• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په کونړ کې د پاکستان د هاوان برید له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۵۴ GMT+۰

په کونړ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان وایي، د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ په پاشنګر سیمه کې پر یوه ملکي کور د پاکستان پوځ هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله یې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپيان دي. نوموړي ویلي، چې په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دهقان د چهارشنبې په ورځ (د وري ۵مه) ویلي، چې یاده پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوې.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

۵

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو پوهنې وزارت: نږدې ۳۳زره کډوال ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰
د طالبانو پوهنې وزارت: نږدې ۳۳زره کډوال ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله تر دې مهاله له بېلابېلو هېوادونو څخه ستانه شوي ۳۲زره او ۸۰۰ ماشومان یې په ښوونځي کې شامل کړي. نوموړي زیاته کړې، چې له دغه ماشومانو د سویې ازموینې اخیستل شوې او اړونده ټولګیو ته ورپېژندل شوي دي.

هغه وایي: «یادو ماشومانو ته چې له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي، د سویې د تثبیت بهیر په معیاري او منظم ډول ترسره کېږي؛ څو هر زده‌کوونکی د خپلې مخکېنۍ تعلیمي کچې له مخې په اړوند ټولګي کې جذب شي او د زده‌کړو بهیر یې له ځنډ او خنډ پرته دوام ومومي».

د هغه په وینا؛ د ستنو شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو «ښوونیز ادغام له ملي لومړیتوبونو» څخه دی او په دې برخه کې به لا نورې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي دا نه‌ده روښانه کړې، چې په ښوونځیو کې په شامل شویو ماشونو کې نجونې شته او کنه.

افغانستان ته ستنې شوې کورنۍ د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په برخه کې لویې اندېښنې لري. دغه کورنیو وړاندې له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له ښوونیز نصاب نیولې تر چاپېریال، د تدرېس پر ډول، د ماشوم پر فکر او ځان جوړونې او ورته نورو برخو کې د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دي. دغه کورنۍ د نجونو لپاره د زده‌کړو بندیز د هغوی د راتلونکې لپاره یوه بله لویه ننګونه ګڼي.

د اختر په ورځو کې؛ په کندوز او لوګر کې ټرافیکي پېښو ۱۳ کسان مړه او ۵۷۷ نور ټپیان کړي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۰
د اختر په ورځو کې؛ په کندوز او لوګر کې ټرافیکي پېښو ۱۳ کسان مړه او ۵۷۷ نور ټپیان کړي دي
100%

په کندوز کې د طالبانو روغتیا ریاست او په لوګر کې د یادې ډلې امنیې قوماندانۍ ویلي، د کوچني اختر په ورځو کې په دواړو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله لږترلږه ۱۳ کسان مړه او ۵۷۷ نور ټپیان شوي چې ډېری پېښې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او چټک مزل له امله رامنځته شوې دي.

په کندوز کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول ولید رحیمي ویلي، چې د اختر په ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۰ کسان مړه او ۵۵۱ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د دغه پېښو ټول ټپیان د کندوز مرکز او د ولسوالیو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

بل‌خوا په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس ویلي، چې په دغه ولایت کې هم د کوچني اختر په ورځو کې ۲۰ ټرافیکي پېښې شوې دي. د هغه په وینا؛ په دغه پېښو کې ۳ کسان مړه او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

شهادت ورځپاڼه: حزب اسلامي په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۰
شهادت ورځپاڼه: حزب اسلامي په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي
100%

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي اړوندې "شهادت" ورځپاڼې د طالبانو او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ ته په اشارې ویلي، چې دغه ګوند په افغانستان کې روانه جګړه د ستونزو د حل مناسبه لار نه‌ګڼي. په راپور کې راغلي، چې حزب اسلامي پر ملکي افغانانو بمباري په کلکه غندي.

همداراز ویل شوي، چې یاد ګوند له ټولو خواوو غواړي، څو د کړکېچ د هواري لپاره د زور پر ځای پر ډیپلوماتیکو لارو چارو تمرکز وکړي. په راپور کې زیاته شوې، چې حزب اسلامي پر بین‌الافغاني خبرو اترو باور لري او د هغو مذاکراتو ملاتړ کوي، چې د افغانانو رښتیني استازي په‌کې ګډون ولري.

د حزب اسلامي له قوله دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له څه مودې راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی او په وروستیو کې یې د درملنې لپاره مالیزیا ته هم سفر کړی و.

طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۲۲ GMT+۰
طالبانو دوه پولنډي وګړي نیولي
100%

باوري سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې په دې وروستيو کې دوه پولنډي وګړي نيولي دي. ويل کېږي، چې دوی د سوداګرۍ په موخه افغانستان ته سفر کړی و. د راپورونو له‌مخې، دغو کسانو غوښتل له اروپا څخه افغانستان ته د موټرو د صادرولو فرصتونه وڅېړي.

د سرچينو په وينا، پولنډي وګړو په قطر کې د طالبانو له سفارت څخه خپلې ویزې ترلاسه کړې وې. تر اوسه پورې د دغو کسانو د نيولو دقيق لاملونه، د ساتلو ځای او يا هم د هغوی د حالت په اړه نور جزیيات نه دي خپاره شوي.

د پولنډ حکومت هم تر اوسه د دغو وګړو د وضعيت په اړه څه نه دي ويلي. د طالبانو چارواکو هم په رسمي ډول د دغو بهرنيو وګړو د نيولو په اړه کومه خبره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سې‌شنبه طالبانو يو امريکايي وګړی چې ډينس کويل نومېږي، له يو کال څخه تر زيات بند وروسته خوشې کړ. امريکايي چارواکو ټينګار کړی، چې طالبان له نيول شويو بهرنيو وګړو څخه د يرغمل نيونې د ډيپلوماسۍ د وسيلې په توګه کار اخلي.

یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۰
یوه پاکستاني سیاستوال د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو غوښتنه وکړه
100%

پاکستانی سیاستوال او پخوانی سناتور مشتاق احمد خان د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اوربند پر دوام ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې دا اوربند دې په تلپاتې سوله بدل شي. نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دواړو لوریو ترمنځ شوی اوربند تېره شپه پای ته رسېدلی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید دغه اوربند وغځوي او د سولې پر یو دايمي تړون دې یې بدل کړي. مشتاق احمد خان دا پوښتنه هم راپورته کړې: «که د اختر په ورځو کې یو بریالی اوربند شونی وي، نو ولې یو تلپاتې سوله‌ییز میکانیزم نه‌شي رامنځته کېدای»؟

هغه د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

دغه سیاستوال د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره لا جدي هڅې وکړي. هغه همدارنګه پر کابل واکمنو طالبانو باندې غږ کړی، چې په نېک نیت سره د سولې په بهیر کې د پرمختګ لپاره خپل چمتووالی وښيي.

نوموړي څرګنده کړه، چې سوله د دواړو هېوادونو ګډه اړتیا ده او د پاکستان او افغانستان امنیت په مستقیم ډول له یو بل سره تړلی دی. د هغه په وینا، د پولې دواړو غاړو ته ناامني کولی شي پراخ او هر اړخیز ویجاړۍ ته لاره هواره کړي.

مشـتاق احمد خان همدارنګه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید خپلې اندېښنې او اختلافونه د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي. هغه په پای کې د دواړو ملتونو ترمنځ د دیني، ژبنیو، کلتوري، تاریخي، جغرافیایي او قومي ګډو ارزښتونو په یادولو سره وپوښتل چې ایا دغه اړیکې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره کافي بنسټ نه‌شي کېدای که څنګه؟