• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له کوچني اختر وروسته په دریو ورځو کې شپږ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې له کوچني اختر راوروسته یې په دریو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر شپږو کسانو د بند او پر دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د سې شنبې، چار شنبې او نن د پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د سې شنبې په ورځ یو کس په بلخ کې او په همدغه ورځ په کابل کې دوه کسان، د چار شنبې په ورځ په بلخ کې دوه کسان او د پنجشنبې په ورځ یو کس په کابل کې د بند ترڅنګ په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د یونیسف سیمه ییز مشر: وخت رارسېدلی چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل شي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د یونیسف د جنوبي اسیا د سیمه‌ییز دفتر مشر سنجې ویجسیکېرا وایي چې د ښوونیز کال پیل باید د هر ماشوم لپاره د هیلو زیری وي، خو په افغانستان کې نجونې له اوږدې مودې راهیسې د زده‌کړو له حق څخه بې برخې پاتې دي. هغه له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

ویجسیکېرا پر خپل اېکس په یوه پوسټ کې ټینګار کړی چې اوس یې وخت رارسېدلی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانېستل شي، ځکه د هغه په وینا، هیله، کرامت او راتلونکی له زده‌کړو پیلېږي.

هغه زیاته کړې چې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو دوام نه یوازې یو بنسټیز حق دی، بلکې د ټولنې د پرمختګ او ثبات لپاره هم مهم رول لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته، د نجونو پر زده‌کړو پراخ بندیزونه لګول شوي دي.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او ښځې له پوهنتونونو منع شوې دي.

نن هم په افغانستان کې نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې نجونې ونه توانېدې ښوونځیو ته لاړې شي او له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.

کارپوهان او نړیوال بنسټونه خبرداری ورکوي چې د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز نه یوازې د هغوی پر راتلونکې منفي اغېز کوي، بلکې د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم ژور اغېز لري.

د چمن ځایي چارواکو د افغان کډوالو په نوم مارکېټونو او یوشمېر هټۍ وتړلې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم یوشمېر هټۍ او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.

د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.

هغه زیاته کړې، چې له دې ورورسته به په چمن کې افغان کډوال هیڅ ډول سوداګریز فعالیت ونه لري او نور به هغوی ته په پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورنه‌کړل شي. د هغه په وینا؛ کوم افغان کډوال چې اوس هم په چمن کې اوسېږي، باید په خپله خوښه له پاکستان نه خپل هېواد ته ستانه شي؛ که نه د دوی پر ضد به د نیولو سخت عملیات پیل کړي.
نوموړي خبرداری ورکړی، که افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه نه‌شي؛ نو په څلورلارو، بازارنو او کلیو کې به ونیول شي او په جبري توګه به افغانستان ته ستانه کړای شي.

نوموړي زیاته کړه چې افغان کډوال دې وخت نه ضایع کوي بلکې ژر تر ژره دې خپل کاروبارونه راټول کړي .

نوموړي وويل چې پاکستان له تېرو څلوېښتو ترپنځه څلویښتو کلونو راهیسې افغان کډوالو ته پرته له کومه خنډه پناه ورکړې ، اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی ،افغانان باید خپل هېواد ته لاړ شي

پاکستاني پولیسو افغانستان ته د ستنولو لپاره د افغان کډوالو لومړۍ ډله تورخم ته ولېږدوله

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۱۴ GMT+۰

له تورخم نه د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال جواد شینواري‌ راپور ورکړی، چې نن د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه افغانستان ته د ستنولو لپاره د افغان کډوالو لومړۍ ډله تورخم ته ولېږدول شوه. هغه وایي، دغه ۴۰ زندانیان د لنډي کوتل د کډوالو له مرکز څخه تورخم ته ولېږدول شول.

تر دې وړاندې سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي و، چې دغه کسان به لومړی په لنډي کوتل کې د قانوني بهیر تر بشپړولو وروسته تورخم ته انتقال شي او وروسته به افغانستان ته ستانه کړای شي.

له تورخم نه په رسېدلو ویډیوګانو کې ښکاري، چې په دغه کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دغه کډوال له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله بندیان وو.

له بلې خوا طالبانو او پاکستاني چارواکو هم نن سهار د کډوالو د ستنېدو لپاره د تورخم لارې د پرانیستې په اړه ناسته کړې وه او په دغه ناسته کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره د یوې تګلارې پر جوړېدو یې خبرې کړې وې.

د نجونو د ښوونځیو له بیا پرانیستلو پرته نوی ښوونیز کال پیل شو

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزارت نن پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

نوی ښوونیز کال د طالبانو د لوړپوړو چارواکو په ګډون د یادې ډلې د ریاست‌الوزرا مرستیال، د پوهنې، اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو په ګډون سره پیل شو. خو د طالبانو د پوهنې وزیر د ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ګډون نه و کړی.
د طالبانو د چارو ادارې رییس: د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و
د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و. هغه د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې هغه نصاب د خلکو اړتیاوې نه پوره کولې.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې اوس د طالبانو په اداره کې پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی او «هڅه کېږي، چې د اړتیاوو پر بنسټ برابر شي». په ورته وخت کې د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنځیو د بیا پرانیستلو لپاره اعتراضونه دوام لري.

سره له دې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، طالبانو د دیني مدرسو جوړول زیات کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مرغومي میاشت کې ویلي و، چې د یادې ډلې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې تر ۲۰زرو زیاتې مدرسې فعالې دي.

د هغه په وینا؛ شاوخوا دوه نیم مېلیونه زده‌کوونکي په دغه مدرسو کې دیني زده‌کړې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې. هغه یو ځل بیا ویلي، چې د دغه بندیزونو دوام کولای شي د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

د طالبانو د چارو ادارې رییس: د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپلو خبرو کې ادعا وکړه، چې د پخواني حکومت ښوونیز نصاب له بهر څخه راوړل شوی و. هغه د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې وویل، چې هغه نصاب د خلکو اړتیاوې نه پوره کولې.

دغه طالب چارواکي زیاته کړې، چې اوس د طالبانو په اداره کې پر نوي ښوونیز نصاب کار روان دی او «هڅه کېږي، چې د اړتیاوو پر بنسټ برابر شي». په ورته وخت کې د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنځیو د بیا پرانیستلو لپاره اعتراضونه دوام لري.

سره له دې چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، طالبانو د دیني مدرسو جوړول زیات کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مرغومي میاشت کې ویلي و، چې د یادې ډلې د پوهنې وزارت تر چتر لاندې تر ۲۰زرو زیاتې مدرسې فعالې دي.

د هغه په وینا؛ شاوخوا دوه نیم مېلیونه زده‌کوونکي په دغه مدرسو کې دیني زده‌کړې کوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې. هغه یو ځل بیا ویلي، چې د دغه بندیزونو دوام کولای شي د هېواد لپاره نه جبرانېدونکې پایلې ولري.