• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېرو ۲۴ساعتونو کې پر کونړ د پاکستان په بریدونو کې دوه کسه وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۰۷ GMT+۰

په کونړ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې پاکستان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه ولایت پر څلورو ولسوالیو مرورې، سرکاڼو، شیلتن او ناړۍ د درنو وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي. د یاد ریاست په وینا؛ د دغه بریدونه له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

دغه ریاست زیاته کړې، چې په ټولیز ډول پاکستاني پوځيانو پر یادو څلورو ولسوالیو د درنو وسلو ۸۰ مرمۍ ویشتلې او دوه ځله یې د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. دغه ریاست وایي، د طالبانو سرحدي ځواکونو هم د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند نواپاس سیمه کې پر پاکستاني پوستو د ټانک ډزې کړې او د هغوی درې پوستې یې ویجاړې کړې او یو پاکستانی سرتېری یې وژلی دی.

له بل پلوه په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰
ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي
100%

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې. کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرول کېدای شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.

اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي د پاکستان او افغانستان په ګډون سیمه‌ییزه غونډه جوړه کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۰
اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي د پاکستان او افغانستان په ګډون سیمه‌ییزه غونډه جوړه کړي
100%

د پاکستان د ملي اسمبلۍ د اپوزیسیون مشر محمودخان اڅکزي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د پاکستان، افغانستان او ګاونډیو هېوادونو یوه سیمه‌ییزه غونډه راوبولي؛ څو د یو بل په کورنیو او سیاسي چارو کې د لاس‌وهنې مخنیوی تضمین شي او سیمه‌ییز امنیت او ثبات خوندي پاتې شي.

اڅکزي پرون د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرۍ په چوکاټ کې د بلوچستان په پښین ښار کې په یوې غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پاکستان له یوه کړکېچن حالت سره مخ دی او دغه وضعیت د سیمه‌ییزو شخړو له امله ورځ تر بلې خرابېږي.

هغه دارنګه وویل، امریکا او اسراییل بې‌ځایه په ایران برید کړی او د اسلامي هېوادونو له ډلې څخه یوازې افغانستان د ایران ملاتړ کړی دی. نوموړي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي وغوښتل، چې د پاکستان، افغانستان او ګاونډیو هېوادونو غونډه راوبولي؛ څو د یو بل په چارو کې د لاس‌وهنې مخنیوی تضمین شي.

اڅکزي وړاندیز وکړ، چې د ملي حکومت له جوړېدو وروسته باید یو خپلواک او حاکم ټاکنیز کمېسیون هم رامنځته شي؛ ترڅو د نړۍوالو اصولو له مخې ازاده او عادلانه ټاکنې ترسره شي. هغه ټینګار وکړ، چې ریښتینې ډیموکراسي، د اساسي قانون برلاسي او د پارلمان حاکمیت د هېواد د ستونزو د حل لپاره اړین دي.

هغه د پاکستان پر حکومت هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د ۲۰۲۴کال د فبرورۍ ۸مې ټاکنې ناقصې وې او موخه یې د عمران خان له واک څخه لرې کول وو. اڅکزی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د تحریک تحفظ ایین پاکستان مشر هم دی، یو وار بیا د عمران خان پر ملاتړ ټینګار وکړ او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل، د ګوند مشران له هغه او د هغه له کورنۍ سره ولاړ دي. اڅکزي وویل، چې دوی د پوځ یا استخباراتي ادارو ضد نه‌دي؛ خو ټولې ادارې باید د خپلو بنسټیزو حدودو دننه عمل وکړي. هغه له سیاسي او مذهبي ګوندونو هم غوښتنه وکړه، چې سره یو شي.

د طالبانو پوهنې وزارت: نږدې ۳۳زره کډوال ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰
د طالبانو پوهنې وزارت: نږدې ۳۳زره کډوال ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله تر دې مهاله له بېلابېلو هېوادونو څخه ستانه شوي ۳۲زره او ۸۰۰ ماشومان یې په ښوونځي کې شامل کړي. نوموړي زیاته کړې، چې له دغه ماشومانو د سویې ازموینې اخیستل شوې او اړونده ټولګیو ته ورپېژندل شوي دي.

هغه وایي: «یادو ماشومانو ته چې له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي، د سویې د تثبیت بهیر په معیاري او منظم ډول ترسره کېږي؛ څو هر زده‌کوونکی د خپلې مخکېنۍ تعلیمي کچې له مخې په اړوند ټولګي کې جذب شي او د زده‌کړو بهیر یې له ځنډ او خنډ پرته دوام ومومي».

د هغه په وینا؛ د ستنو شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو «ښوونیز ادغام له ملي لومړیتوبونو» څخه دی او په دې برخه کې به لا نورې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي دا نه‌ده روښانه کړې، چې په ښوونځیو کې په شامل شویو ماشونو کې نجونې شته او کنه.

افغانستان ته ستنې شوې کورنۍ د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په برخه کې لویې اندېښنې لري. دغه کورنیو وړاندې له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له ښوونیز نصاب نیولې تر چاپېریال، د تدرېس پر ډول، د ماشوم پر فکر او ځان جوړونې او ورته نورو برخو کې د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دي. دغه کورنۍ د نجونو لپاره د زده‌کړو بندیز د هغوی د راتلونکې لپاره یوه بله لویه ننګونه ګڼي.

د اختر په ورځو کې؛ په کندوز او لوګر کې ټرافیکي پېښو ۱۳ کسان مړه او ۵۷۷ نور ټپیان کړي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰
د اختر په ورځو کې؛ په کندوز او لوګر کې ټرافیکي پېښو ۱۳ کسان مړه او ۵۷۷ نور ټپیان کړي دي
100%

په کندوز کې د طالبانو روغتیا ریاست او په لوګر کې د یادې ډلې امنیې قوماندانۍ ویلي، د کوچني اختر په ورځو کې په دواړو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله لږترلږه ۱۳ کسان مړه او ۵۷۷ نور ټپیان شوي چې ډېری پېښې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او چټک مزل له امله رامنځته شوې دي.

په کندوز کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول ولید رحیمي ویلي، چې د اختر په ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰ کسان مړه او ۵۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د دغه پېښو ټول ټپیان د کندوز مرکز او د ولسوالیو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

بل‌خوا په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ویلي، چې په دغه ولایت کې هم د کوچني اختر په ورځو کې ۲۰ ټرافیکي پېښې شوې دي. د هغه په وینا؛ په دغه پېښو کې ۳ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

شهادت ورځپاڼه: حزب اسلامي په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰
شهادت ورځپاڼه: حزب اسلامي په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي
100%

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوندې "شهادت" ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ته په اشارې ویلي، چې دغه ګوند په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي. په راپور کې راغلي، چې حزب اسلامي پر ملکي افغانانو بمباري په کلکه غندي.

همداراز ویل شوي، چې یاد ګوند له ټولو خواوو غواړي، څو د کړکېچ د هواري لپاره د زور پر ځای پر ډیپلوماتیکو لارو چارو تمرکز وکړي. په راپور کې زیاته شوې، چې حزب اسلامي پر بین‌الافغاني خبرو اترو باور لري او د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي، چې د افغانانو رښتیني استازي په‌کې ګډون ولري.

د حزب اسلامي له قوله دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له څه مودې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او په وروستیو کې یې د درملنې لپاره مالیزیا ته هم سفر کړی و.