• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله د کـامدېش او بـرګمټال لارې تړلې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۰

د نورستان د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم د چارشنبې په ورځ تایید کړه چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو بریدونه کوي چې غواړي د کامدیش او برګمتال ولسوالیو ته داخل شي، له همدې امله د دغو دواړو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

صمیم وویل چې د طالبانو سیمه‌ییز مسوولین هڅه کوي د ترافیک لپاره بدیله لاره پرانیزي.

په سیمه کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د ناړۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه له غره نه ډزې کوي او موټر نه شي پر لاره تېرېدای.

د سرچینې په وینا، طالبانو له پارون نه متبادله لاره پیل کړې، خو ددې لارې نښلول ډېر وخت غواړي.

هم‌مهاله، یو پاکستاني چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونو په کورمه ولسوالۍ، انګور اډې او د بلوچستان په ځینو برخو کې په لوړو او ستراتېژیکو سیمو کې د څو سرحدي پوستو کنټرول ترلاسه کړی دی. دغه چارواکي وویل چې دا پوستې د خپل تاکتیکي موقعیت او د کرښې په اوږدو کې د ارزښت له امله نیول شوې دي.

د هغه په وینا، د دې پوستو د کنټرول هدف د سرحدي نفوذ مخنیوی او د زیان‌منو سرحدي سیمو امنیت ټینګول دي، نه د ځمکې نیول یا اشغال.

په نورستان کې د بې ثباتۍ په اړه اندېښنې

د وري په دویمه، د نورستان ولایت لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پاکستاني ځواکونو «ورځنیو مرمۍ توغولو» د کامدیش او برګمتال سرحدي ولسوالیو ته تګ راتګ ستونزمن کړی دی. د یوې سرچینې په وینا، په وروستیو بریدونو کې لسګونه طالبان په دغو دوو ولسوالیو کې وژل شوي دي.

دغه سرچینه د طالبانو د وژل شویو شمېر شاوخوا ۴۰ تنه ښيي، خو تر اوسه رسمي سرچینو دا شمېر نه دی تایید کړی.

د ځايي سرچینو په وینا، وروسته له هغې چې د نورګرام او برګمتال ولسوالیو کې یو شمېر طالبان ووژل شول، د طالبانو له یوې لوا څخه دوه کنډکه تازه ځواکونه نورګرام ته واستول شول او له هغه ځایه ختیځ نورستان ته ولېږدول شول. د دې اقدام هدف د سرحدي ولسوالیو د خالي کېدو مخنیوی بلل شوی دی. سرچینې وايي چې طالبانو له ډېرو ولسوالیو څخه نورګرام او برګمتال ته ځواکونه استولي دي.

د خوراکي توکو کمښت

د نورستان اوسېدونکي وايي چې شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي د ختیځ نورستان، په ځانګړي ډول د کامدیش او برګمتال ولسوالیو لارې د جګړو او د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله تړلې دي. د هغوی په وینا، دې حالت د خوراکي توکو سخت کمښت رامنځته کړی او د خلکو ژوند یې له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

یوې سرچینې وویل، چې د اوړو د یوې بوجۍ بیه له پنځو زرو افغانیو لوړه شوې ده.

طالبانو د چارشنبې په ورځ وویل، چې سیمې ته یې د چورلکو له لارې خوراکي او روغتیايي توکي استولي او ځینې ناروغان یې ننګرهار ولایت ته انتقال کړي دي.

د داعش د نفوذ اندېښنه

یوې ځايي سرچینې ویلي چې په دې سیمو کې د ځینو اوسېدونکو ترمنځ د سلفي فکرونو موجودیت او د طالبانو له‌خوا د ځینو دیني عالمانو د ځپلو له امله، د داعش ډلې د نفوذ لپاره زمینه برابره شوې ده. د هغه په وینا، د دې وضعیت دوام کولی شي په سیمه کې د بې‌ثباتۍ خطر لا زیات کړي.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې د کوچني اختر د لومړۍ ورځې له غرمې مخکې، د کامدیش ولسوالۍ د باغچې په سیمه کې پاکستاني ځواکونو پر یوه ملکي موټر د هاوان ډزې وکړې.

د هغه په وینا، په دې برید کې یوه ښځینه ډاکټره چې سحر نومېده له خپل څلور کلن زوی میهن سره سیند ته ولوېدل او مړه شول.

فطرت زیاته کړه چې د دوامدارو ډزو له امله د هغوی جسدونه د څه مودې لپاره پر ځای پاتې وو، خو بالاخره د جمعې په ورځ له غرمې وروسته د سیمې د خلکو او طالبانو په مرسته پلي یو خوندي ځای ته ولېږدول شول.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو له بنده خوشې شوی امریکایی وګړی ډېنس کویل امریکا ته ورسېد

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو له بنده خوشې شوی امريکايي وګړی ډينس کويل، چې طالبانو په افغانستان کې نږدې يو کال بندي کړی و، د طالبانو له بند څخه تر خوشې کېدو وروسته د چارشنبې په ماښام د امریکا ټېکساس ایالت ته ورسېد.

د ویډیوګانو او انځورونو له مخې، ۶۴ کلن کویل د سان انټونیو په یوه پوځي اډه کې له الوتکې ښکته کیږي او امریکایي چارواکي یې هرکلی کوي.

چارواکي وایي د هغه روغتیایي حالت ښه دی او له طبي معايناتو او لنډې پاملرنې وروسته به د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای شي.

طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په ځانګړي امر امریکايي بندي ډینس کویل خوشې کړی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه د یاد بندي د مور له لیک ور رسېدو وروسته شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو زویر امیر خان متقي ویلي، چې د هبت الله تر امر وروسته د طالبانو سترې محکمې د کویل د بند موده کافي وبلله او د هغه د خوشې کېدو پرېکړه یې وکړه. هغه زیاته کړې چې دوی هېڅوک د سیاسي فشار لپاره نه نیسي، بلکې د قانون د ماتولو په پایله کې محاکمه کېږي او د قضايي بهیر له بشپړېدو وروسته خوشې کېږي.

دغه امریکایی وګړی داسې مهال خوشې کیږي، چې لا هم د طالبانو په بند کې در نور امریکایان پاتې دي او متحده ایالاتو د خپلو وګړو د خوشې کولو په اړه واردمخه یادې ډلې ته خبرداری ور کړی دی.

طالبان وايي د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته یې بېړني طبي او خوراکي توکي ولېږدول

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د نورستان ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې د دغه ولایت کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته په چورلکو کې شاوخوا څلور ټنه خوراکي مواد، درمل، اکسېجن او نور اړین روغتیايي توکي لېږدول شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په وینا، دا مرستې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په هڅو او د طالبانو د عامې روغتیا او د دفاع وزارتونو په همکارۍ، شوې دي.

یادې قوماندانۍ زیاته کړې، د دې الوتنو پر مهال هغه اووه تنه ناروغان چې تازه یې جراحي عملیات شوي وو او روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ و، د لا ښې درملنې لپاره ننګرهار ولایت ته انتقال شوي دي.

طالبانو دغه بیړنی اقدام وروسته له هغې کړی چې د پاکستان له پوځ سره د وروستیو نښتو له امله د نورستان ختیځې ځمکنۍ لارې د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې تړل شوې دي.

د لارو تړل کېدو د سیمې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ کړي او اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.

په ورته وخت کې د نورستان عامې روغتیا ریاست خلکو ته ډاډ ورکړی چې د هر ډول بېړنیو حالاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي د ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیايي اړتیاوې پر وخت پوره کړي.

طالبانو د یوې بلې متبادلې لارې پر پرانېستلو هم کار پیل کړی، چې دوه له اړیکو بې برخې شوې ولسوالۍ بېرته سره ونښلوي.

په سیمه کې عام خلک وايي، چې پاکستاني ځواکونه په لوړو نقطو کې پوستې لري او لاندې پر سړک تېرېدونکي موټر په نښه کوي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس وايي افغانانو د هر زورور پر څټ پښې ایښې دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې «د خدای په مرسته افغانانو د هر زورور پر څټ پښې ایښې دي». هغه د طالبانو مشران «د فضیلت څښتنان» وبلل او ټینګار وکړ چې مشران یې وفادار دي او هېڅ امکان نشته چې له سرو کرښو تېر شي.

شیخ نورالحق په میدان وردګ ولایت کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، چې بریدګرو ته افغانانو ځواب ور کړی دی.

هغه ویلي، « که څوک تا ووهي او ته هم ځواب ورکړې، زړه دې درد نه کوي ځکه انتقام دی واخیست، خو که هغوی تا ووهي او ته هیڅ ځواب ورنه کړې، دا بیا ډېر درد لري».

نورالحق زیاته کړه چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو قربانیو رنګ راوړی دی.

هغه د طالبانو مشران «د فضیلت څښتنان» وبلل او ټینګار وکړ چې مشران یې وفادار دي او هېڅ امکان نشته چې له سرو کرښو تېر شي.

روم کې د افغانستان سفارت: ملګري ملتونه د طالبانو پر پالیسۍ د اغیزښندنې برخه کې پاتې راغلي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۳۹ GMT+۰

په روم کې د افغانستان سفارت د طالبانو له زندان نه د امریکايي وګړي ډېنېس کویل د خوشې کېدو هرکلی کړی او دا یې یو مثبت ګام بللی، خو وايي، چې ملګري ملتونه د طالبانو پر پالیسۍ د اغیزښندنې په برخه کې پاتې راغلي دي.

دغه سفارت ویلي چې ملګرو ملتونو او ښکېلو هېوادونو تر اوسه د طالبانو په دریځ کې د بدلون راوستلو په چاره کې پاتې راغلي او نه دي توانېدلي چې د یادې ډلې پر پالیسۍ اغېز وکړي.

طالبانو د سې شنبې په ورځ۶۴ کلن امریکايي وګړی ډېنېس کویل له زندان نه خوشې کړ.

په روم کې د افغانستان سفارت دا اقدام د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له خوا د امریکا د فشارونو او احتمالي سیاسي پایلو له وېرې سره تړلی بللی دی.

په هغې خبرپاڼه کې چې د یاد سفارت له خوا د چارشنبې په ورځ خپره شوې، راغلي چې میلیونونه افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او اقلیتونه، لا هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. د خبرپاڼې له مخې، په تېرو څلورو کلونو کې د زده‌کړې، کار او ازاد تګ راتګ په برخه کې د خلکو غوښتنې له پامه غورځول شوې دي.

سفارت همداراز ټینګار کړی چې د طالبانو د افراطي او منځلارو ډلو ترمنځ توپیر کول بې‌اساسه خبره ده او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې واضح دریځ ولري.

همدا راز، افغان الاصله امریکایي محمودشاه حبیبي د دوامدار بند په اړه اندېښنه ښودل شوې او د هغه او نورو امریکايي وګړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه شوې ده.

طالبانو په نفتي سکتور کې «له قانون نه د سرغړونې» په تور پر ۱۷ شرکتونو بندیز ولګاوه

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست خصوصي سکټور او سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې د نفتي توکو په سکټور کې له ۱۷ هغو فعالو شرکتونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه ونه کړي، چې ددوی په وینا، «له نافذه قوانینو او اصولو یې سرغړونه» کړې ده.

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست د چارشنبې په ورځ، د وري پر پنځمه، د یادو ۱۷ شرکتونو نومونه او اړوند جزئیات هم خپاره کړي دي.

دغه شرکتونه په دریو کټګوریو ویشل شوي چې هر یو یې د «جدي سرغړونو» له امله له فعالیت څخه منع شوي دي.

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست، رامز عمر، هامون محمود ملکي، امیر الطاف حلیمي، اذرخش افغان، عدنان رحمت زیبر عظیمي، سپهر زرنج، سها صفا او سپیدلاین شرکتونو نومونه تر بندیز لاندې شرکتونو په توګه یاد کړي دي.

د طالبانو د شرکتونو لوی ریاست دغو شرکتونو ته یوه میاشت وخت ورکړی، چې د خپلو نفتي توکو د جوپو نیمګړې ګمرکي چارې بشپړې کړي.

دغه ریاست خبرداری ورکړی، چې که د ورکړل شوي وخت له پای ته رسېدو سره سم، د نفتي توکو د جوپو اړوند پړاوونه طی نه شي د وارداتو حق نه لري.