ ځکه د ګاډو کرایې هم ډېرې لوړې دي او وس یې نهلرو».
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زیري بیا په دې اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي، چې «له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او ظلم د پښتنو پر وړاندې د پاکستان ریاست پرېکړه او د افغان سره دوښمني ده».
هغه زیاته کړه: «۴۷ کاله پخوا ریاست دغه کډوال راوستل او دوی ته یې د مجاهد نوم ورکړ او افغانستان يې پرې ویجاړ کړ؛ خو اوس هغه نسل مړ دی دلته چې کوم افغان کډوال استوګن دي هغه دلته زېږېدلي. د پاکستان د ۱۹۵۱ قانون یوه ماده د پاکستان د تابعیت په اړه روښانه دا وايي، کوم ماشوم چې په پاکستان کې زېږېدلی وي؛ هغه د پاکستان اوسېدونکی ګڼل کېږي».
د نوموړي په خبره؛ ریاست له خپل قانونه سرغړونه کوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان له نړۍ نه د افغان کډوالو په نوم پيسې واخيستې او خپله دفاع يې پرې پیاوړې کړه.
بل خوا بیا د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي و: «د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د ریاست پرېکړه ده او کډوال به په عزت سره بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له پیل سره سم د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په دوامداره توګه پیل شوې.
د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) تازه راپور ښيي، چې د بېځایه شویو کسانو، اقتصادي کړکېچ او د طالبانو د محدودیتونو له امله د افغانستان په ښاري او نورو استوګنیزو سیمو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسیتي نابرابري د تېرو څو کلونو پرتله لاپراخه شوې ده.
په راپور کې راغلي، د افغانستان چټک ښاري کېدل چې د داخلي بېځایه شویو، جبري ستنېدنې او اقتصادي کړکېچ له امله پراخ شوی؛ په ښاري او نورو استوګنیزو سیمو کې یې د ښځو پر وړاندې شته نابرابرۍ لاپسې پراخې کړې دي.
د یادې ادارې د ټولنیزې سروې له مخې؛ ښاري چاپېریال د ښځو د ځواکمنتیا او خوندیتوب ملاتړ پر ځای د جنسیتي توپیرونو د پراختیا لامل ګرځي. د راپور له مخې؛ د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو او نجونو د خوندیتوب، کرامت او ځواکمنتیا ټولې دودیزې لارې لهمنځه تللې دي چې له امله یې ښځې او نجونې له زدهکړو، په عامه ځایونو کې تګراتګ، دندې، عامه ګډون او ځینو نورو ټولنیزو چارو بېبرخې شوې دي.
په دغه راپور کې یادې ادارې د هرات، جلالاباد، کابل، کندهار او ننګرهار ښارونو د ۲۰۲۳–۲۰۲۵ کلونو ټولنیزو پروژو د معلوماتو پر بنسټ د ښاري سیمو په لسو مهمو برخو کې د ښځو او نجونو د نابرابرۍ د پراختیا وضاحت ورکړی دی.
په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.
ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.
د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې. کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرول کېدای شي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.
د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر محمودخان اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د پاکستان، افغانستان او ګاونډیو هېوادونو یوه سیمهییزه غونډه راوبولي؛ څو د یو بل په کورنیو او سیاسي چارو کې د لاسوهنې مخنیوی تضمین شي او سیمهییز امنیت او ثبات خوندي پاتې شي.
اڅکزي پرون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرۍ په چوکاټ کې د بلوچستان په پښین ښار کې په یوې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پاکستان له یوه کړکېچن حالت سره مخ دی او دغه وضعیت د سیمهییزو شخړو له امله ورځ تر بلې خرابېږي.
هغه دارنګه وویل، امریکا او اسراییل بېځایه په ایران برید کړی او د اسلامي هېوادونو له ډلې څخه یوازې افغانستان د ایران ملاتړ کړی دی. نوموړي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل، چې د پاکستان، افغانستان او ګاونډیو هېوادونو غونډه راوبولي؛ څو د یو بل په چارو کې د لاسوهنې مخنیوی تضمین شي.
اڅکزي وړاندیز وکړ، چې د ملي حکومت له جوړېدو وروسته باید یو خپلواک او حاکم ټاکنیز کمېسیون هم رامنځته شي؛ ترڅو د نړۍوالو اصولو له مخې ازاده او عادلانه ټاکنې ترسره شي. هغه ټینګار وکړ، چې ریښتینې ډیموکراسي، د اساسي قانون برلاسي او د پارلمان حاکمیت د هېواد د ستونزو د حل لپاره اړین دي.
هغه د پاکستان پر حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ۲۰۲۴کال د فبرورۍ ۸مې ټاکنې ناقصې وې او موخه یې د عمران خان له واک څخه لرې کول وو. اڅکزی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د تحریک تحفظ ایین پاکستان مشر هم دی، یو وار بیا د عمران خان پر ملاتړ ټینګار وکړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.
هغه وویل، د ګوند مشران له هغه او د هغه له کورنۍ سره ولاړ دي. اڅکزي وویل، چې دوی د پوځ یا استخباراتي ادارو ضد نهدي؛ خو ټولې ادارې باید د خپلو بنسټیزو حدودو دننه عمل وکړي. هغه له سیاسي او مذهبي ګوندونو هم غوښتنه وکړه، چې سره یو شي.