عباس عراقچي: هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: «لکه څنګه چې موږ وړاندې ویلي وو جګړه به سیمې ته وغځېږي او همداسې وشول. ایران یې پر وړاندې ودرېد او اوس دا سیمه ده چې له ستونزو سره مخ ده، نه ایران».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: «لکه څنګه چې موږ وړاندې ویلي وو جګړه به سیمې ته وغځېږي او همداسې وشول. ایران یې پر وړاندې ودرېد او اوس دا سیمه ده چې له ستونزو سره مخ ده، نه ایران».
عراقچي زیاته کړې: «دا چې اوس د مذاکرې خبرې کوي، دا پر ماتې اعتراف دی؛ دوی خو ویل چې بې قید او شرطه تسلیمي؟ نو ولې اوس خپل لوړپوړي چارواکي راټولوي چې مذاکره وکړي. هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي.
پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې امریکا خپلو جنګي موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده.
عراقچي وایي: « ګاونډیو هېوادونو ته زما پیغام دا دی چې له امریکا واټن واخلي».
عراقچي ویلي، چې تهران نړۍ ته وښودله چې «هېڅ هېواد نهشي کولای د دوی امنیت وګواښي. نړۍ ته مو وښودله چې څوک نهشي کولای له ایران سره ځان په جنجال کې واچوي. زموږ له ګټو سره لوبه کول درنې پایلې لري. دوښمن باید داسې درس واخلي چې بیا د برید هوس ونهکړي او د خلکو تاوانونه باید ورکړل شي».
همدارنګه نوموړي خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: «هر چېرې چې د امریکایانو ګټې تر لاسه کړو، برید به پرې وکړو؛ هر څوک چې په داسې برید کې شراکت وکړي، زموږ له نظره یو مشروع هدف ګڼل کېږي».