• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایننشل ټایمز: روسیه ایران ته د بې‌پیلوټه الوتکو او حیاتي مرستو د استولو په درشل کې ده

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۱:۱۴ GMT+۰

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه ځانګړي راپور کې د لوېدیځو استخباراتي ارزونو پر بنسټ لیکلي، چې روسیه ایران ته د بې‌پیلوټه الوتکو، خوراکي توکو او درملو د لېږدولو د بهیر بشپړولو ته نږدې شوې ده.

دغې رسنۍ د چهارشنبې په ورځ (د وري ۵مه) لیکلي: «د هغو دوو چارواکو په وینا چې له دغو راپورونو خبر دي، د ایران او روسیې لوړپوړو چارواکو پر تهران د اسراییل او امریکا له بریدونو څو ورځې وروسته په محرمانه توګه د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د دغو جوپو د چمتو کولو لړۍ چې د مارچ میاشتې په پیل کې پیل شوې وه، ټاکل شوې چې د روانې میاشتې تر پایه بشپړه شي».
د باوري سرچینو په وینا، روسیه له تهران سره نږدې اړیکې لري او تر دې وړاندې یې هم د مهمو ملاتړو په لړ کې سټلایټ (سپوږمکۍ) انځورونه، د هدف ټاکنې ډېټا او استخباراتي معلومات د ایران په واک کې ورکړي دي.
د راپور له‌مخې، د بې‌پیلوټه الوتکو په څېر د وسلو لېږل کېدای شي د جګړې له پیل راهیسې له تهران څخه د مسکو د «وژونکي نظامي ملاتړ» لومړنۍ نښه وي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

ډونالډ ټرمپ: د چین له ولسمشر سره د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه په بېجينګ کې لیدنه لرم

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۰
ډونالډ ټرمپ: د چین له ولسمشر سره د غويي په ۲۴مه او ۲۵مه په بېجينګ کې لیدنه لرم
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د هغه لیدنه چې تر دې وړاندې پر ایران د امریکا د پوځي عملیاتو له امله ځنډېدلې وه، اوس د غوايي میاشتې په ۲۴مه او ۲۵مه نېټو په بېجینګ کې ترسره کېږي.

ټرمپ زياته کړه، چې دی او مېرمن يې ملانيا ټرمپ به د روان کال په کومه بله نېټه کې بیا د شي جين‌پينګ او د هغه د مېرمنې مادام پينګ کوربه‌توب په واشنګټن ډي‌سي کې وکړي. د امريکا ولسمشر وويل، چې د دواړو هېوادونو استازي دا مهال د دغو ليدنو د چمتووالي وروستۍ چارې بشپړوي.

ټرمپ دا ناسته «ډېره مهمه او برخليک ټاکونکې» وبلله او ويې ويل، چې له خپل چينايي سيال سره د ليدنې لپاره لېواله دی.

د منځني ختيځ د جګړې له امله په قطر او متحده عربي اماراتو کې د شکیرا کنسرټونه وځنډول شول

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۰
د منځني ختيځ د جګړې له امله په قطر او متحده عربي اماراتو کې د شکیرا کنسرټونه وځنډول شول
100%

د قطر د ګرځندوی ادارې د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د نړۍ د مشهورې سندرغاړې شکیرا کنسرټ چې ټاکل شوې وه د اپرېل په لومړۍ نېټه په دوحه کې ترسره شي، د «سیمې د اوسني حالت» له امله وځنډول شو.

همدارنګه په ابوظبي کې د موسیقۍ یو بل فیستیوال چې ټاکل شوې وه د شکیرا او د موسیقۍ د یوې ډلې په ګډون ترسره شي، هم بل وخت ته وځنډول شو. هغو کسانو ته چې مخکې یې ټکټونه اخیستي وو خبر ورکړل شوی، چې د دوی ټکټونه به په روان کال کې د نوي ټاکل شوي کنسرټ پر مهال هم اعتبار ولري.

شکیرا یوه مشهوره کولمبیايۍ سندرغاړې، سندرې لیکونکې او نڅاګره ده.

د راپورونو له‌مخې، نور کنسرټونه لکه د اپرېل په ۱۰مه د هانس زیمر او د اپرېل په ۱۷مه د جان لېجنډ کنسرټونه به په قطر کې پر خپل وخت ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران له اسراییل او امریکا سره د روانې جګړې په ترڅ کې د سیمې پر ځینو هېوادونو بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي ویشتلي دي.

ټرمپ وایي له ایران څخه یې د هرمز تنګي په اړه یوه "ډالۍ" ترلاسه کړې ده

۴ وری ۱۴۰۵ - ۲۴ مارچ ۲۰۲۶، ۲۱:۰۸ GMT+۰
ټرمپ وایي له ایران څخه یې د هرمز تنګي په اړه یوه "ډالۍ" ترلاسه کړې ده
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، چې ایران د هرموز تنګي په تړاو تېره ورځ یو حیرانوونکی اقدام ترسره کړی دی او دوی یوه ډالۍ هم ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړه: «دا یوه ډېره ستره ډالۍ ده، چې ډېر لوړ ارزښت لري. نه غواړم ووایم چې څه شی و، خو دا یو ډېر مهم امتیاز و».

ټرمپ وویل، چې دا ډالۍ «د هرمز تنګي پورې تړاو لري».

د نوموړي په خبره: «تاسو پوهېږئ، زما نه خوښېږي چې دا خبره وکړم، خو موږ دا جګړه ګټلې ده. موږ رښتیا هم خپلې الوتکې د تهران او د هغوی د هېواد د نورو سیمو پر فضا ور خوشې کړې دي او هغوی هېڅ هم نه‌شي کولای».

د امریکا ولسمشر همدارنګه وویل، چې سعودي عربستان، متحده عربي امارات او قطر د ایران اسلامي جمهوریت پورې اړوندو موضوعاتو کې «ډېر ښه» عمل کړی دی.

محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ

۲۲ کب ۱۴۰۴ - ۱۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۲۵ GMT+۰
محمد محقق افغانانو ته؛ د بدلون لپاره چمتو اوسئ
100%

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال افغانستان تر یوه حده هېر شوی ښکاري، خو ډېر ژر به یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز کې راشي.

محقق دا څرګندونې په یوه انلاین غونډه کې چې ځینو نورو پخوانیو سیاسیونه هم په کې برخه لرله، وکړې.

هغه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، لکه اوکراین، لبنان او غزه کې روانو کړکېچونو ته په اشارې وویل: «نن نړۍ له سختو بحرانونو سره مخ ده، خو ډېر ژر به افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د پام په مرکز بدل شي. د بدلون لپاره چمتو اوسئ او پر خپلې لارې ټینګ پاتې شئ.»

انتونیو ګوترېش: لوږه له ماشومانو څخه د زده کړو فرصتونه اخلي

۲۱ کب ۱۴۰۴ - ۱۲ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۰
انتونیو ګوترېش: لوږه له ماشومانو څخه د زده کړو فرصتونه اخلي
100%

د ملګري ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش د زده‌کوونکو د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې لوږه د ماشومانو پر مخ د زده‌کړو لارې تړي او د ټولنې پر راتلونکي منفي اغېز کوي.

ګوترېش، نن د پنجشنبې په ورځ، د کب۲۱مه، په ایکس کې لیکلي «کله چې لوږه د ماشومانو د زده‌کړو مخه نیسي، نو ټوله ټولنه یې زیان ویني.»

هغه ټینګار کړی چې په ښوونځیو کې د مغذي خوړو برابرول د ماشومانو د زده‌کړې، ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه لاره ده.

ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې لوږه مخ پر زیاتېدو ده او د هېواد شاوخوا نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.