• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

برایان ماسټ: طالبانو نجونې او ښځې له خپل زده‌کړیز حق څخه بې‌برخې کړې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د اکثریت مشر، برایان مسټ، ویلي چې له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر جو بایډن له لوري د ځواکونو له وتلو وروسته، طالبانو نجونې او ښځې له هغه زده‌کړیز حق څخه بې‌برخې کړې چې حقدارې یې دي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا په کانګرس کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د وضعیت په اړه بحث روان و.

مسټ زیاته کړې، چې دوی ته دا ویاړ ورپه برخه شوی چې درې افغانې زده‌کوونکې، چې اوس په امریکا کې زده‌کړې کوي، په دې ناسته کې یې ورسره ګډون کړی.

د نوموړي په وینا، د دغو زده‌کوونکو حضور د افغانستان د ښځو د وضعیت د روښانه کولو لپاره مهم و او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو موضوع یې لا جدي وښوده.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ باید د نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه وي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اروپایي پارلمان د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو قانون ته د تصویب لپاره رایه ورکړه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د اروپایي پارلمان غړو د کډوالۍ هغه جنجالي طرحه تصویب کړه چې اجازه ورکوي د اتحادیې له پولې بهر د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو مرکزونه جوړ شي. دغه طرحه د ۳۸۹ موافقو او ۲۰۶ مخالفو رایو سره تصویب شوه.

دغه طرحه د ۲۰۲۵ کال په پای کې د منځلارې ښي او افراطي ښي اړخو احزابو له خوا وړاندې شوې وه. د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو د پنجشنبې په ورځ، د وري میاشتې ۶مه، په بروکسل کې دې طرحه ته رایه ورکړه.

دغه قانون په څرګنده توګه د دې امکان برابروي چې د «بیرته ستنولو مرکزونه» د اتحادیې له پولې بهر پرانیستل شي، څو هغه کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، د درېیمو هېوادونو مرکزونو ته ولېږدول شي.

اروپايي حکومتونه د کډوالۍ پر وړاندې د عامه ناخوښۍ په منځ کې چې د افراطي ښي اړخو احزابو د انتخاباتي بریاوو سبب شوې، سختدریځه پالیسۍ تعقیبوي.

یونان، جرمني، هالنډ، اتریش او ډنمارک له وړاندې له ځینو افریقایي هېوادونو سره خبرې کړې دي چې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو او ساتنې مرکزونو کوربانه دي.

په اروپا کې افراطي ښي اړخي احزاب غواړي چې د امریکا په څیر سختدریځه مهاجرتي پالیسۍ عملي شي. راپورونه ښيي چې ۳۲ پارلماني غړو د دې طرحې په رای ورکولو کې برخه نه ده اخیستې.

د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د کډوالۍ د کمېدو له امله، د بروکسل غړي د کډوالو د بیرته ستنولو د سیستم په ښه کولو باندې تمرکز کړی دی. اوس مهال یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه هغه پناه غوښتونکي چې د هېواد پریښودو امر یې ترلاسه کړی، خپل اصلی هېواد ته ستنول کیږي.

همدا راز، دغه طرحه هغو کډوالو ته چې د هېواد پریښودو څخه ډډه کوي، جدي جزاګانې ټاکي.

طالبان وايي د روږدو کسانو پر مرکز د برید د ځینو قربانیانو جسدونه لا هم لادرکه دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۰

طالب چارواکو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د هوایي برید د ۵۰ قربانیانو د جنازې ډله ییز مراسم ترسره کړل. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، وویل چې لا هم د دې برید د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه لادرکه دي.

هغه نن پنجشنبه، د وري۶مه، د دې برید ټولټال قربانیان ۴۱۱تنه او ټپیان ۲۶۳تنه وښودل. هغه زیاته کړه چې ډیری کورنیو د خپلوانو د جسدونو د موندلو لپاره وزارت ته مراجعه کړې، خو جسدونه یې تر اوسه نه دي موندل شوي.

طالبانو په دوو پړاوونو کې د ډیرو قربانیانو جسدونه په سرای شمالي کې په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارلي دي. د ملګري ملتونو راپور د دې برید ۱۴۳کسان وژل شوي ګڼلي دي.

د پاکستان جنګي الوتکو د کب په ۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹اهداف په نښه کړي، چې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په ودانۍ کې اور ولګیده، او ډیرې روږدي کسان په کې ووژل شول.

راپورونه وايي چې د دې مرکز شاوخوا د طالبانو پوځي تاسیسات هم موجود وو. پاکستان په دې برید کې د اصل تناسب رعایت نه کولو تورن شوی، حال دا چې د نړیوال بشري قوانینو له مخې اړینه ده چې دواړه خواوې د بریدونو پر مهال د تناسب اصول مراعت کړي.

یونیسف: په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، په هېواد کې د ښوونیز کال له پیل کېدو سره سم ویلي چې په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ کې څرګنده کړې، چې کله نجونې زده‌کړې کوي، ټولنه پیاوړې کېږي او د ټولو لپاره راتلونکی روښانه کېږي. هغه ټینګار کړی چې دا د یونیسف ساده خو مهم پیغام دی او موخه یې دا ده چې د افغانستان په کچه د نجونو هیله ژوندۍ وساتل شي.

تر دې مخکې د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز مشر، سنجې ویجسکرا، هم ویلي و چې هغه وخت رارسېدلی څو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او تر بل امر پورې له زده‌کړو محرومې دي.

اسحاق ډار وایي د واشنګټن او تهران ترمنځ تماسونه د اسلام اباد له لارې دوام لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د منځني ختیځ د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه د سولې د خبرو اترو په اړه اوازې ناسمې دي. نوموړي ټینګار کړی چې اصلي پرمختګونه د پاکستان له لارې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو اړیکو او پیغام‌ رسونې له لارې روان دي.

اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ د وري ۶مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې امریکا خپلې ۱۵ مادې ایران ته لېږلې دي او دا وړاندیزونه دا مهال د تهران له خوا تر ارزونې لاندې دي. د ده په وینا، اړیکې د مستقیمو خبرو پر ځای د پیغامونو د تبادلې له لارې پر مخ ځي او پاکستان په دې ډیپلوماټیک بهیر کې مهمه او فعاله ونډه لري.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د سیمې یو شمېر نور هېوادونه، لکه ترکیه او مصر، هم د دغو هڅو ملاتړ کوي او د اړیکو د ټینګښت په برخه کې مرسته کوي.

ډار ټینګار کړی چې پاکستان د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او هڅه کوي چې په سیمه او له هغې هاخوا د ثبات د ټینګښت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي. هغه ویلي: «خبرې اترې او ډیپلوماسي یوازینۍ لار ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې لوړې شوې او د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس دی.

بلخوا پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د بیا پیل او منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لوبوي او د دواړو لورو ترمنځ تماسونه په وروستیو کې زیات چټک شوي دي.

تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته یوازې د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰

تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته نن پنجشنبه، د وري په ۶مه، یو ځل بیا یوازې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شوه. دا چې دا دروازه به ترکله خلاصه وي په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رسېدلو انځورونو له مخې، شاوخوا ۴۰تنه افغان کډوال چې د پاکستان په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم د کډوالو په کمپ کې بند پاتې وو، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي. سرچینې وایي چې په دویم پړاو کې د همدې کمپ څخه د نږدې ۱۵۰ نورو کسانو د خوشې کېدو او ایستلو بهیر روان دی.

طالب چارواکو ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو د منظم ثبت، لېږد او اړینو خدمتونو لپاره یې د دولسو کمېټو له لارې بشپړ اداري او لوژستیکي چمتووالی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې پاکستاني سرچینو د کډوالو د ایستلو لپاره د تورخم د لارې د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی و، خو د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند پرون دغه راپورونه رد کړي وو.

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي کړکېچونو له امله نږدې یوه میاشت تړلې وه، چې له امله یې په دواړو غاړو کې د کډوالو تګ‌راتګ، سوداګري او ورځني فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي وو.

د تورخم د بېرته پرانیستل کېدو سره تمه کېږي چې هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې د ناقانونه اوسېدو له امله د ایستلو له ګواښ سره مخ وو، د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه شي.