د اختر په لومړيو درېیو ورځو کې؛ په بلوچستان کې ۵۱۴ ټرافیکي پېښې شوې دي

د اختر په لومړیو درېیو ورځو کې د بلوچستان پر لویو لارو د ټرافيکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۷۴۹ نور ټپیان شوي دي. په بلوچستان کې د روغتیا بېړنیو خدمتونو مرکز وایي، چې د اختر په ورځو کې د دغه ایالت په بېلابېلو ولسوالیو کې ټولې ۵۱۴ ټرافیکي پېښې شوې دي.
