ټرمپ ټینګار کوي چې تهران لا هم د هوکړې په لټه کې دی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکو لپاره د مالي مرستو ټولولو په مراسمو کې د وینا پر مهال یو ځل بیا وویل، چې ایران لا هم د مذاکرې له لارې یوې هوکړې ته د رسېدو په هڅه کې دی.
هغه وویل: «دوی په مذاکره بوخت دي او ډېر غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي، خو د دې خبرې له کولو ډارېږي، ځکه فکر کوي چې د خپلو خلکو لهخوا به ووژل شي».
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «دوی همدارنګه له دې هم ډارېږي چې موږ یې ووژنو.» نوموړي په دوام کې په ټوکه وویل، چې اوسمهال هېڅوک نه غواړي د ایران مشري پر غاړه واخلي، ځکه ښايي د متحده ایالاتو له خوا ترور شي، «زه خو یې بیخي نه غواړم».
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران حکومتي چارواکو په تېرو څو ساعتونو کې په وار وار اعلان کړی چې د مذاکرې نیت نهلري. همدارنګه، یوه پاکستاني چارواکي رسنیو ته ویلي چې ښايي د امریکا د ۱۵ مادهييز وړاندیز پر وړاندې د ایران د حکومت ځواب منفي وي.
