• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هیله نجیب نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه نړیوالو پلټفورمونو کې فاسدې سیاسي څېرې ګډون لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د پخواني وژل شوي ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور هیله نجیب وایي، د افغانستان په تړاو نړیوالو بحثونو او پلټفورمونو کې «فاسدې څېرې» د ګډون لپاره بلل کېږي. هغه وایي، د افغانستان په تړاو بحثونه پر «فساد ککړو سیاسي څېرو» انحصار کړې دي.

نوموړې د پوښتنې په ډول د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ایا نړیواله ټولنه له دې حالت څخه خبره ده؟». د هغې په وينا، دا پوښتنې لا هم پر ځای دي چې ولې هغه کسان چې په رښتينې توګه د جګړې او ناامنۍ له امله ځورېدلي دي په داسې ناستو کې ګډون نه‌لري او ولې هغه کسان چې د هغې په خبره «پر حقه خبرې کوي او پاک دي» خپل غږ نه‌پورته کوي.

د پخواني ولسمشر لور زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه له هغو بنسټونو څخه دي چې بايد دا پوښتنې له ځانونو سره مطرح کړي، څو د هغې په باور د تېر وخت تېروتنې بيا تکرار نه‌شي.

د هیله نجیب په خبره، د افغانانو چوپتيا په حقيقت کې د دغو بنسټونو د تګلارو او اجنډاوو پر وړاندې يو ځواب دی او دا ښيي، چې دا ډول چلند نور د خلکو لپاره د باور وړ نه‌دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو کلونو کې د افغانستان په سياسي بهيرونو کې د نړيوالې ټولنې رول او د پرېکړو په کولو کې د خلکو د رښتينې ونډې اندازه تل د بحث او نيوکې لاندې پاتې شوې ده. هم‌مهاله روانه اونۍ په لندن کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د طالبانو د مخالفانو تر منځ ناسته شوې چې ناندرۍ یې راپارولې دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ښځينه لاریونوالې: نړۍواله ټولنه دې د افغان ښځو د حقونو خوندینې لپاره عملي ګامونه پورته کړي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۰۷ GMT+۰

د نجونو له حضور پرته د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم، یو شمېر افغان او اسپانوي ښځینه فعالانو د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې د اروپا د پارلمان مخې ته لاریون کړی او وايي، نړۍواله ټولنه دې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې عملي اقدام وکړي.

یو شمېر افغان او اسپانوي ښځینه فعالانو د پنجشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د بلجیم په پلازمېنه بروکسېل کې د اروپا پارلمان مخې ته لاریون کړی دی.

یادو لاریونوالو د اروپا له پارلمان او نړۍوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د جنسیتي تبعیض پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

دوی په افغانستان کې د ښځو اوسنی حالت د حقونو سیستماتیک نقض او جنسیتي اپارټاید بللی اوز یاته کړې یې ده، چې افغان ښځې نه یوازې له زده‌کړو او کار څخه محرومې دي، بلکې خپلې ټولې بنسټیزې ازادۍ یې هم له لاسه ورکړې دي.

دغو لاریونکوونکو چې د پام اړولو لپاره یې چادرۍ هم په سر کړې وې وايي: «نړۍ باید د افغان ښځو د حقونو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي. یوازې اعلامیې او بیانونه بسنه نه‌کوي او اروپايي ټولنه باید په دې برخه کې د طالبانو پر وړاندې د فشار له ټولو وسیلو کار واخلي».

لاریون کوونکو له اروپايي ټولنې غوښتنه کړې، چې له افغانستان سره دې خپلې مرستې د ښځو د حقونو له رعایتولو سره مشروطې کړي او د ښځو د بنسټونو د ملاتړ، د پناه غوښتونکو لپاره د خوندي لارو د جوړولو او د تعلیمي فرصتونو د برابرولو په برخو کې دې عملي ګامونه پورته کړي.

یادو افغان او اسپانوي ښځینه فعالانو پر داسې مهال د اروپا د پارلمان مخې ته لاریون کړی، چې نن په افغانستان کې نوی تعلمي کال پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له زده‌کړو لا هم بې‌برخې دي.

عبدالرحمان منیر: نړۍوال دې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید په عادلانه توګه وڅېړي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید د قربانیانو د دویمې ډله‌ییزې جنازې په مراسمو کې ویلي، چې د بشري حقونو نړۍوال مدافعین باید پر یاد مرکز برید په عادلانه توګه وڅېړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالرحمان منیر د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي برید د قربانیانو د دویمې ډله‌ییزې جنازې په مراسمو کې یاد برید غندلی او ویلي یې دي، چې د قربانیانو وینه د یادې ډلې پر غاړه امانت ده.

نوموړي د اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او بشري حقونو پر نړۍوالو ادارو غږ کړی، چې د یاد برید په اړه عادلانه څېړنه وکړي.

منیر زیاته کړې: «موږ له اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د بشر د حقونو له ټولو مدافع بنسټونو څخه غواړو، چې د دې پېښې په اړه هر اړخېزه، شفافه او عادلانه څېړنه وکړي. عاملین او مسوولین دې د قانون منګلو ته وسپارل شي».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د کب په ۲۵مه په کابل او ننګرهار کې پر ۹ هدفونو هوايي بریدونه وکړل. په یادو بریدونو کې په کابل کې د امید په نوم د روږدو د درملنې ۲۰۰۰ بستریز روغتون هم په نښه شو. طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې ۴۱۱ کسان وژل شوي او ۲۶۳ نور ټپیان شوي دي.

برایان ماسټ: طالبانو نجونې او ښځې له خپل زده‌کړیز حق څخه بې‌برخې کړې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د اکثریت مشر، برایان مسټ، ویلي چې له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر جو بایډن له لوري د ځواکونو له وتلو وروسته، طالبانو نجونې او ښځې له هغه زده‌کړیز حق څخه بې‌برخې کړې چې حقدارې یې دي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا په کانګرس کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د وضعیت په اړه بحث روان و.

مسټ زیاته کړې، چې دوی ته دا ویاړ ورپه برخه شوی چې درې افغانې زده‌کوونکې، چې اوس په امریکا کې زده‌کړې کوي، په دې ناسته کې یې ورسره ګډون کړی.

د نوموړي په وینا، د دغو زده‌کوونکو حضور د افغانستان د ښځو د وضعیت د روښانه کولو لپاره مهم و او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو موضوع یې لا جدي وښوده.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ باید د نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه وي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

طالبان وايي د روږدو کسانو پر مرکز د برید د ځینو قربانیانو جسدونه لا هم لادرکه دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۰

طالب چارواکو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د هوایي برید د ۵۰ قربانیانو د جنازې ډله ییز مراسم ترسره کړل. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، وویل چې لا هم د دې برید د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه لادرکه دي.

هغه نن پنجشنبه، د وري۶مه، د دې برید ټولټال قربانیان ۴۱۱تنه او ټپیان ۲۶۳تنه وښودل. هغه زیاته کړه چې ډیری کورنیو د خپلوانو د جسدونو د موندلو لپاره وزارت ته مراجعه کړې، خو جسدونه یې تر اوسه نه دي موندل شوي.

طالبانو په دوو پړاوونو کې د ډیرو قربانیانو جسدونه په سرای شمالي کې په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارلي دي. د ملګري ملتونو راپور د دې برید ۱۴۳کسان وژل شوي ګڼلي دي.

د پاکستان جنګي الوتکو د کب په ۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹اهداف په نښه کړي، چې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په ودانۍ کې اور ولګیده، او ډیرې روږدي کسان په کې ووژل شول.

راپورونه وايي چې د دې مرکز شاوخوا د طالبانو پوځي تاسیسات هم موجود وو. پاکستان په دې برید کې د اصل تناسب رعایت نه کولو تورن شوی، حال دا چې د نړیوال بشري قوانینو له مخې اړینه ده چې دواړه خواوې د بریدونو پر مهال د تناسب اصول مراعت کړي.

یونیسف: په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، په هېواد کې د ښوونیز کال له پیل کېدو سره سم ویلي چې په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ کې څرګنده کړې، چې کله نجونې زده‌کړې کوي، ټولنه پیاوړې کېږي او د ټولو لپاره راتلونکی روښانه کېږي. هغه ټینګار کړی چې دا د یونیسف ساده خو مهم پیغام دی او موخه یې دا ده چې د افغانستان په کچه د نجونو هیله ژوندۍ وساتل شي.

تر دې مخکې د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز مشر، سنجې ویجسکرا، هم ویلي و چې هغه وخت رارسېدلی څو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او تر بل امر پورې له زده‌کړو محرومې دي.