د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانیستلو پرته نوی ښوونیز کال پیل شو

د طالبانو د پوهنې وزارت نن پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرلهپسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونهکړه.
