طالبانو په هرات کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۴ عمده پلورنځي وتړل

په هرات ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د هرات ښار د پنځمې ناحیې په شاوخوا کې یې د درملو او روغتيايي محصولاتو ۲۸ عمده پلورنځي ارزولي او ۴ یې د تخلفاتو له امله تړلي دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د هرات ښار د پنځمې ناحیې په شاوخوا کې یې د درملو او روغتيايي محصولاتو ۲۸ عمده پلورنځي ارزولي او ۴ یې د تخلفاتو له امله تړلي دي.
دغه دفتر د پنجشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو ارزول شویو عمده پلورنځيو کې د درملو او روغتیايي محصولاتو استازولۍ هم شاملې وې.
خبرپاڼه کاږي، په دې لړ کې ۴ عمده پلورنځي د ګران پلورنې او د پېرنې د فاکټور د نهوړاندې کولو له امله مهرلاک شوي دي.
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی شوی، چې د ارزونې دغه بهیر به همداراز دوام ولري او له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.
له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او طالبانو تر منځ له جګړې او همداراز په ایران کې د روان وضعیت له امله لوی ښارونه د درملو له کمښت سره مخ دي او ډېری هېوادوال هم د درملو د بیو له لوړېدو شکایت لري.
د یاودنې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېری درمل له پاکستان او ایران څخه واردېدل.

د نجونو د زدهکړو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، چې د افغان ښځو غږ باید پیاوړی شي او نړۍ باید افغان ښځې په خپله مبارزه کې یوازې پرېنږدي.
ملالې یوسفزۍ د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوه مستند فلم له نندارې وروسته، د یوې ناستې پرمهال یې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د افغان ښځو موضوع باید یوازې یو «کلتوري یا مذهبي» بحث ونهګڼل شي. د نوموړې په خبره د افغان ښځو موضوع یوه لویه «قضیه» ده.
نوموړې زیاته کړې: «ښځې باید په غونډو کې حضور ولري. د ښځو حقونه باید د بحث وړ نهوي. تاسو په داسې حالاتو کې د یوه هېواد راتلونکی نهشۍ ټاکلی، کله چې نیمايي نفوس یې له پامه غورځول شوی وي».
د نجونو د زده کړو دغه فعاله په افغانستان کې د ښځو سیستماتیک ځپل د انسانیت پر وړاندې بنسټیز «ظلم» بولي.
ملالې زیاته کړې: « افغان ښځې ډېرې زړورې او مقاومې دي، خو دا د نړۍ لپاره یو غږ دی، نور یې هم باید ملاتړ وکړي. افغان ښځې باید په دې مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي».
د نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم تولګي پورته له زدهکړو او ښځې یې له ټولنیز او سیاسي ژوند او همداراز له کوره بهر له کار کولو له حقونو بېبرخې کړې دي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان هغه دریځ ناسم دی چې ګواکې د افغانستان حکومتونه دې د دوی تر لاس لاندې وي. هغه زیاته کړې، چې یو خپلواک او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
نوموړي وویل: «ایا په دې اویا کلونو کې ټولې تېروتنې د افغانستان دي او زموږ طرف ته هېڅ تېروتنه نشته؟ افغانستان یوازې د هېواد نوم نهدی، د اسلامي امارت نوم نهدی، بلکې د یوه ملت نوم دی».
هغه ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د پاکستان د وګړو، کلتوري، مذهبي، اقتصادي او هر اړخیزې اړیکې دي چې له همدې امله دواړه هېوادونه سره نه بیلېدونکي دي.
د دغه پاکستاني سیاستوال په خبره، د پاکستان له لوري په افغانستان کې د حکومتونو د ړنګېدو اقدامات اړوند اغېزناک نهدي او مسایل نهشي حل کولی. مولانا فضل الرحمن وایي، د ظاهر شاه د حکومت له پیله تر اوسه پورې پاکستان د حکومتونو د ړنګېدو ملاتړ کړی او پهکې ښکېل وو.
د نوموړي په خبره، اوس یو ځل بیا پاکستان د امریکا په خوښه نویو سیاسي لوبو او جګړو ته مخه کړې ده.
دا پاکستانی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې همدا نن شپه هم په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسلهواله نښته شوې ده. تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان علماوو په یوه ګډ غوښتنلیک کې له اسلاماباد او پاکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې اوربند دې سره وغځوي.
د دواړو لوریو ديني عالمانو تینګار کړی وو، چې طالبان او پاکستان دې په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره مسایل سره د مذاکراتو له لارې حل کړي.
د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتحار حسین وايي، چې پاکستان دې له طالبانو سره کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، که جګړه دوام ومومي، نو دواړه لوریو ته به سخت زیان واوړي.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي او له طالبانو سره دې د خبرو له لارې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.
میا افتخار حسین زیاته کړه: «همدا یې وخت دی، چې موضوع د مذاکراتو له لارې حل شي. دا به د پاکستان په ګټه وي او هم به د افغانستان په ګټه وي، خو که داسې ونهشي، نو ښايي په دې سیمه کې بیا د امن لپاره د غږ پورته کولو لپاره څوک پاتې نهوي او هر څه به تباه شي».
نوموړي د طالبانو او پاکستان او همدارنګه په سیمه کې روان کړکېچ ته په اشاره ویلي، چې په پاکستان کې د خلکو معیشت سخت زیانمن شوی او له افغانستان سره د کړکېچ د هواري په موخه دې د احتمالي تباهۍ مخه ونیول شي.
میا افتخار حسین زیاته کړې: «له افغانستان سره سوداګريزې لارې دې پرانېستل شي، وضعیت ډېر خراب شوی دی. د تېلو بیه وګوره، د خوراکي توکو بیې وګوره، د برېښنا بیې وګوره خلک بېوسه شوې دي. کاروبار نهشته، دندې نهشته، فابریکې بندې دي. ښوونځي بند دي، روغتیا او کرنه تباه شوې ده، خدای خبر چې زموږ حکمرانان پر څه بوخت دي، ایا دا تباهي نوره هم په تباهۍ بدلوي. جګړه دې ودرول شي او پای ته دې ورسول شي او تباه شوی وضعیت دې ورغول شي».
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ټيټيټپي او نورو وسلهوالو ډلو پر سر کړکېچ دوام ولري او د یاد کړکېچ له امله پاکستان په افغانستان کې ګڼ ولایتونو بمبار کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګژوبله هم اړولې او طالبانو هم د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.
د افغانستان د پخواني وژل شوي ولسمشر ډاکټر نجیبالله لور هیله نجیب وایي، د افغانستان په تړاو نړیوالو بحثونو او پلټفورمونو کې «فاسدې څېرې» د ګډون لپاره بلل کېږي. هغه وایي، د افغانستان په تړاو بحثونه پر «فساد ککړو سیاسي څېرو» انحصار کړې دي.
نوموړې د پوښتنې په ډول د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ایا نړیواله ټولنه له دې حالت څخه خبره ده؟». د هغې په وينا، دا پوښتنې لا هم پر ځای دي چې ولې هغه کسان چې په رښتينې توګه د جګړې او ناامنۍ له امله ځورېدلي دي په داسې ناستو کې ګډون نهلري او ولې هغه کسان چې د هغې په خبره «پر حقه خبرې کوي او پاک دي» خپل غږ نهپورته کوي.
د پخواني ولسمشر لور زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه له هغو بنسټونو څخه دي چې بايد دا پوښتنې له ځانونو سره مطرح کړي، څو د هغې په باور د تېر وخت تېروتنې بيا تکرار نهشي.
د هیله نجیب په خبره، د افغانانو چوپتيا په حقيقت کې د دغو بنسټونو د تګلارو او اجنډاوو پر وړاندې يو ځواب دی او دا ښيي، چې دا ډول چلند نور د خلکو لپاره د باور وړ نهدی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو کلونو کې د افغانستان په سياسي بهيرونو کې د نړيوالې ټولنې رول او د پرېکړو په کولو کې د خلکو د رښتينې ونډې اندازه تل د بحث او نيوکې لاندې پاتې شوې ده. هممهاله روانه اونۍ په لندن کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د طالبانو د مخالفانو تر منځ ناسته شوې چې ناندرۍ یې راپارولې دي.
د نجونو له حضور پرته د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، یو شمېر افغان او اسپانوي ښځینه فعالانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې د اروپا د پارلمان مخې ته لاریون کړی او وايي، نړۍواله ټولنه دې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې عملي اقدام وکړي.
یو شمېر افغان او اسپانوي ښځینه فعالانو د پنجشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې د اروپا پارلمان مخې ته لاریون کړی دی.
یادو لاریونوالو د اروپا له پارلمان او نړۍوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
دوی په افغانستان کې د ښځو اوسنی حالت د حقونو سیستماتیک نقض او جنسیتي اپارټاید بللی اوز یاته کړې یې ده، چې افغان ښځې نه یوازې له زدهکړو او کار څخه محرومې دي، بلکې خپلې ټولې بنسټیزې ازادۍ یې هم له لاسه ورکړې دي.
دغو لاریونکوونکو چې د پام اړولو لپاره یې چادرۍ هم په سر کړې وې وايي: «نړۍ باید د افغان ښځو د حقونو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي. یوازې اعلامیې او بیانونه بسنه نهکوي او اروپايي ټولنه باید په دې برخه کې د طالبانو پر وړاندې د فشار له ټولو وسیلو کار واخلي».
لاریون کوونکو له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې د ښځو د حقونو له رعایتولو سره مشروطې کړي او د ښځو د بنسټونو د ملاتړ، د پناه غوښتونکو لپاره د خوندي لارو د جوړولو او د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په برخو کې دې عملي ګامونه پورته کړي.
یادو افغان او اسپانوي ښځینه فعالانو پر داسې مهال د اروپا د پارلمان مخې ته لاریون کړی، چې نن په افغانستان کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له زدهکړو لا هم بېبرخې دي.