ټرمپ: که برید مو نه وای کړی، تهران به په دوو تر څلورو اوونیو کې اټومي بم جوړ کړی وای

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د خپلو سختو سیاستونو دفاع وکړه او ادعا یې وکړه، چې که پر دغه هېواد پوځي برید نه وای شوی، تهران به په دوو تر څلورو اوونیو کې اټومي بم جوړ کړی وای.
نوموړي د چهارشنبې په ماښام (د وري ۵مه) په واشنګټن کې د جمهوري غوښتونکو لپاره د مالي مرستو ټولولو په مراسمو کې د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د اوباما ادارې "هر څه ایران ته ورکړل" او داسې شرایط یې برابر کړل چې تهران په لنډ وخت کې پوځي اټومي وړتیا ترلاسه کړي. ټرمپ یادونه وکړه، چې سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره سم یې دا هوکړه لغوه کړه او که دا کار نه وای شوی، ایران به "کلونه وړاندې" اټومي وسلو ته لاسرسی موندلی وای.
د امریکا ولسمشر همدارنګه په روانه جګړه کې د ایران پر اټومي تاسیساتو پوځي عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دغو بریدونو په ځانګړې توګه د B-2 بم غورځوونکو الوتکو کارولو "د ایران اټومي وړتیا په سختۍ سره کمزورې کړې ده." هغه ادعا وکړه، چې که دا بریدونه نه وای شوي، ایران کولای شول په څو اوونیو کې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
ټرمپ په دوام کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان قاسم سلیماني وژل کېدو ته اشاره وکړه او هغه یې یو "خورا مهم ګام" وباله. ده وویل، چې سلیماني "یو پیاوړی قومندان" و او د هغه لهمنځه وړل د دې لامل شو چې د ایران حکومت نور په هغه کچه رهبري ونهلري. ټرمپ دا ادعا هم وکړه، چې که سلیماني ژوندی وای نو له ایران سره مقابله به دومره په چټکۍ او اسانۍ ممکنه نه وه.
