• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د محکمې پرېکړه: خواله رسنۍ ځوانانو ته د زیان رسولو مسوولې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۱۶ GMT+۰

د امریکا د کلیفورنیا ایالت یوه قاضي د چهارشنبې په ورځ په یوې تاریخي پرېکړه کې اعلان وکړ، چې د ګوګل او مېټا شرکتونه د داسې پلټفارمونو د جوړولو مسوول دي چې د ځوانانو لپاره خطرناک بلل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د خواله رسنیو له رامنځته کېدو څخه تر ۲۰ کلونو ډېر وخت تېرېږي او دا پرېکړه په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو پراخو هڅو لپاره یو مهم بدلون ثابتېدای شي، چې د ماشومانو او ځوانانو پر رواني روغتیا د دغو پلټفارمونو د ناوړه اغېزو پر وړاندې روانې دي.

د لاس انجلس محکمې قاضي کارولین کول وویل، چې د دغو شرکتونو لپاره د جریمو کچه به په بل پړاو کې وټاکل شي. اوسمهال منصفه پلاوی دا ارزونه کوي، چې ایا د ګوګل او مېټا محصولاتو (لکه یوټیوب او انسټاګرام) دعوه کوونکې ته فزیکي زیان رسولی او که نه او دا چې ایا یادو شرکتونو د خپلو کاروونکو روغتیا له پامه غورځولې ده که څنګه.

دا قضیه د «کېلي» په نوم پر یوې شل کلنې ښځې پورې تړاو لري، چې د دغې دعوې د پیل پر مهال تر قانوني عمر کمه وه. هغې ادعا کړې، چې یوټیوب او انسټاګرام د خپلو جاذبو طرحو له امله نوموړې دې ته اړ کړې چې په دې اپلېکېشنونو روږدې شي. د منصفه پلاوي وموندله چې ګوګل او مېټا د دواړو اپلېکېشنونو د منفي پایلو په مخنیوي کې غفلت کړی او د هغوی د خطرونو په اړه یې هېڅ ډول خبرداری نه دی ورکړی.

د دعوې کوونکې له وکیلانو څخه یوه وویل، چې د نن ورځې د محکمې پرېکړه دا ښيي چې د ټولنیزو رسنیو د مالکانو د ځواب ویلو وخت رارسېدلی دی. د مېټا ویاند ویلي، چې دا شرکت له دې پرېکړې سره مخالفت لري او وکیلان یې د «قانوني انتخابونو ارزونه» کوي.

د ګوګل ویاند خوزه کاستانېدا په خبره چې دا شرکت غواړي د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

د دعوې کوونکې وکیلانو په دې قضايي بهیر کې په لاس انجلس کې د «منځپانګې» پر ځای د «پلاټفارم پر طرحه» تمرکز وکړ، چې دې کار د شرکتونو لپاره له قانوني مسوولیت څخه تېښته لا سخته کړه. د ټکنالوژۍ د برخې شنونکي ګیل لوریا دا پرېکړه د مېټا او ګوګل لپاره یو شاتګ وباله او ویې ویل، چې اوس به دا شرکتونه اړ وي چې له خپلو کاروونکو لا زیاته ساتنه وکړي.

د سنپ او ټیک‌ټاک شرکتونه هم په دې محکمه کې تورن وو، خو دواړو د محاکمې له پیل مخکې له دعوې کوونکې سره هوکړې ته رسېدلي دي. د دغو هوکړو شرایط نه دي افشا شوي.

د محاکمې په بهیر کې د دعوې کوونکې وکیلانو هڅه وکړه، چې وښيي مېټا او ګوګل په قصدي ډول ماشومان هدف ګرځولي او په خپلو پرېکړو کې یې ګټه د هغوی پر خوندیتوب لومړیتوب ورکړی دی. د منصفه پلاوي غړو د دغو شرکتونو داخلي اسناد هم ولیدل، چې په‌کې ښودل شوې وه څنګه مېټا او ګوګل د ځوانو کاروونکو د جذب لپاره هڅې کړې دي.

د نیوکو زیاتوالی

په امریکا کې لویو ټکنالوژیکي شرکتونو په تېره یوه لسیزه کې د ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو او ځوانانو د خوندیتوب په اړه له زیاتېدونکو نیوکو سره مخ شوي دي. په همدې حال کې، اسټرالیا له لومړنیو هېوادونو څخه وه چې د قانوني عمر څخه کم کسانو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو کارول منع کړل. دا طرحه په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم تر ارزونې لاندې ده.

تمه کېږي، چې د ټولنیزو رسنیو د روږدي کېدو په اړه یوه بله جلا قضیه چې د څو ایالتونو له‌خوا د ټکنالوژۍ شرکتونو پر وړاندې وړاندې شوې، د روان دوبي په موسم کې د کلفورنیا د اوکلنډ په فدرالي محکمه کې واورېدل شي.

مټیو برګمن چې د دغو قضیو له وکیلانو څخه دی، وویل چې یوه بله ایالتي محکمه هم ټاکل شوې چې د جولای په میاشت کې په لاس انجلس کې د انسټاګرام، یوټیوب، ټیک‌ټاک او سنیپ‌چټ پر وړاندې شکایتونه وڅېړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اکسیوس: ټرمپ تېره اوونۍ د نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړ چې ګواکې ایرانیان دې سړکونو ته راووځي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰

اکسیوس د لوړپوړو امریکایي چارواکو او یوې اسراییلي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړی، چې له مخې یې دواړه هېوادونه په ګډه له ایرانیانو وغواړي چې سړکونو ته راووځي او خپل حکومت نسکور کړي.

د راپور له‌مخې، نتنیاهو په یوه ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ ته ویلي وو چې د ایران حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی او دا یو مناسب فرصت دی چې لا ډېر بې‌ثباته کړل شي. هغه وړاندیز کړی و، چې دواړه لوري دې د ایران له خلکو وغواړي څو سړکونو ته راووځي.

یوه امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي، ټرمپ ورته په ځواب کې ویلي: «ولې باید له خلکو وغواړو چې سړکونو ته راووځي، په داسې حال کې چې هغوی به یوازې ووژل شي؟».

اکسیوس لیکلي، چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې انتظار وباسي او وګوري چې ایا د چهارشنبې د جشن پر مهال به د ایران خلک سړکونو ته راووځي او که نه. خو راپورونه ښيي، چې یوازې لږ شمېر خلک سړکونو ته وتلي وو؛ هغه موضوع چې امریکایي او اسراییلي چارواکو د حکومت د احتمالي غبرګون له وېرې سره تړلې بللې ده.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې اسراییل د ولسي پاڅون لپاره د شرایطو برابرول خپل له اساسي موخو څخه ګڼي، امریکایي چارواکي وایي ټرمپ د ایران د حکومت بدلون ته تر ډېره د یو «اړخیزې پایلې» په توګه ګوري او په عین وخت کې د ډیپلوماټیکې لارې سره هم لېوالتیا لري.

عباس عراقچي: هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: «لکه څنګه چې موږ وړاندې ویلي وو جګړه به سیمې ته وغځېږي او همداسې وشول. ایران یې پر وړاندې ودرېد او اوس دا سیمه ده چې له ستونزو سره مخ ده، نه ایران».

عراقچي زیاته کړې: «دا چې اوس د مذاکرې خبرې کوي، دا پر ماتې اعتراف دی؛ دوی خو ویل چې بې قید او شرطه تسلیمي؟ نو ولې اوس خپل لوړپوړي چارواکي راټولوي چې مذاکره وکړي. هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي.

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې امریکا خپلو جنګي موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده.

عراقچي وایي: « ګاونډیو هېوادونو ته زما پیغام دا دی چې له امریکا واټن واخلي».

عراقچي ویلي، چې تهران نړۍ ته وښودله چې «هېڅ هېواد نه‌شي کولای د دوی امنیت وګواښي. نړۍ ته مو وښودله چې څوک نه‌شي کولای له ایران سره ځان په جنجال کې واچوي. زموږ له ګټو سره لوبه کول درنې پایلې لري. دوښمن باید داسې درس واخلي چې بیا د برید هوس ونه‌کړي او د خلکو تاوانونه باید ورکړل شي».

همدارنګه نوموړي خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: «هر چېرې چې د امریکایانو ګټې تر لاسه کړو، برید به پرې وکړو؛ هر څوک چې په داسې برید کې شراکت وکړي، زموږ له نظره یو مشروع هدف ګڼل کېږي».

شهباز شریف پر قطر او د فارس خلیج پر هېوادونو بریدونه وغندل

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر نن ماښام د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره ټلیفوني خبرې وکړې. شهباز شریف په سیمه کې د روانو شخړو د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او پر قطر او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو شوي بریدونه یې په کلکه وغندل.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد یې په ځانګړې توګه په اوسنیو سختو شرایطو کې د قطر له دولت او ولس سره بشپړه همکاري او ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې شهباز شریف د روانو ترینګلتیاوو پر وړاندې د قطر د "پام وړ زغم" ستاینه وکړه او د دغه هېواد امیر ته یې د تاوتریخوالي کمولو او سولې ټینګښت په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان تل له ټولو لوریو غوښتنه کړې چې خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. له بلې خوا، د قطر امیر هم د سولې او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو مننه کړې.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په راتلونکو ورځو کې به له یو بل سره د سیمې وضعیت په تړاو نږدې اړیکه وساتي.

پاکستان د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او ترکیه یا اسلام اباد به د خبرو کوربه وي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او یا ترکیه یا پاکستان کولی شي د خلیج د جګړې د کمولو لپاره د خبرو کوربه وي.

دغه څرګندونې، چې د نوم نه ښودلو په شرط شوې، له هغو نادره نښو څخه دي چې ښيي تهران ممکن ډیپلوماټیک وړاندیزونه په پام کې ونیسي، سره له دې چې په عامه توګه وایي چې هېڅ خبرې نه دي روانې او د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره به هېڅ توافق نه کوي.

د ایران سرچینې د پاکستان له لارې د وړاندیز جزئیات نه دي شریک کړي او نه یې داهم ویلي چې ایا دا وړاندیز د امریکا د ۱۵ ټکو له چوکاټ سره ورته دی چې مخکې په راپورونو کې ذکر شوی و.

سرچینې وویل چې ترکیې هم د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کړې او «ترکیه یا پاکستان د دغو خبرو د کوربه توب لپاره په پام کې نیول شوي».

د خلیج هېوادونه وايي چې د ایران بریدونه ټوله سیمه ګواښي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د خلیج عربي هېوادونو د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې دوی د ایران له اړخه له یوه وجودي یا«شتونیز ګواښ» سره مخ دي. یادو هېوادونو پر خپلو بنسټیزو تاسیساتو د ایران بریدونه وغندل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي چې دغه بریدونه کېدای شي د جګړې جرمونه وبلل شي.

د کویټ استازي ناصر عبدالله الحیین شورا ته وویل، « موږ د نړیوال او سیمه‌ییز امنیت لپاره یو وجودي ګواښ وینو. دا تېریګر چلند نړیوال قانون او حاکمیت کمزوری کوي».

نورو خلیجي هېوادونو هم د ایران کړنې وغندلې او ویې ویل چې دا کارونه د وېرې خپرولو لپاره کېږي.

په دې ۴۷ کسیزه شورا کې به هېوادونه پر یوې پرېکړې رایې ورکړي چې د ایران بریدونه پکې غندل کېږي، له ایران څخه د تاوان غوښتنه کېږي او له ملګرو ملتونو غوښتل کېږي چې وضعیت وڅاري.

ایران د خپلو کړنو دفاع وکړه او ویې ویل چې تر اوسه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې له ۱۵۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

ایران همداراز د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې چې د جمعې په ورځ به و شي او پر یو ابتدایي ښوونځي شوی مرګونی برید به پکې وڅېړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک پر هېوادونو غږ وکړ چې د ایران جګړه پای ته ورسوي.