• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو دفاع وزارت پر ډیورنډ کرښې د خپل بشپړ کنټرول خبر ورکړ

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۱۷ GMT+۰

د نورستان د دوو ولسوالیو د ځینو برخو د کنټرول د له لاسه وتلو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت‌الله خوارزمي اعلان وکړ، چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د دوی په کنټرول کې دي.

نوموړي وویل: «هېڅوک باید د افغانستان د خاورې د هېڅ یوې برخې په اړه اندېښمن نه وي».
خوارزمي د چهارشنبې په ورځ په اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو ځواکونه د هېواد د هرې لوېشتې خاورې دفاع او ساتنې ته ژمن دي او له پاکستان سره پر سرحدي پولو د دوی ځواکونه بشپړ کنټرول لري. هغه همداراز د ستونزمنو او سختو لارو پر ساتنې هم ټینګار وکړ.
دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم تایید کړه، چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو بریدونه کوي چې غواړي کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته ننوځي او له همدې امله د دغو ولسوالیو لارې د تګ‌راتګ پر مخ تړل شوې دي. هغه زیاته کړه چې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي هڅه کوي چې د تګ‌راتګ لپاره بدیلې لارې پرانیزي.
ورته مهال، یوه پاکستاني چارواکي د افغانستان انټرنشنل خبریال ته ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو په لوړو او ستراتیژیکو نقطو کې لکه د کُرم، انګور اډې او د بلوچستان د ځینو برخو په ګډون څو سرحدي پوستې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې د دې سیمو د نیولو څخه د پاکستان هدف د افغانستان د خاورې اشغال نه، بلکې د وسله‌والو د نفوذ مخنیوی او د خپلو زیانمنوونکو سیمو د امنیت خوندي کول دي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په تېر یوه کال د رېل پټلۍ له لارې ۵میلیونه او ۳۸۷ زره ټنه انتقالات شوي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۰
طالبان وايي په تېر یوه کال د رېل پټلۍ له لارې ۵میلیونه او ۳۸۷ زره ټنه انتقالات شوي دي
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال د وري څخه تر کب میاشت پورې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو له لارې د رېل پټلۍ په وسیله ۵میلیونه او ۳۸۷زره ټنه انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې په تېر هجري لمریز کال کې د افغانستان د بېلابېلو بندرونو څخه د رېل پټلۍ له لارې ۵میلیونه او ۳۸۷ زره ټنه انتقالات شوي دي.

محمد اشرف حق‌شناس زیاته کړې: «د حیرتان بندر، اقینه، تورغنډۍ او خواف ـ هرات بندرونو له لارې په ټوله کې ۵میلیونه او ۳۸۸ زره او ۵۴۹ میلیون میټرک ټنه انتقالات شوي دي».

نوموړي ویلي، چې په دغه انتقالاتو کې نفتي مواد، غېرنفتي او نور توکي له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته صادر شوي او همدارنګه له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته وارد شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په دې موده کې د وچې مېوي، کاني مواد او کرنیزو توکو په ګډون ۷۰۸۴۱ ټنه توکي د رېل پټلۍ له لارې نړۍوالو بازارونو ته لېږل شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، هڅه کوي چې د رېل پټلۍ له لارې سوداګرو ته د صادراتو او وارداتو په برخه کې ښه زمینه برابره کړي، څو له نړۍوالو بازارونو سره د افغانستان سوداګري پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري په ټپه درېدلي ده او د سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان تکیه تر ډېره د مرکزي اسیا پر هېوادونو ده.

د طالبانو له لوري د امریکايي وګړو زنداني کول له امریکا سره د ښو اړیکو جوړولو لاره نه ده

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۰
د طالبانو له لوري د امریکايي وګړو زنداني کول له امریکا سره د ښو اړیکو جوړولو لاره نه ده
100%

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، له متحده ایالاتو سره د ښو اړیکو جوړول د امریکایي وګړو د زنداني کولو له لارې ممکن نه دي، خو که طالبان د ایران د رژیم په راپرځولو کې له امریکا سره همکاري وکړي، ښايي دا یوه غوره لاره وي.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، که طالبان له امریکا سره د ښو اړیکو غوښتونکي وي، نو د امریکایي وګړو له برمته کولو دې لاس واخلي او باید له نورو لارو چارو کار واخلي.

جان بولټن زیاته کړه: «زه فکر کوم چې په ټوله نړۍ کې امریکايي وګړي د امتیاز ترلاسه کولو په موخه برمته او بندیان کېږي. ښايي تر اوسه طالبانو ته کوم امتیاز نه وي ورکړل شوی، خو که د امریکايي بندیانو د خوشې کولو په بدل کې کومې ډلې ته امتیاز ورکړل شي، نو دا کار به په ټوله نړۍ کې د امریکايانو ژوند له خطر سره مخ کړي».

نوموړي ویلي، که طالبان غواړي چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري نو په بند کې د امریکايي وګړو د ساتلو پر ځای دې له امریکا سره د ایران د رژیم په راپرځولو کې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې: «د طالبانو له‌خوا د امریکايي وګړو بندي کول له امریکا سره د ښو اړیکو لپاره ښه تاکتیک نه دی، خو که طالبان پر خامنه‌يي فشار راوړي، نو دا به له امریکا سره د اړیکو د ښه کېدو یو ښه فرصت وي».

نوموړي ویلي، که طالبان غواړي چې له واشنګټن څخه مرستې ترلاسه کړې، نو باید خپلو پالیسیو کې بدلون راولي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې طالبانو تېره ورځ د ډنس کویل په نوم یو امریکايي وګړی خوشې کړ، خو محمودشاه حبیبي او یو بل امریکايي وګړی لا هم د دغې ډلې په بند کې دي.

د افغان-امریکایي زنداني محمودشاه حبیبي ورور وايي شواهد شته چې هغه له طالبانو سره بندي دی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۴۸ GMT+۰
د افغان-امریکایي زنداني محمودشاه حبیبي ورور وايي شواهد شته چې هغه له طالبانو سره بندي دی
100%

د افغان-امریکایي زنداني محمودشاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي وايي، داسې شواهد لري چې ورور یې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره بندي دی. هغه زیاتوي، دوی تر اوسه نه پوهېږي چې طالبانو د کوم علت له مخې د ده ورور زنداني کړی دی.

د احمد شاه حبیبي په وینا، پلار یې څو ځله طالبانو ته مکتوبونه استولي او مور یې هم دوه کاله وړاندې د زوی د خلاصون لپاره کندهار ته تللې وه، خو طالبانو هغې ته له خپل زوی سره د لیدنې اجازه ورنه‌کړه. نوموړی زیاتوي، چې د محمود شاه حبیبي مور شپږ میاشتې په کندهار کې تېرې کړې، خو بالاخره ناهیلې شوه، ځکه طالبانو ورته ان د یوې لنډې لیدنې اجازه هم نه وه ورکړې.

احمدشاه حبیبي وویل، چې د خپل ورور د خلاصون په تړاو یې د امریکا د حکومت له چارواکو سره په بېلابېلو وختونو کې لیدنې کړي او هغوی په وار وار ډاډ ورکړی، چې محمودشاه حبیبي به راخوشې شي.

هغه له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې هیله څرګنده کړه، چې ورور به یې بالاخره د طالبانو له زندان څخه ازاد شي.

طالبانو تېره ورځ د ډنیس کویل په نوم یو بل امریکایي زنداني خوشې کړ، خو پر کابل واکمنې ډلې دا رد کړې چې ګواکې محمودشاه حبیبي دې له دوی سره بندي وي.

په هلمند کې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی بند د سختو بارانونو له امله ویجاړ شو

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰
په هلمند کې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړ شوی بند د سختو بارانونو له امله ویجاړ شو
100%

طالبانو ویلي، چې په هلمند کې د سختو بارانونو له امله د واشېر ولسوالۍ د اوبو یو کوچنی بند ویجاړ شوی دی. د اوبو د مهارولو په موخه دغه بند څو میاشتې وړاندې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام له‌خوا جوړ شوی و.

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد ویلي، چې په دغه ولایت کې وروستیو اورښتونو درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړي ویلي، د باران د ډېرو اوبو له‌امله په واشېر ولسوالۍ کې د اوبو یو کوچنی بند نړېدلی دی.

حافظ راشد زیاته کړې:‌ «د زیاتو اوبو له لاسه مو متاسفانه د واشېر ولسوالۍ بند له لاسه ورکړی او په‌کې راټولې شوې اوبه یې بېرته ولاړې».

واشېر د هلمند یو له وچکالۍ ځپلو ولسوالیو څخه ده او د ملګرو ملتونو د نړۍوال پرمختیايي پروګرام تېر کال په یاده ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په مالي ملاتړ د اوبو یو بند جوړ کړ.
په هلمند کې ځايي طالب چارواکو ویلي، چې دغه بند په رسمي بڼه دوی ته نه دی سپارل شوی، خو د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې د اوبو او برېښنا وزارت استازي د دغه بند پرانیسته وکړه.

تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري د جوړو شویو کوچنیو بندونو پر کیفیت نیوکې شوې وې، ځکه په ځینو سیمو کې د اوبو د مهارولو دغه بندونه د زېرمو له ډکېدو وروسته ویجاړ شوي دي.

رواداري: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۶۱۱ کسان په مرموز ډول وژل شوي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰
رواداري: په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې ۶۱۱ کسان په مرموز ډول وژل شوي
100%

د رواداري سازمان راپور ورکوي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۶۱۱ کسان، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په هدفمند، مرموز ډول د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو سازمان رواداري د چارشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت کلنی راپور خپور کړ. په دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال په موده کې د مدني او سیاسي حقونو، د ښځو وضعیت او د قومي او مذهبي ډلو وضعیت څېړل شوی دی.

د رواداري د راپور له مخې، تیر کال لږ تر لږه ۶۱۷ کسان د چاودنو، ځانمرګو بریدونو، د پاکستان د هوايي بریدونو او ماین چاودنو کې وژل شوي او ۵۳۷ نور ټپیان شوي دي.

ملکي تلفاتو کې تر ټولو زیاتې پیښې د پاکستان د بریدونو له امله په کندهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ثبت شوې، چې لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. رواداري همدارنګه راپور ورکوي چې ۱۱ کسان په کندوز، بلخ، پکتیکا، کونړ، ننگرهار او نورستان کې په ځانمرګو او نورو بریدونو کې وژل شوي دي.

په همدې موده کې، ۶۱۱ کسان، چې پکې ۴۸ ښځې او ۳۵ ماشومان شامل دي، په هدفمند او مرموز ډول د طالبانو او نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي یا ټپیان شوي دي. قربانیان اکثر د پخواني حکومت کارکوونکي، لاریون کوونکي، مدني او بشري حقونو فعالان، قومي مشران او هغه کسان دي چې طالبان یې د دوی له مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور هدف ګرځوي.

د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۸۰ پخواني حکومتي کارمندان او ۴۰ نور غیرنظامیان د طالبانو د مخالفو ډلو سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي.

راپور څرګندوي چې د امر بالمعروف د قانون د خپرېدو وروسته، د ښځو نیول په عامه ځایونو کې زیات شوي دي.