• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اکسیوس: ټرمپ تېره اوونۍ د نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړ چې ګواکې ایرانیان دې سړکونو ته راووځي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۹ GMT+۰

اکسیوس د لوړپوړو امریکایي چارواکو او یوې اسراییلي سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه وړاندیز رد کړی، چې له مخې یې دواړه هېوادونه په ګډه له ایرانیانو وغواړي چې سړکونو ته راووځي او خپل حکومت نسکور کړي.

د راپور له‌مخې، نتنیاهو په یوه ټلیفوني اړیکه کې ټرمپ ته ویلي وو چې د ایران حکومت له ګډوډۍ سره مخ دی او دا یو مناسب فرصت دی چې لا ډېر بې‌ثباته کړل شي. هغه وړاندیز کړی و، چې دواړه لوري دې د ایران له خلکو وغواړي څو سړکونو ته راووځي.

یوه امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي، ټرمپ ورته په ځواب کې ویلي: «ولې باید له خلکو وغواړو چې سړکونو ته راووځي، په داسې حال کې چې هغوی به یوازې ووژل شي؟».

اکسیوس لیکلي، چې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې انتظار وباسي او وګوري چې ایا د چهارشنبې د جشن پر مهال به د ایران خلک سړکونو ته راووځي او که نه. خو راپورونه ښيي، چې یوازې لږ شمېر خلک سړکونو ته وتلي وو؛ هغه موضوع چې امریکایي او اسراییلي چارواکو د حکومت د احتمالي غبرګون له وېرې سره تړلې بللې ده.

په راپور کې راغلي، سره له دې چې اسراییل د ولسي پاڅون لپاره د شرایطو برابرول خپل له اساسي موخو څخه ګڼي، امریکایي چارواکي وایي ټرمپ د ایران د حکومت بدلون ته تر ډېره د یو «اړخیزې پایلې» په توګه ګوري او په عین وخت کې د ډیپلوماټیکې لارې سره هم لېوالتیا لري.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

عباس عراقچي: هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي: «لکه څنګه چې موږ وړاندې ویلي وو جګړه به سیمې ته وغځېږي او همداسې وشول. ایران یې پر وړاندې ودرېد او اوس دا سیمه ده چې له ستونزو سره مخ ده، نه ایران».

عراقچي زیاته کړې: «دا چې اوس د مذاکرې خبرې کوي، دا پر ماتې اعتراف دی؛ دوی خو ویل چې بې قید او شرطه تسلیمي؟ نو ولې اوس خپل لوړپوړي چارواکي راټولوي چې مذاکره وکړي. هېڅ ډول مذاکرات نه کېږي.

پر همدغه مهال نوموړي ویلي، چې امریکا خپلو جنګي موخو ته په رسېدو کې ناکامه شوې ده.

عراقچي وایي: « ګاونډیو هېوادونو ته زما پیغام دا دی چې له امریکا واټن واخلي».

عراقچي ویلي، چې تهران نړۍ ته وښودله چې «هېڅ هېواد نه‌شي کولای د دوی امنیت وګواښي. نړۍ ته مو وښودله چې څوک نه‌شي کولای له ایران سره ځان په جنجال کې واچوي. زموږ له ګټو سره لوبه کول درنې پایلې لري. دوښمن باید داسې درس واخلي چې بیا د برید هوس ونه‌کړي او د خلکو تاوانونه باید ورکړل شي».

همدارنګه نوموړي خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه: «هر چېرې چې د امریکایانو ګټې تر لاسه کړو، برید به پرې وکړو؛ هر څوک چې په داسې برید کې شراکت وکړي، زموږ له نظره یو مشروع هدف ګڼل کېږي».

شهباز شریف پر قطر او د فارس خلیج پر هېوادونو بریدونه وغندل

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د پاکستان لومړي وزیر نن ماښام د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره ټلیفوني خبرې وکړې. شهباز شریف په سیمه کې د روانو شخړو د دوام په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او پر قطر او د فارس خلیج پر نورو هېوادونو شوي بریدونه یې په کلکه وغندل.

د پاکستان لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد یې په ځانګړې توګه په اوسنیو سختو شرایطو کې د قطر له دولت او ولس سره بشپړه همکاري او ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې شهباز شریف د روانو ترینګلتیاوو پر وړاندې د قطر د "پام وړ زغم" ستاینه وکړه او د دغه هېواد امیر ته یې د تاوتریخوالي کمولو او سولې ټینګښت په برخه کې د پاکستان د ډیپلوماټیکو هڅو ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان تل له ټولو لوریو غوښتنه کړې چې خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. له بلې خوا، د قطر امیر هم د سولې او سیمه‌ییز ثبات د ټینګښت لپاره د پاکستان د هڅو مننه کړې.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې په راتلونکو ورځو کې به له یو بل سره د سیمې وضعیت په تړاو نږدې اړیکه وساتي.

پاکستان د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او ترکیه یا اسلام اباد به د خبرو کوربه وي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۰

د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې اسلام اباد د امریکا وړاندیز ایران ته رسولی او یا ترکیه یا پاکستان کولی شي د خلیج د جګړې د کمولو لپاره د خبرو کوربه وي.

دغه څرګندونې، چې د نوم نه ښودلو په شرط شوې، له هغو نادره نښو څخه دي چې ښيي تهران ممکن ډیپلوماټیک وړاندیزونه په پام کې ونیسي، سره له دې چې په عامه توګه وایي چې هېڅ خبرې نه دي روانې او د ولسمشر ټرمپ له ادارې سره به هېڅ توافق نه کوي.

د ایران سرچینې د پاکستان له لارې د وړاندیز جزئیات نه دي شریک کړي او نه یې داهم ویلي چې ایا دا وړاندیز د امریکا د ۱۵ ټکو له چوکاټ سره ورته دی چې مخکې په راپورونو کې ذکر شوی و.

سرچینې وویل چې ترکیې هم د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته کړې او «ترکیه یا پاکستان د دغو خبرو د کوربه توب لپاره په پام کې نیول شوي».

د خلیج هېوادونه وايي چې د ایران بریدونه ټوله سیمه ګواښي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۰

د خلیج عربي هېوادونو د چارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې دوی د ایران له اړخه له یوه وجودي یا«شتونیز ګواښ» سره مخ دي. یادو هېوادونو پر خپلو بنسټیزو تاسیساتو د ایران بریدونه وغندل.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ویلي چې دغه بریدونه کېدای شي د جګړې جرمونه وبلل شي.

د کویټ استازي ناصر عبدالله الحیین شورا ته وویل، « موږ د نړیوال او سیمه‌ییز امنیت لپاره یو وجودي ګواښ وینو. دا تېریګر چلند نړیوال قانون او حاکمیت کمزوری کوي».

نورو خلیجي هېوادونو هم د ایران کړنې وغندلې او ویې ویل چې دا کارونه د وېرې خپرولو لپاره کېږي.

په دې ۴۷ کسیزه شورا کې به هېوادونه پر یوې پرېکړې رایې ورکړي چې د ایران بریدونه پکې غندل کېږي، له ایران څخه د تاوان غوښتنه کېږي او له ملګرو ملتونو غوښتل کېږي چې وضعیت وڅاري.

ایران د خپلو کړنو دفاع وکړه او ویې ویل چې تر اوسه د امریکا او اسراییل په بریدونو کې له ۱۵۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

ایران همداراز د یوې بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې چې د جمعې په ورځ به و شي او پر یو ابتدایي ښوونځي شوی مرګونی برید به پکې وڅېړل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک پر هېوادونو غږ وکړ چې د ایران جګړه پای ته ورسوي.

زېلېنسکي: روسیې په لوېف کې کلیسا او په ایوانو فرانکیفسک کې یو زېږنتون په نښه کړی

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۳۶ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وایي، د روسیې له لوري کارېدونکي ایراني «شاهد» ډرونونو په لوېف ښار کې کلیسا او په ایوانو فرانکیفسک کې یو زېږنتون په نښه کړی دی. هغه ټینګار کړی، دغه بریدونه ښيي چې مسکو د جګړې د پای ته رسولو هوډ نه‌لري.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د روسیې له‌خوا پیاوړي شوي ایراني «شاهد» ډرونونه پر ملکي تاسیساتو لګېدلي دي. نوموړي زیاته کړې: «په لوېف کې پر کلیسا برید شوی او په ایوانو-فرانکیفسک کې زېږنتون زیانمن شوی. دغه بریدونه دا څرګندوي، چې روسیه په رښتیا د جګړې د ختمولو هوډ نه‌لري».

زېلېنسکي ویلي، که دا هم په پام کې ونیول شي چې روسیه له ایران سره په سیمه کې د بریدونو په ترسره کولو کې مرسته کوي؛ نو پایله روښانه ده چې پرته له جدي او زیات فشار او د روسیې له پام وړ زیانونو، مسکو به د جګړې له دوام لاس وانخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اوس‌مهال پر روسیې لازم فشار نه‌شته؛ بلکې داسې نښې هم شته، چې دغه هېواد هڅوي خپله تېره تګلاره لاپسې چټکه کړي. هغه همداراز ویلي، د روسیې پر ضد د بندیزونو نسبي نرمښت د دې لامل شوی چې مسکو له جګړې اقتصادي ګټه واخلي.
هغه اټکل کړی، چې روسیه به یوازې په دې وروستیو اونیو کې لږترلږه دوه مېلیارده ډالر عاید ترلاسه کړي. زېلېنسکي خبرداری ورکړی، چې دغه وضعیت نه یوازې د اوکراین؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره خطرناک دی.