د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د خواله رسنیو له رامنځته کېدو څخه تر ۲۰ کلونو ډېر وخت تېرېږي او دا پرېکړه په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو پراخو هڅو لپاره یو مهم بدلون ثابتېدای شي، چې د ماشومانو او ځوانانو پر رواني روغتیا د دغو پلټفارمونو د ناوړه اغېزو پر وړاندې روانې دي.
د لاس انجلس محکمې قاضي کارولین کول وویل، چې د دغو شرکتونو لپاره د جریمو کچه به په بل پړاو کې وټاکل شي. اوسمهال منصفه پلاوی دا ارزونه کوي، چې ایا د ګوګل او مېټا محصولاتو (لکه یوټیوب او انسټاګرام) دعوه کوونکې ته فزیکي زیان رسولی او که نه او دا چې ایا یادو شرکتونو د خپلو کاروونکو روغتیا له پامه غورځولې ده که څنګه.
دا قضیه د «کېلي» په نوم پر یوې شل کلنې ښځې پورې تړاو لري، چې د دغې دعوې د پیل پر مهال تر قانوني عمر کمه وه. هغې ادعا کړې، چې یوټیوب او انسټاګرام د خپلو جاذبو طرحو له امله نوموړې دې ته اړ کړې چې په دې اپلېکېشنونو روږدې شي. د منصفه پلاوي وموندله چې ګوګل او مېټا د دواړو اپلېکېشنونو د منفي پایلو په مخنیوي کې غفلت کړی او د هغوی د خطرونو په اړه یې هېڅ ډول خبرداری نه دی ورکړی.
د دعوې کوونکې له وکیلانو څخه یوه وویل، چې د نن ورځې د محکمې پرېکړه دا ښيي چې د ټولنیزو رسنیو د مالکانو د ځواب ویلو وخت رارسېدلی دی. د مېټا ویاند ویلي، چې دا شرکت له دې پرېکړې سره مخالفت لري او وکیلان یې د «قانوني انتخابونو ارزونه» کوي.
د ګوګل ویاند خوزه کاستانېدا په خبره چې دا شرکت غواړي د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.
د دعوې کوونکې وکیلانو په دې قضايي بهیر کې په لاس انجلس کې د «منځپانګې» پر ځای د «پلاټفارم پر طرحه» تمرکز وکړ، چې دې کار د شرکتونو لپاره له قانوني مسوولیت څخه تېښته لا سخته کړه. د ټکنالوژۍ د برخې شنونکي ګیل لوریا دا پرېکړه د مېټا او ګوګل لپاره یو شاتګ وباله او ویې ویل، چې اوس به دا شرکتونه اړ وي چې له خپلو کاروونکو لا زیاته ساتنه وکړي.
د سنپ او ټیکټاک شرکتونه هم په دې محکمه کې تورن وو، خو دواړو د محاکمې له پیل مخکې له دعوې کوونکې سره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغو هوکړو شرایط نه دي افشا شوي.
د محاکمې په بهیر کې د دعوې کوونکې وکیلانو هڅه وکړه، چې وښيي مېټا او ګوګل په قصدي ډول ماشومان هدف ګرځولي او په خپلو پرېکړو کې یې ګټه د هغوی پر خوندیتوب لومړیتوب ورکړی دی. د منصفه پلاوي غړو د دغو شرکتونو داخلي اسناد هم ولیدل، چې پهکې ښودل شوې وه څنګه مېټا او ګوګل د ځوانو کاروونکو د جذب لپاره هڅې کړې دي.
د نیوکو زیاتوالی
په امریکا کې لویو ټکنالوژیکي شرکتونو په تېره یوه لسیزه کې د ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو او ځوانانو د خوندیتوب په اړه له زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوي دي. په همدې حال کې، اسټرالیا له لومړنیو هېوادونو څخه وه چې د قانوني عمر څخه کم کسانو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل. دا طرحه په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم تر ارزونې لاندې ده.
تمه کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو د روږدي کېدو په اړه یوه بله جلا قضیه چې د څو ایالتونو لهخوا د ټکنالوژۍ شرکتونو پر وړاندې وړاندې شوې، د روان دوبي په موسم کې د کلفورنیا د اوکلنډ په فدرالي محکمه کې واورېدل شي.
مټیو برګمن چې د دغو قضیو له وکیلانو څخه دی، وویل چې یوه بله ایالتي محکمه هم ټاکل شوې چې د جولای په میاشت کې په لاس انجلس کې د انسټاګرام، یوټیوب، ټیکټاک او سنیپچټ پر وړاندې شکایتونه وڅېړي.