ملاله یوسفزۍ: نړۍ باید افغان ښځې په خپله مبارزه کې یوازې پرېنږدي

د نجونو د زدهکړو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، چې د افغان ښځو غږ باید پیاوړی شي او نړۍ باید افغان ښځې په خپله مبارزه کې یوازې پرېنږدي.

د نجونو د زدهکړو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، چې د افغان ښځو غږ باید پیاوړی شي او نړۍ باید افغان ښځې په خپله مبارزه کې یوازې پرېنږدي.
ملالې یوسفزۍ د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوه مستند فلم له نندارې وروسته، د یوې ناستې پرمهال یې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د افغان ښځو موضوع باید یوازې یو «کلتوري یا مذهبي» بحث ونهګڼل شي. د نوموړې په خبره د افغان ښځو موضوع یوه لویه «قضیه» ده.
نوموړې زیاته کړې: «ښځې باید په غونډو کې حضور ولري. د ښځو حقونه باید د بحث وړ نهوي. تاسو په داسې حالاتو کې د یوه هېواد راتلونکی نهشۍ ټاکلی، کله چې نیمايي نفوس یې له پامه غورځول شوی وي».
د نجونو د زده کړو دغه فعاله په افغانستان کې د ښځو سیستماتیک ځپل د انسانیت پر وړاندې بنسټیز «ظلم» بولي.
ملالې زیاته کړې: « افغان ښځې ډېرې زړورې او مقاومې دي، خو دا د نړۍ لپاره یو غږ دی، نور یې هم باید ملاتړ وکړي. افغان ښځې باید په دې مبارزه کې یوازې پرېنښودل شي».
د نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم تولګي پورته له زدهکړو او ښځې یې له ټولنیز او سیاسي ژوند او همداراز له کوره بهر له کار کولو له حقونو بېبرخې کړې دي.