د امریکايي رسنۍ اېبيسي نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا حکومت د کابل له سقوط وروسته سلګونه افغان کډوال د قطر پلازمېنې ته یوې پوځي اډې ته ولېږدول، خو اوس دغه کسان د ایران د توغندیو تر ګواښ لاندې په همدې امریکايي اډه کې بند پاتې دي.
د راپور لهمخې، دغه کډوال چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل دي، په ډېر بد او زړه بوږنوونکي حالت کې شپې او ورځې تېروي. له ایران سره د امریکا او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د السیلیه پوځي اډه څو ځله د توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.
سلګونه افغان کډوال په دې اډه کې د بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته ولېږدول شول، خو یو شمېر نور د نامعلومو لاملونو له کبله هلته پاتې شوي دي. د افغان اېواک په نوم د کډوالو ملاتړې اداره وایي، چې دغه کډوال اوس په نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي او د بریدونو او امنیتي خبرداریو تر سیوري لاندې ژوند تېروي.
د کمپ اوسېدونکو اېبيسي نیوز ته ویلي، چې د جګړې په لومړیو اوونیو کې هېڅ مناسب پناهځای یا د ساتنې اسانتیاوې نه وې او د بریدونو پر مهال به اړ وو، چې یوازې په ودانیو کې پټ شي. د هغوی په وینا، د توغندیو ټوټې ان د خوب خونو ته لوېدلې وې، په هغو خونو کې چې کوچني ماشومان هم پهکې وو.
کډوالو په پټه توګه ویډیوګانې ثبت کړي او اېبيسي نیوز ته یې لېږلې دي چې د دغه کمپ د ژوند سخت شرایط ښيي. دوی د اېستل کېدو یا سزا له وېرې غوښتنه کړې، چې پېژندنه یې پټه وساتل شي.
د منځني ختیځ د جګړې له پیل شاوخوا څلور اوونۍ وروسته، د دې اډې اوسېدونکو راپور ورکړی چې د کمپ د ودانیو په دروازو کې نوي کانکریټي دېوالونه لګول شوي دي او کارکوونکي خلکو ته سپارښتنه کوي، چې د خطر د زنګ په اورېدو سره سمدستي پناهځایونو ته ولاړ شي. له دې سره، ډېری کډوال لا هم ځان خوندي نه احساسوي.
دې ادارې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په څو لیکونو کې غوښتنه کړې، چې دغه کډوال دې په کمپ کې بېبرخلیکه، د اندېښنو او وېرې تر سیوري لاندې نه پرېښودول کېږي. د کمپ ډېری اوسېدونکي ښځې او ماشومان دي او د دوی راتلونکی لا هم له ناڅرګند حالت سره مخ دی.