په کویټه کې د قومي شخړې له امله درې کسه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

د سېشنبې په ورځ (د وري ۴مه) د بلوچستان د کویټې ښار په عبدالله کلا ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ په وسلهواله نښته کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. پوليسو ویلي، شخړه د اوبو په سر رامنځته شوې.
ډاڼ ورځپاڼې د کویټې ښار د پولیسو په حواله په یوه راپور کې ویلي، چې دواړه ډلې په وسلو سمبال وې چې د اوبو د کنټرول پر سر یې شخړه رامنځته شوې. پوليسو زیاته کړې، د ډزو سختې تبادلې دوه ورځې دوام وکړ چې په پایله کې یې درې کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د بلوچستان ځایي چارواکو ویلي، چې ځواکونه یې پر وخت سیمې ته رسېدلي او دواړه خواوې يې اړ اېستې چې جګړه ودروي.
