په بلوچستان کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي

د بلوچستان د عبدالله کلا والسوالۍ په ګلستان سیمه کې د یوې ګاز ډبې د چاودنې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي. د ځايي پوليسو په وینا؛ چاودنه په یوې فابریکه کې هغه مهال شوې، چې د یادې فابریکې کارګر په کار بوخت وو.
پولیس وايي، چاودنه دومره زوروره وه چې غږ یې د یادې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی. پولیسو وويل، چې د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د عبدالله کلا والسوالۍ روغتون لېږدول شوي دي.
پولیسو زیاته کړې، هغه ټپیان چې ټپونو يې ژور وو؛ د لا ښې درملنې لپاره کویټې ته لېږدول شوي دي.
