• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې د وسله والو یو قوماندان وژل شوی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۰ GMT+۰

د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک بازار ته نږدې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې یو محلي وسله وال قوماندان وژل شوی دی. ځایي سرچینو د وژل شوي قوماندان نوم ذاکر یاد کړی دی.

ځایي سرچینې وایي چې وژل شوي کس د پکتیکاله ګومل ولسوالۍ سره تړاو درلود.

نوموړی مخکې د پاکستاني طالبانو د قوماندان ملا هنر د ډلې غړی و، چې اوس مهال یې مشري قوماندان شمشاد کوي.

سرچینې زیاتوي چې ذاکر په ۲۰۲۳ کال کې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره یو ځای شوی و او د همدې ډلې برخه ګرځېدلی و. هغه زیاتره په زرملن او ګل کڅ سیمو کې فعالیت درلود.

همدارنګه ویل کېږي چې دوه ورځې وړاندې هم په یوه برید کې ښکېل و، چې کاکړ نومی کس پکې وژل شوی و.

تر اوسه پورې د پېښې په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو او پاکستاني طالبانو رسمي دریځ نه دی خپور شوی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د شمالي وزیرستان د کابل خیل قبیلې بازار د جګړو له امله سقوط شوی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۴۱ GMT+۰

د شیواه دروزنده بازار، چې د کابل خیل قبیلې په مالي سرچینو جوړ شوی و، په چټکۍ سره د سیمه‌ییز پرمختګ نښه وګرځېد. د سیمې د نجونو لپاره د لومړي ځل لپاره دلته ښوونځی پرانیستل شو، روغتیايي مرکزونه جوړ شول او نوې دندې برابرې شوې، خو جګړو او د حکومت نه همکارۍ دغه بازار اوس سقوط کړی.

دغه بازار چې د کابل خیل قبیلې په نوښت جوړ شوی و، په لنډ وخت کې یې ښه پرمختګ کړی و.

بازار د کابل خیل قبیلې د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم د اسانتیا مرکز و.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د لومړي ځل لپاره دلته د نجونو لپاره ښوونځی جوړ شو، کلینیکونه جوړ شول، خلکو ته روزګار پیدا شو او د کابل خیل قبیلې اړتیاوې همدلته په اسانه پوره کېدې.

100%

د سرچینو په وینا، « دا حالت په سیمه کی ښکیلو ډلو ته د منلو وړ نه و، ځکه هر څو ورځې وروسته بازار د جګړې په ډګر بدلېده او خلک په پای کې اړ شول، چې خپل کاروبارونه او حتا کورونه پریږدي».

اوس دغه بازار تړلی دی او د پخوا په څېر پکې پېر او پلور نه کیږي.

یوې سیمه ییزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سیمې او خلکو په ګټه اوچتېدونکي غږونه د ښکیلو خواوو له خوا غلي کیږي او زلمیان اړ وځي، چې یا غلي پاتې شي او یا هم د سر خوندي کولو لپاره له سیمې ووځي.

100%

تازه د شمالي وزیرستان د ولسوالۍ ادارې د شپې له خوا پرتګ راتګ د بندیز د دوام پرېکړه هم کړې ده.

د ولسوالۍ د ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مارچ له ۲۵مې څخه به په ټولې ولسوالۍ کې هره ورځ د شپې له ۱۰:۰۰ بجو څخه تر سهار ۶:۰۰ بجو پورې د خلکو پر تګ راتګ بندیز نافذ وي.

100%

سیمه ییز چارواکي وایي چې دا اقدام د سیمې د امنیت د ښه والي او د هر ډول ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره اخیستل شوی دی.

خو عام خلک نیوکه کوي، چې له مکررو عملیاتو وروسته لا هم ددوی سیمې د وسله والو له حضور او ګرځبندیزونو خوندي نه دي.

100%

شمالي وزیرستان د خیبر پښتونخوا ایالت په هغو ولسوالیو کې شمېرل کیږي، چې د ناامنیو ګڼ رپوټونه ترې خپریږي.

د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د شمالي وزیرستان د اتحادالمجاهدین ډله او د ټي ټي پي غړي په دې سیمه کې وخت ناوخت له حکومتي ځواکونو سره نښتې کوي.

د خېبر پښتونخوا لپاره خپرېدونکې "مشال راډیو" د بودجې د کمښت له امله تړل کېږي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰

ازادې اروپا/ازادۍ راډیو اعلان کړی، چې د خپلو دوو څانګو فعالیتونه چې په‌کې د خېبر پښتونخوا لپاره د پښتو ژبې "مشال راډیو" او د مقدونیې څانګه شاملې دي، د روانې مارچ میاشتې تر پایه بندوي. د دوی په خبره، دا پرېکړه د بودجې د محدودیتونو او د سرچینو د کمښت له امله شوې ده.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو عمومي رییس سټیو کاپوس ویلي: «د دې دوو څانګو تړل کېدل د هغو اورېدونکو لپاره یو لوی زیان دی چې ترې ګټه اخلي. خو د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو اوسنی مالي وضعیت موږ اړ باسي چې د خپلو سرچینو د وېش په اړه له سره غور وکړو».

هغه زیاته کړې، چې دا پرېکړه د دغو دواړو څانګو د ټیمونو د هڅو، کار او د هغوی د لوړو مسلکي معیارونو په ژورې ارزونې سره شوې ده.

مشال راډیو په وروستیو کلونو کې په پښتو ژبه پر ډیورنډ کرښه د قبایلي سیمو اړوند موضوعات تر پوښښ لاندې راوستي او د دغو سیمو د خلکو لپاره د مهمو او باور وړ خبرونو له سرچینو څخه ګڼل کېده. د دې رسنۍ تړل کېدل کېدای شي په دغو سیمو کې خپلواکو معلوماتو ته د لاسرسي پر کچې اغېز وکړي.

یاده رسنۍ چې د امریکا له لوري یې مالي لګښت ورکول کېده، په پاکستان کې یې خپرونې تر سختو بندیزونو لاندې وې او ان څو ځله یې خبریالانو باندې محدودیتونه هم لګول شوي دي. همداراز د یادې راډیو وېب‌سایټ هم په پاکستان کې تړل شوی و.

سهیل اپریدی: د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا پټې پالیسۍ د منلو وړ نه دي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۳ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا جوړېدونکې پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او همداراز یې زیاته کړې چې پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی.

نوموړي دا څرګندونې په پښین کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه د پاکستان پر حکومتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې عام وګړي د دغه هېواد حقیقي مالکان دي.

اپریدي وویل، کله چې دوی د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو نیوکه کوي، ورته ویل کېږي چې «افغانستان ته لاړ شئ»، او کله چې د ایران په اړه د ولس او پارلمان د نظر اخېستلو غوښتنه کوي، ځواب ورکول کېږي چې «ایران ته لاړ شئ.»

هغه په توندو ټکو وویل: «ایا دا پاکستان ستاسو د پلار دی؟ دا پاکستان زما دی او زه یې مالک یم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان عام وګړي خپله «ریاست» دي او هېڅوک حق نه لري چې د خلکو د پوښتنو په ځواب کې هغوی ته د هېواد پرېښودلو خبره وکړي.

په جنوبي وزیرستان کې د یوه سیمه ییز قومي مشر د کورنۍ درې غړي وژل شوي

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان ولسوالۍ د اعظم ورسک په کالوشه سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو د ملک سردار علي د کورنۍ د غړو پر موټر برید کړی، چې له امله یې د یوه افغان په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، برید هغه مهال وشو چې د یادې کورنۍ غړي په موټر کې روان وو.

ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

سیمه ییز خبریال لعل وزیر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ملک سردار علی په قام زلي خیل دی او جنوبي وزیر ستان د سوداګرو اتحادیې مشر هم پاتی شوی. په برید کې وژل شوی افغان د مل سردار علي ساتونکی بلل شوی.

کالوشه چې په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۷ کلونو کې د ازبک جنګیالیو مرکز و، د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر نیک محمد وزیر ټاټوبی ګڼل کیږي.

په وروستیو کې په شمالي او سویلي وزیرستان کې ورته پېښې زیاتې شوې دي، چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي وي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو له امله اندېښمن دي او ادعا کوي چې موجوده اداره د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلې ده.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

په خیبر پښتونخوا کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور سرتیري ټپیان شوي

۲۹ کب ۱۴۰۴ - ۲۰ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۸ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند د باړې په شينکو سيمه کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې یو پاکستانی افسر وژل شوی او څلور نور سرتیري ټپیان شوي دي.

سرچینو ویلي، چې د خیبر ولسوالۍ د چټک غبرګون ځواکونو د شینکو په سیمه کې د وسله والو د شتون په اړه د پلټنې د عملیاتو پرمهال له وسله والو سره نښته رامنځته شوي، چې له امله یې د چټک غبرګون یو افسر وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

په یاده نښته کې د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.

امینیتي چارواکو ویلي، چې په سیمه کې اوس هم د پلټنې عملیات دوام لري.