په کویټه کې یوشمېر افغان کډوالو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې د ښار په سړکونو او کوڅو کې د پولیسو د پرلهپسې ځورونې څخه ستړي شوي. افغان کډوال محمد اشرف وايي: «موږ سره ډېر ناوړه چلند کېږي. موږ نهشو کولی چې کار ته ولاړ شو، د ښار په هره کوڅه کې راته پولیس ولاړ وي او ان ماشومان هم نیسي او بیا یې په پیسو خوشې کوي».
د اشرف په خبره؛ د دغه ستونزو له کبله افغانستان ته د تګ لپاره چمتو دی. هغه زیاته کړه: «اوس دلته ژوند ډېر تریخ دی نور نه غواړو، چې دلته ژوند وکړو. اوس یوازې دې ته په تمه یو، چې د ګاډي کرایه وموندو؛ ځکه د ګاډو کرایې هم ډېرې لوړې دي او وس یې نهلرو».
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زیري بیا په دې اړه افغانستان انټرنشنل - پښتو ویلي، چې «له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او ظلم د پښتنو پر وړاندې د پاکستان ریاست پرېکړه او د افغان سره دوښمني ده».
هغه زیاته کړه: «۴۷ کاله پخوا ریاست دغه کډوال راوستل او دوی ته یې د مجاهد نوم ورکړ او افغانستان يې پرې ویجاړ کړ؛ خو اوس هغه نسل مړ دی دلته چې کوم افغان کډوال استوګن دي هغه دلته زېږېدلي. د پاکستان د ۱۹۵۱ قانون یوه ماده د پاکستان د تابعیت په اړه روښانه دا وايي، کوم ماشوم چې په پاکستان کې زېږېدلی وي؛ هغه د پاکستان اوسېدونکی ګڼل کېږي».
د نوموړي په خبره؛ ریاست له خپل قانونه سرغړونه کوي. نوموړي زیاته کړې، پاکستان له نړۍ نه د افغان کډوالو په نوم پيسې واخيستې او خپله دفاع يې پرې پیاوړې کړه.
بل خوا بیا د بلوچستان سر وزیر سرفراز بګټي د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه یوې خبري ناستې ته د وینا پرمهال ویلي و: «د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د ریاست پرېکړه ده او کډوال به په عزت سره بېرته خپل هېواد ته ولېږدول شي».
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانې شخړې له پیل سره سم د بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ په دوامداره توګه پیل شوې.