• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوړو نړیوال پروګرام: د طالبانو او پاکستان د نښتو له امله ۲۰ زره کورنۍ بېځایه شوي دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې ته په نږدې سیمو کې د کړکېچ په زیاتېدو سره، شاوخوا ۲۰زره کورنۍ د امنیت په لټه کې بې ځایه شوي دي.

د غه پروګرام په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په سیمه کې حضور لري او په ۱۲اغېزمنو ولایتونو کې د ژوند ژغورونکو مرستو چمتو کولو ته دوام ورکوي او زیاتوي چې په سخت ځپلو شویو ولسوالیو کې یې د قوت لرونکو بسکټو، نغدو پیسو او خوراکي توکو وېش پیل کړی دی.

دا مرستندوی سازمان وايي، لومړیتوب یې د بې ځایه شویو کورنیو د بیړنیو اړتیاوو پوره کول دي، څو د خوراک او د ژوند د لومړنیواړتیاوو له کمښت سره مخ نه شي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته یوازې د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰
تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته یوازې د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه
100%

تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته نن پنجشنبه، د وري په ۶مه، یو ځل بیا یوازې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شوه. دا چې دا دروازه به ترکله خلاصه وي په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رسېدلو انځورونو له مخې، شاوخوا ۴۰تنه افغان کډوال چې د پاکستان په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم د کډوالو په کمپ کې بند پاتې وو، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي. سرچینې وایي چې په دویم پړاو کې د همدې کمپ څخه د نږدې ۱۵۰ نورو کسانو د خوشې کېدو او ایستلو بهیر روان دی.

طالب چارواکو ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو د منظم ثبت، لېږد او اړینو خدمتونو لپاره یې د دولسو کمېټو له لارې بشپړ اداري او لوژستیکي چمتووالی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې پاکستاني سرچینو د کډوالو د ایستلو لپاره د تورخم د لارې د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی و، خو د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند پرون دغه راپورونه رد کړي وو.

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي کړکېچونو له امله نږدې یوه میاشت تړلې وه، چې له امله یې په دواړو غاړو کې د کډوالو تګ‌راتګ، سوداګري او ورځني فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي وو.

د تورخم د بېرته پرانیستل کېدو سره تمه کېږي چې هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې د ناقانونه اوسېدو له امله د ایستلو له ګواښ سره مخ وو، د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه شي.

د چمن ځایي چارواکو د افغان کډوالو په نوم مارکېټونو او یوشمېر هټۍ وتړلې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۰
د چمن ځایي چارواکو د افغان کډوالو په نوم مارکېټونو او یوشمېر هټۍ وتړلې
100%

د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم یوشمېر هټۍ او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.

د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.

هغه زیاته کړې، چې له دې ورورسته به په چمن کې افغان کډوال هیڅ ډول سوداګریز فعالیت ونه لري او نور به هغوی ته په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه‌کړل شي. د هغه په وینا؛ کوم افغان کډوال چې اوس هم په چمن کې اوسېږي، باید په خپله خوښه له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نه‌شي؛ نو په څلورلارو، بازارنو او کلیو کې به ونیول شي او په جبري توګه به افغانستان ته ستانه کړای شي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال دې وخت نه ضایع کوي بلکې ژر تر ژره دې خپل کاروبارونه راټول کړي .

نوموړي وويل چې پاکستان له تېرو څلوېښتو ترپنځه څلویښتو کلونو راهیسې افغان کډوالو ته پرته له کومه خنډه پناه ورکړې ، اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی ،افغانان باید خپل هېواد ته لاړ شي

ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰
ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي
100%

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې. کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرول کېدای شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.

د طالبانو پوهنې وزارت: نږدې ۳۳زره کډوال ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۳۸ GMT+۰
د طالبانو پوهنې وزارت: نږدې ۳۳زره کډوال ماشومان په ښوونځیو کې شامل شوي دي
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله تر دې مهاله له بېلابېلو هېوادونو څخه ستانه شوي ۳۲زره او ۸۰۰ ماشومان یې په ښوونځي کې شامل کړي. نوموړي زیاته کړې، چې له دغه ماشومانو د سویې ازموینې اخیستل شوې او اړونده ټولګیو ته ورپېژندل شوي دي.

هغه وایي: «یادو ماشومانو ته چې له بېلابېلو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي، د سویې د تثبیت بهیر په معیاري او منظم ډول ترسره کېږي؛ څو هر زده‌کوونکی د خپلې مخکېنۍ تعلیمي کچې له مخې په اړوند ټولګي کې جذب شي او د زده‌کړو بهیر یې له ځنډ او خنډ پرته دوام ومومي».

د هغه په وینا؛ د ستنو شویو کورنیو په ځانګړي ډول د ماشومانو «ښوونیز ادغام له ملي لومړیتوبونو» څخه دی او په دې برخه کې به لا نورې اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي دا نه‌ده روښانه کړې، چې په ښوونځیو کې په شامل شویو ماشونو کې نجونې شته او کنه.

افغانستان ته ستنې شوې کورنۍ د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په برخه کې لویې اندېښنې لري. دغه کورنیو وړاندې له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له ښوونیز نصاب نیولې تر چاپېریال، د تدرېس پر ډول، د ماشوم پر فکر او ځان جوړونې او ورته نورو برخو کې د خپلو ماشومانو راتلونکې ته اندېښمن دي. دغه کورنۍ د نجونو لپاره د زده‌کړو بندیز د هغوی د راتلونکې لپاره یوه بله لویه ننګونه ګڼي.

په باجوړ کې افغان کډوالو ته د سیمې د پرېښودو وروستی مهلت ورکړل شوی

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰
په باجوړ کې افغان کډوالو ته د سیمې د پرېښودو وروستی مهلت ورکړل شوی
100%

د خیبرپښتونخوا د باجوړ په قبایلي ولسوالۍ کې ځايي ادارې مېشتو افغان کډوالو ته امر کړی چې سبا د مارچ ۲۵مه د سهار تر ۸ بجو وخت لري چې دغه سیمه پرېږدي او د افغانستان پر لور ستنېدو ته چمتووالی ونیسي.

د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه د ناواګۍ علاقدارۍ په سیمه کې د مرستیال کمشنر شاهد علي د لارښوونو پر بنسټ عملي کېږي.

د عملیاتو د څار او مدیریت لپاره علاقدار عالم زیب ګومارل شوی، چې د افغان کډوالو مېشت‌ځایونو ته په تګ سره یې هغوی ته د سیمې د پرېښودو رسمي حکم رسولی دی.

سیمه ییز چارواکي زیاتوي چې کډوالو ته ویل شوي ژر تر ژره خپل د اوسېدو ځایونه خالي کړي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره تیاری ونیسي.

د ځایي خلکو له غوښتنې سره سم کډوالو ته محدود وخت ورکړل شوی، څو خپل سامان او نور اړین چمتووالی بشپړ کړي.

په ناواګۍ تحصیل کې دا پرېکړه لسګونه کورنۍ اغېزمنوي، چې ډېر یې د جګړو او ناامنۍ له امله له افغانستان نه هلته اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په خېبر پښتونخوا کې د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر بیا ګړندی کېږي، چې قانوني اسناد نه‌لري. په راپور کې راغلي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د افغانانو د نیولو عملیات په موقتي توګه درول شوي وو.