• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملا حسن اخوند او د مالیزیا لومړی وزیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کړکېچ غږېدلي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د یادې ډلې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند، د مالیزیا د لومړي وزیر، محمد انور ابراهیم، سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر سیمه ییزو پرمختګونو، په ځانګړي ډول د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر کړکېچ او وروستي وضعیت خبرې کړې.

مجاهد پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې رییس الوزرا په سیمه کې د ترینګلتیاوو د زیاتوالي له امله اندېښنه ښودلې او ویلې یې دي چې د طالبانو دریځ واضح دی او ستونزې باید د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې حل شي.

نوموړي همدارنګه د تېر کوچني اختر پر مهال د سعودي عربستان، ترکيې او قطر د غوښتنې په پام کې نیولو سره د لنډمهالي اوربند په اړه د طالبانو نېک نیت یادونه کړې. هغه ټینګار کړی چې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دي او د ستونزو د حل لپاره باید له حکمت او عقلانیت څخه کار واخیستل شي.

بل خوا د مالیزیا لومړي وزیر هم د سیمې وضعیت ته اندېښنه ښودلې او هیله یې څرګنده کړې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته ستونزې د مخلصانه تفاهم له لارې حل شي. نوموړي زیاته کړه چې مالیزیا هڅه کوي په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

حال‌وش: د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړي درې تنه وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د روږدو کسانو پر مرکز د برید د ځینو قربانیانو جسدونه لا هم لادرکه دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۰

طالب چارواکو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د هوایي برید د ۵۰ قربانیانو د جنازې ډله ییز مراسم ترسره کړل. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، وویل چې لا هم د دې برید د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه لادرکه دي.

هغه نن پنجشنبه، د وري۶مه، د دې برید ټولټال قربانیان ۴۱۱تنه او ټپیان ۲۶۳تنه وښودل. هغه زیاته کړه چې ډیری کورنیو د خپلوانو د جسدونو د موندلو لپاره وزارت ته مراجعه کړې، خو جسدونه یې تر اوسه نه دي موندل شوي.

طالبانو په دوو پړاوونو کې د ډیرو قربانیانو جسدونه په سرای شمالي کې په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارلي دي. د ملګري ملتونو راپور د دې برید ۱۴۳کسان وژل شوي ګڼلي دي.

د پاکستان جنګي الوتکو د کب په ۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹اهداف په نښه کړي، چې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په ودانۍ کې اور ولګیده، او ډیرې روږدي کسان په کې ووژل شول.

راپورونه وايي چې د دې مرکز شاوخوا د طالبانو پوځي تاسیسات هم موجود وو. پاکستان په دې برید کې د اصل تناسب رعایت نه کولو تورن شوی، حال دا چې د نړیوال بشري قوانینو له مخې اړینه ده چې دواړه خواوې د بریدونو پر مهال د تناسب اصول مراعت کړي.

ملګري ملتونه: طالبان او پاکستان دې شخړې حل او نړۍوال قوانین مراعت کړي

۵ وری ۱۴۰۵ - ۲۵ مارچ ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۰

په جېنوا کې د ملګرو ملتونو دفتر له پاکستان او طالبانو د دایمي اوربند غوښتنه کړې. د دوی له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړه خواوې دې شخړې حل او د نړۍوالو قوانینو د سرغړونو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو ویلي، دایمي اوربند به نه یوازې د ملکي خلکو ژوند خوندي کړي؛ بلکې د سیمې ټیکاو ته به هم وده ورکړي.

د ملګرو ملتونو دفتر د خپلو څېړونکو په ګډون د افغانستان لپاره د یاد سازمان له ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ، پروفیسور بن ساول، جې. کاټر، پاولا ګاویریا او موریس ټېډبال بېنز سره په ګډه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې روانه شخړه یوازې د اوربند او د شخړو د اصلي ریښو په حل کولو سره کنټرول کېدای شي.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له طالبانو او پاکستان نه د دایمي اوربند غوښتنه کړې وه او ټینګار یې کړی و، چې په کابل کې «د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز» برید په اړه دې بېړنۍ او خپلواکې څېړنې وشي.

په کابل کې ځینو فعالانو «یوناما» ته د پاکستان د بریدونو په اړه اعتراض لیک سپارلی

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۱ GMT+۰

په کابل یو شمیر افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو برید په تړاو خپل اعتراض لیک د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر ته وسپاره. په دغه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې د پاکستان په بریدونو کې د ملکي کسانو د وژل کېدو په تړاو څېړنې وکړي.

نن دوشنبه، وري پر۳مه په کابل کې ‏یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونه، د پوهنتون استادان، مدني فعالان او قومي مشران، چې طالبانو ته نژدې کسان دي د یوناما دفتر مخکې ته راټول شوي و.

دوی غوښتنه وکړه، چې د پاکستان بریدونه دې د ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو له لوري وغندل شي.

دوی زیاتوي، چې د پاکستان بریدونو د دوام مخه دې په جدي ډول ونیول شي.

دوی همدراز وویل چې د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې «۴» مادې پر بنسټ دې د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی وشي.

دا لیګ په داسې حال کې سپارل کېږي، چې د طالبانو او پاکستان اوربند ختمېدو ته شاوخوا ۱۰ ساعته پاتې دي.

اسحاق ډار: په افغانستان کې عملیات زموږ د «ترهګرۍ ضد تګلارې» برخه ده

۳ وری ۱۴۰۵ - ۲۳ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي چې اسلام‌اباد د «ترهګرۍ» پر ضد مبارزه کې قاطع دریځ لري او «په افغانستان کې ترسره کېدونکي اقدامات او عملیات هم د همدې امنیتي تګلارې برخه دي».

نوموړي، نن د دوشنبې په ورځ (د مارچ ۲۳مه)د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) او بلوچ ازادي‌ غوښتونکي پوځ (بي ایل ای) په اړه وویل چې دا ډلې د «فتنه هندوستان» او «فتنه خوارج» په نوم یادېږي او د پاکستان د امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

پاکستان دغو ډلو ته یاد نومونه کاروي، خو مخالفان یې دا ردوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان واکمنو طالبانو او پاکستان د قطر، ترکیې او سعودي عربستان په منځګړیتوب د کوچني اختر په مناسبت یوه لنډمهاله اوربند ته رسېدلي دي.

د پاکستان له اړخه دغه اوربند نن شپه پای ته رسیږي.

له لنډمهالي اوربند وړاندې د پاکستان په یوه هوايي برید کې په کابل کې د روږدو د درملنې یو مرکز په نښه شو، چې ګڼو ملکي کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

د پاکستان پوځ ویلي چې هر ډول دوامداره اوربند او خبرې اترې به هغه مهال عملي شي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دغه هېواد ته وسپارل شي، خو طالبانو تل د پاکستان دا تورونه چې ګواکې دوی په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته پټنځایونه برابر کړي، رد کړي او ویلي یې دي چې د خبرو اترو لپاره چمتو دي.

رانا ثناالله: موږ د افغانستان د هیڅ برخې د نیولو نیت نه لرو

۱ وری ۱۴۰۵ - ۲۱ مارچ ۲۰۲۶، ۱۳:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناالله ویلي، چې هیواد یې نه د جګړې د تحمیلولو هڅه کوي او نه هم د افغانستان د کومې برخې د نیولو اراده لري. هغه زیاته کړې، چې د اسلام اباد یوازینۍ غوښتنه دا وه چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.

په افغانستان کې د طالبانو سره د جګړې په اړه، هغه ټینګار وکړ چې عملیات د وسله والو د پټنځایونو او خوندي ځایونو د له منځه وړلو په موخه وو.

رانا ثناالله خبرداری ورکړ، چې د داسې اډو بیا راڅرګندېدل به له نږدې وڅارل شي او ځواب به ورکړل شي.

په ورته وخت کې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د کرم سیمې ته د سفر او په کوچني اختر کې د خپلو سرتیرو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان پر وړاندې ونه کارول شي.

منیر ویلي، چې په افغانستان کې عملیات د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو او په سرحدي سیمو کې د تلپاتې سولې د ډاډمنولو په موخه ترسره شوي دي.

بل خوا طالبانو د پاکستان دا تورونه چې ګواکې دغه ډلې د افغانستان په خاوره کې ټي ټي پي ته پټنځایونه او ملاتړ برابر کړی، تل رد کړي او ویلي یې دي چې دوی به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر وړاندې وکارول شي.