د ایران د بریدونو له امله نړۍ هره ورځ د ۱۱ میلیونه بېلره تېلو له کمښت سره مخ ده

د فرانسې د مالیې وزیر خبرداری ورکړی، چې پر فارس خلیج د ایران د غچ اخیستونکو بریدونو له امله د سیمې نږدې ۴۰ سلنه چاڼځایونه ویجاړ شوي، چې له امله یې نړۍ هره ورځ د ۱۱ میلیونه بېلره تېلو له بېساري کمښت سره مخ ده.
د فرانس ۲۴ د راپور لهمخې، نوموړي خبرداری ورکړی چې د زیانمن شویو تاسیساتو بیارغونه ښايي تر درېیو کلونو وخت ونیسي او د هغو واحدونو بیا فعالول چې په بېړني ډول تړل شوي، هم به څو میاشتې وخت ونیسي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د اروپايي ټولنې د هېوادونو چارواکي د انرژۍ د کړکېچ د حل لپاره په هڅو بوخت دي. د ایټالیا لومړۍ وزیره جورجیا ملوني دا مهال د انرژۍ په اړه د بېړنیو خبرو اترو لپاره الجزایر ته په سفر تللې ده، ترڅو د هغو ګازو رسول تضمین کړي چې هېواد یې له قطر څخه د مایع ګاز د وارداتو د کمښت د جبرانولو لپاره ورته اړتیا لري.
برېتانیا او جرمني هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د انرژۍ دغه کړکېچ پاکې انرژۍ ته د دوی د لېږد بهیر ګړندی کړی دی.
ورته مهال، د اروپا د مرکزي بانک مشرې کرېسټین لاګارډ ډاډ ورکړ چې دغه بنسټ په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله د رامنځته شوي انفلاسیون د شاکونو د مخنیوي لپاره بېلابېلې وسیلې لري او ټینګار یې وکړ، چې پالیسي جوړونکي به د «شک له امله د بېوسۍ» ښکار نهشي.
