• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د چمن ځایي چارواکو د افغان کډوالو په نوم مارکېټونو او یوشمېر هټۍ وتړلې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم یوشمېر هټۍ او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.

د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.

هغه زیاته کړې، چې له دې ورورسته به په چمن کې افغان کډوال هیڅ ډول سوداګریز فعالیت ونه لري او نور به هغوی ته په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه‌کړل شي. د هغه په وینا؛ کوم افغان کډوال چې اوس هم په چمن کې اوسېږي، باید په خپله خوښه له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نه‌شي؛ نو په څلورلارو، بازارنو او کلیو کې به ونیول شي او په جبري توګه به افغانستان ته ستانه کړای شي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال دې وخت نه ضایع کوي بلکې ژر تر ژره دې خپل کاروبارونه راټول کړي .

نوموړي وويل چې پاکستان له تېرو څلوېښتو ترپنځه څلویښتو کلونو راهیسې افغان کډوالو ته پرته له کومه خنډه پناه ورکړې ، اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی ،افغانان باید خپل هېواد ته لاړ شي

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني پولیسو افغانستان ته د ستنولو لپاره د افغان کډوالو لومړۍ ډله تورخم ته ولېږدوله

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۴ GMT+۰

له تورخم نه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري‌ راپور ورکړی، چې نن د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه افغانستان ته د ستنولو لپاره د افغان کډوالو لومړۍ ډله تورخم ته ولېږدول شوه. هغه وایي، دغه ۴۰ زندانیان د لنډي کوتل د کډوالو له مرکز څخه تورخم ته ولېږدول شول.

تر دې وړاندې سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې دغه کسان به لومړی په لنډي کوتل کې د قانوني بهیر تر بشپړولو وروسته تورخم ته انتقال شي او وروسته به افغانستان ته ستانه کړای شي.

له تورخم نه په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري، چې په دغه کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه کډوال له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله بندیان وو.

له بلې خوا طالبانو او پاکستاني چارواکو هم نن سهار د کډوالو د ستنېدو لپاره د تورخم لارې د پرانیستې په اړه ناسته کړې وه او په دغه ناسته کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د یوې تګلارې پر جوړېدو یې خبرې کړې وې.

د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانیستلو پرته نوی ښوونیز کال پیل شو

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت نن پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

نوی ښوونیز کال د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون د یادې ډلې د ریاست‌الوزرا مرستیال، د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په ګډون سره پیل شو. خو د طالبانو د پوهنې وزیر د ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ګډون نه و کړی.
د طالبانو د چارو ادارې رییس: د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و
د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و. هغه د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې هغه نصاب د خلکو اړتیاوې نه پوره کولې.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې اوس د طالبانو په اداره کې پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی او «هڅه کېږي، چې د اړتیاوو پر بنسټ برابر شي». په ورته وخت کې د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنځیو د بیا پرانیستلو لپاره اعتراضونه دوام لري.

سره له دې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، طالبانو د دیني مدرسو جوړول زیات کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مرغومي میاشت کې ویلي و، چې د یادې ډلې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې تر ۲۰زرو زیاتې مدرسې فعالې دي.

د هغه په وینا؛ شاوخوا دوه نیم مېلیونه زده‌کوونکي په دغه مدرسو کې دیني زده‌کړې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې. هغه یو ځل بیا ویلي، چې د دغه بندیزونو دوام کولای شي د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د طالبانو د چارو ادارې رییس: د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و. هغه د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې هغه نصاب د خلکو اړتیاوې نه پوره کولې.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې اوس د طالبانو په اداره کې پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی او «هڅه کېږي، چې د اړتیاوو پر بنسټ برابر شي». په ورته وخت کې د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنځیو د بیا پرانیستلو لپاره اعتراضونه دوام لري.

سره له دې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، طالبانو د دیني مدرسو جوړول زیات کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مرغومي میاشت کې ویلي و، چې د یادې ډلې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې تر ۲۰زرو زیاتې مدرسې فعالې دي.

د هغه په وینا؛ شاوخوا دوه نیم مېلیونه زده‌کوونکي په دغه مدرسو کې دیني زده‌کړې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې. هغه یو ځل بیا ویلي، چې د دغه بندیزونو دوام کولای شي د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

اروپايي ټولنې افغانستان ته ۲۵۰زره یورو مرسته ځانګړې کړې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو سره یې د مرستې لپاره ۲۵۰زره یورو بشري مرسته ځانګړې کړې. یادې ټولنې ویلي، چې دغه مرسته به د تېر کال د زلزلې د زیانمنو ترڅنګ د جګړې له کبله بې‌ځایه شویو کورنیو ته ورسوي.

اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په یوه اعلامیه کې ویلي‌، چې یاده مرسته به په خوست، کونړ، ننګرهار، نورستان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې له شاوخوا ۷۰زره کسانو سره وشي.

اروپايي ټولنه دغه مرسته د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لارې زیانمنو کورنیو ته رسوي. په دغه مرستو کې خواړه، روغتيايي خدمتونه، د څښاک اوبو اسانتیاوې، د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدي مرستې او د بېړنۍ سرپناه برابرول شامل دي.

اروپايي ټولنه لاهم په افغانستان کې د بشري مرستو له مهمو تمویلوونکو څخه ده، چې په ۲۰۲۵کال یې تر ۱۶۱ مېلیون یورو زیاتې مرستې په دغه هېواد کې د بشري شریکانو لپاره ځانګړي کړې وې.

د طالبانو مخالفه څېرې: د افغانستان سیاسي نظام باید د خلکو د رایو پر بنسټ وي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۵۰ GMT+۰

په لندن کې تر دوه ورځنۍ ناستې وروسته یوشمېر سیاست‌والو او د طالبانو مخالفو غورځنګونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام باید د خلکو د ارادې او رایو پر بنسټ او د عصري اساسي قانون په چوکاټ کې وي.

په اعلامیه کې د واک په جوړښت کې د خلکو پر پراخ ګډون هم ټینګار شوی. په اعلامیه کې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ولسواکه او ډیموکراټیک قانون حاکمیت، د وګړو د حقونو ډاډمنتیا، قومي او ټولنیزې تنوع ته درناوی، په سیمه‌ییزې حکومتولۍ کې د ځایي خلکو د رول پیاوړتیا او مذهبي اعتدال موضوعات هم شامل وو.

د اعلامیې له مخې؛ ګډونوالو دغه ټول ټکي د ګډ کار د بنسټ په توګه وبلل. دغه دوه ورځنۍ غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ له‌خوا تنظیم شوې وه او موخه یې د طالبانو د مخالفینو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا او د افغانستان ناورین حل لپاره د ګډ چوکاټ جوړول وو.

په دغه غونډه کې د برېتانیا د پارلمان د دفاع، نړۍوالې پراختیا کمېسیونونو مشرانو هم ګډون او خبرې کړې دي. برېتانیا د هغو لوېدیځو هېوادونو څخه ده، چې له طالبانو یې غوښتي ټولګډونه حکومت جوړ او د ښځو حقونه رعایت کړي. د غونډې په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ګډونوالو ټینګار وکړ چې دغه غونډې باید دوام وکړي؛ ترڅو د عملي، تل پاتو او د ملي اجماع پر بنسټ حل لارې وموندل شي.