• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

علي رضا بېکدلي: ایران د افغانستان دښمنانو ته اجازه ورنه کړه چې د دې هېواد فضا وکاروي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۹ GMT+۰تازه شوی: ۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۱ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، علي‌رضا بېکدلي، ویلي چې د امریکا او ناټو د حضور په کلونو کې ایران هېڅکله د افغانستان د خلکو دښمنانو ته اجازه ورنه کړه چې د دې هېواد فضا وکاروي.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړه چې د سیمې په کچه د تاوتریخوالي او جګړو رېښې د پوځي اډو په شتون پورې تړلی دی. د هغه په وینا، په عراق، افغانستان او ایران کې د بهرنيو ځواکونو حضور په سیمه کې د ګډوډیو د رامنځته کېدو یو اساسي لامل و.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د هېوادونو ترمنځ د نظرونو توپیر لا هم موجود دی، خو د سیمې د همکارۍ پر اړتیا ټینګار ورځ تر بلې زیاتېږي.

ترویج لرونکی

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

۲

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۳

حامد کرزي د افغان کرکټ په ځلولو کې د شاپور ځدراڼ رول نه هېرېدونکی بللی

۴

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

۵

کرېکټ بورډ او افغان لوبغاړو د افغانستان د کرېکټ په پرمختګ کې د شاپور رول مهم یاد کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي د روږدو کسانو پر مرکز د برید د ځینو قربانیانو جسدونه لا هم لادرکه دي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۳۴ GMT+۰
طالبان وايي د روږدو کسانو پر مرکز د برید د ځینو قربانیانو جسدونه لا هم لادرکه دي
100%

طالب چارواکو په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د هوایي برید د ۵۰ قربانیانو د جنازې ډله ییز مراسم ترسره کړل. د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان، وویل چې لا هم د دې برید د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه لادرکه دي.

هغه نن پنجشنبه، د وري۶مه، د دې برید ټولټال قربانیان ۴۱۱تنه او ټپیان ۲۶۳تنه وښودل. هغه زیاته کړه چې ډیری کورنیو د خپلوانو د جسدونو د موندلو لپاره وزارت ته مراجعه کړې، خو جسدونه یې تر اوسه نه دي موندل شوي.

طالبانو په دوو پړاوونو کې د ډیرو قربانیانو جسدونه په سرای شمالي کې په ډله‌ییزه توګه خاورو ته سپارلي دي. د ملګري ملتونو راپور د دې برید ۱۴۳کسان وژل شوي ګڼلي دي.

د پاکستان جنګي الوتکو د کب په ۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹اهداف په نښه کړي، چې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې د مرکز په ودانۍ کې اور ولګیده، او ډیرې روږدي کسان په کې ووژل شول.

راپورونه وايي چې د دې مرکز شاوخوا د طالبانو پوځي تاسیسات هم موجود وو. پاکستان په دې برید کې د اصل تناسب رعایت نه کولو تورن شوی، حال دا چې د نړیوال بشري قوانینو له مخې اړینه ده چې دواړه خواوې د بریدونو پر مهال د تناسب اصول مراعت کړي.

یونیسف: په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۰۸ GMT+۰
یونیسف: په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري
100%

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي، تاج‌الدین اویوواله، په هېواد کې د ښوونیز کال له پیل کېدو سره سم ویلي چې په افغانستان کې هره نجلۍ د زده‌کړو حق لري.

هغه پر ایکس خواله رسنۍ کې څرګنده کړې، چې کله نجونې زده‌کړې کوي، ټولنه پیاوړې کېږي او د ټولو لپاره راتلونکی روښانه کېږي. هغه ټینګار کړی چې دا د یونیسف ساده خو مهم پیغام دی او موخه یې دا ده چې د افغانستان په کچه د نجونو هیله ژوندۍ وساتل شي.

تر دې مخکې د سویلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز مشر، سنجې ویجسکرا، هم ویلي و چې هغه وخت رارسېدلی څو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او تر بل امر پورې له زده‌کړو محرومې دي.

تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته یوازې د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۶ GMT+۰
تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته یوازې د کډوالو پر مخ بېرته پرانیستل شوه
100%

تورخم دروازه له اوږده ځنډ وروسته نن پنجشنبه، د وري په ۶مه، یو ځل بیا یوازې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره پرانیستل شوه. دا چې دا دروازه به ترکله خلاصه وي په دې اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د رسېدلو انځورونو له مخې، شاوخوا ۴۰تنه افغان کډوال چې د پاکستان په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم د کډوالو په کمپ کې بند پاتې وو، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي. سرچینې وایي چې په دویم پړاو کې د همدې کمپ څخه د نږدې ۱۵۰ نورو کسانو د خوشې کېدو او ایستلو بهیر روان دی.

طالب چارواکو ویلي چې د راستنېدونکو افغانانو د منظم ثبت، لېږد او اړینو خدمتونو لپاره یې د دولسو کمېټو له لارې بشپړ اداري او لوژستیکي چمتووالی نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې پاکستاني سرچینو د کډوالو د ایستلو لپاره د تورخم د لارې د بېرته پرانیستل کېدو خبر ورکړی و، خو د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند پرون دغه راپورونه رد کړي وو.

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم دروازه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو سیاسي او امنیتي کړکېچونو له امله نږدې یوه میاشت تړلې وه، چې له امله یې په دواړو غاړو کې د کډوالو تګ‌راتګ، سوداګري او ورځني فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي وو.

د تورخم د بېرته پرانیستل کېدو سره تمه کېږي چې هغه زرګونه افغانان چې په پاکستان کې د ناقانونه اوسېدو له امله د ایستلو له ګواښ سره مخ وو، د قانوني پروسې له بشپړېدو وروسته افغانستان ته ستانه شي.

د خیبرپښتونخوا ښځې ویره لري چې پر دوی د افغان مېرمنو تریخ برخلیک تکرار نه شي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۰ GMT+۰
د خیبرپښتونخوا ښځې ویره لري چې پر دوی د افغان مېرمنو تریخ برخلیک تکرار نه شي
100%

افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل او د ښوونځیو زنګونه ووهل شول، بیا لارې او کوڅې له هغو ماشومانو څخه ډکېږي چې مکتب ته ځي،خو د دوي په منځ کې د نجونو یوه لویه تش ښکاري چې له زده کړو محرومي دي. په همدې حال کې د پښتونخوا مېرمنې وېره لري چې د افغان مېرمنو تریخ برخلیک پر دوی تکرار نشي.

پرله‌پسې د پنځو کلونو لپاره، د هغو نجونو ځای خالي دی چې له سپینو ټیکریو او تورو جامو سره به ښوونځیو ته تللې. سږکال هم د افغانستان نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو ته بېرته ولاړې شي. تعلیمي کال پیل شو، خو د ټولنې نیمایي برخه لا هم د زده‌کړو د تړلو دروازو تر شا ولاړه ده.

په همدې ورځو کې، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه نور ماشومان ان د ښوونځیو تړلو دروازو ته هم ونه رسېدل. په پاکستان کې جګړو او د وسلوالو بریدونو زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه کړې دي. په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو لنډمهاله مرکزونه له هغو ماشومانو ډک دي چې خپل کتابونه یې د بې‌ځایه کېدو په منځ کې پرېښي دي.

خو هغه څه چې په دې سیمه کې ښځې تر ټولو ډېرې اندېښمنې کړي، یوازې جګړه نه ده؛ بلکې د داسې راتلونکې وېره ده چې پکې ښايي د ښځو برخلیک لا نور هم څنډې ته کړل شي.

پېښور؛ د هیلو او وېرې تر منځ ښار

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته، له قبایلي سیمو تر پېښور ښار پورې داسې فضا رامنځته شوې چې د ډېرو خلکو لپاره د افغانستان د طالبانو د جګړو کلونه ورپه یادوي. د وسلوالو بریدونه دوام لري، کورنۍ بې‌ځایه کېږي او په ځینو قبایلي سیمو کې د نجونو پر زده‌کړو بیا محدودیتونه لګېدلي دي او ښځې د طالبانو د پیاوړي کېدو په اړه اندېښمنې دي.

د همدې اندېښمنو حالاتو تر منځ، په پېښور کې د ښځو د حقونو فعاله ناهید اپریدۍ وايي: «هیڅ ټولنه پرمختګ نه شي کولی که ښځو ته اجازه ورنه کړل شي چې د ودې او پرمختګ برخه شي».

هغه د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې نه مخکې وختونه را یادوي، هغه مهال چې افغان ښځې په ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي ادارو او نادولتي بنسټونو کې کار کاوه او معاشونه یې اخیستل. خو اوس، د هغې په وینا، ډېری هماغه ښځې د نانواییو مخې ته په کتارونو کې ولاړې وي تر څو د خیرات او زکات له لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

مېرمن اپریدۍ پوښتنه کوي: «څنګه د پرمختګ خبره کېدای شي، کله چې د ټولنې نیمه برخه په کورونو کېنول کېږي؟»

ناهید اپریدۍ وايي، چې نور اسلامي هېوادونه لکه پاکستان او ایران هم شته چې هلته ښځې کولی شي زده‌کړې وکړي او کار وکړي. د هغې په باور، اسلام هېڅکله د ښځو له ټولنې څخه د حذفېدو مانا نه لري.

خو یوه بله لویه اندېښنه د هغې او د سیمې د ډېرو ښځو په زړونو کې راټوکېدلې ده: د هغه تفکر خپرېدل چې طالبانو په افغانستان کې نافذ کړی دی.

د ښځو ضد د یوې الګو د خپرېدو وېره

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ښکاره اعلان کړی چې غواړي له شریعت څخه خپله تفسیر په پاکستان کې هم پلی کړي، داسې تفسیر چې د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا، ورته بېلګه یې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې لیدل شوې ده.

ناهید اپریدۍ وايي چې د دې بهیر نښې لا مخکې په ځینو قبایلي سیمو کې ښکاره شوې دي.

په ځینو کلیو کې نجونو ته لا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. په سوات او یو شمېر قبایلي سیمو کې د نجونو ښوونځي څو ځله له ګواښونو سره مخ شوي دي.

خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو فعاله ناهیده اپریدۍ
100%
خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو فعاله ناهیده اپریدۍ

هغه وايي: «هغوی غواړي دا محدودیتونه د پاکستان خاورې ته هم راوړي، خو موږ به چوپ پاتې نه شو.»

د هغې په باور، د پاکستان مدني ټولنه باید د دې بهیر پر وړاندې ودرېږي؛ ځکه که پر ښځو محدودیتونه زیات شي، نه یوازې ښځې بلکې ټوله ټولنه به زیان وویني. «په هغه کور کې چې د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی عادي شي، هغه ماشوم چې لویېږي څنګه کولی شي یوه خوندي ټولنه جوړه کړي؟»

یوازې یوه میاشت مخکې، د کب په پنځمه، نامعلومو کسانو د شپې له خوا د جنوبي وزیرستان د برمل په سیمه کې یو دولتي ښوونځی والوزاوه. په دې چاودنه کې څو درسي ټولګي، دروازه او د ښوونځي د دېوال یوه برخه ویجاړه شوه. سیمه‌ییزو چارواکو وویل چې بریدګرو د چاودېدونکو توکو په وسیله د ښوونځي ودانۍ په نښه کړې وه او د عاملینو په اړه څېړنې روانې دي. په تېرو کلونو کې، لسګونه ښوونځي په ورته بڼه، لکه څنګه چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د طالبانو د جګړې پر مهال لیدل کېدل، د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې سوځول شوي او یا هم په چاودېدونکو توکو ویجاړ شوي دي.

هغه جګړه چې ښځې یې تر ټولو دروند قیمت پرې کوي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو هم د زرګونو کورنیو ژوند بدل کړی دی.

د خیبر په سیمه کې، یوازې له یوه کلي څخه ۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. ډېری یې په خلاصه فضا کې ژوند کوي؛ بې له سرپناه، د څښاک اوبو او لومړنیو اسانتیاوو پرته.

ناهید اپریدۍ وايي، چې د دې بې‌ځایه کېدو تر ټولو زیات فشار د ښځو پر اوږو دی.

هغه ښځې چې د برقعې لاندې، په ګرمۍ او یخنۍ کې، شپه او ورځ په خلاصه فضا کې تېروي. هغه ښځې چې باید خپل ماشومان ارام کړي، په داسې حال کې چې خپله نه پوهېږي شپه به چېرته تېروي.

هغه هیله څرګندوي چې جګړه پای ته ورسېږي، ځکه د هغې په وینا «هېڅ ډله د ښځو او ماشومانو په اندازه له جګړې نه زیانمنېږي.»

هغه ښځه چې د دین څخه د وتلو تور پرې ولګېد، خو مقاومت یې وکړ

د پاکستان په قبایلي سیمو کې، نوشین فاطمه هم یوه سخته لاره غوره کړې ده.

هغه د اورکزي قوم پورې اړه لري او د ښځو د پیاوړتیا د یوه بنسټ مشره ده. فاطمه کولای شو هېواد پرېږدي او په بهر کې ارامه ژوند ولري، خو پرېکړه یې وکړه چې پاتې شي. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «که مې خپله خاوره پرېښې وای، نو له خپل ولس سره مې کار نه شو کولای.»

هغه وايي کله چې یې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د حقونو په اړه لیکنې وکړې، ان په خپله کورنۍ کې یې سخت مخالفتونه راپورته شول: «زما د کورنۍ اتیا سلنه غړي، حتا ښځې، راسره خوابدي شول.»

خو اوس د هماغو کورنیو ځوان نسل ترې مشوره غواړي.

هغې یوه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «زه پر فیمینیزم ویاړ کوم.» د ځینو کسانو غبرګون دا و چې هغه یې له دین څخه د وتلو په تور تورنه کړه.

سره له دې، فاطمې شاتګ ونه کړ.

د پاکستان قبایلي سیمو  کې د ښځو فعاله فاطمه نوشین
100%
د پاکستان قبایلي سیمو کې د ښځو فعاله فاطمه نوشین

له ملا هبت الله څخه د فاطمې پوښتنې

فاطمه نوشین له طالبانو څخه ساده خو ټکان ورکوونکې پوښتنې لري. هغه پوښتي: «کله چې تاسو نجونو ته اجازه نه ورکوئ چې ډاکټرانې او نرسانې شي، که ستاسو مېرمنې ناروغې شي، ایا هغوی به نارینه ډاکټر ته ورولئ؟»

هغه باور لري چې هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو لګولي، د اسلامي شریعت له مخې نه دي، بلکې ډېری یې له قبیلوي دودونو سرچینه اخلي.

د هغې په وینا، په اسلام کې نارینه او هم ښځې علم ترلاسه کولو ته هڅول شوي دي؛ ان که اړتیا وي تر چین پورې سفر وکړي.

هغه په نیوکه کوونکي انداز پوښتي: «کله چې ښځې له کار کولو منع کوئ، ایا د ټولو کورنیو خوراک او اړتیاوې د هغوی تر دروازو رسوئ؟»

«موږ دا تمه نه لرو چې طالبان به له موږ سره د افغان ښځو په پرتله ښه چلند وکړي.»

په پېښور کې ښځې لا هم کولی شي خپل غږ پورته کړي؛ که څه هم په قبایلي سیمو او سوات کې ویره زیاته شوې ده.

ناهید اپریدۍ وايي: «که طالبان د پاکستان په کومه برخه کې واکمن شي، موږ دا تمه نه لرو چې له موږ سره به د افغان ښځو په پرتله ښه چلند وکړي.»

خو هغې او ډېرو نورو ښځو یو څه روښانه کړي: «دوی به چوپ پاتې نه شي.»

د پاکستان ښځو د افغانستان د ښځو تریخ برخلیک په خپلو سترګو لیدلی دی. هغوی ولیدل چې طالبانو څنګه د افغانستان د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې شاته واړولې.

نوشین وویل چې هغې خپله افغانستان ته سفرونه کړي او افغانې ملګرې لري چې د تبعیض له دردونو سره یې خپلې کیسې شریکې کړې دي.

افغانه کډواله ښځه: «هیله لرم چې هېڅ ښځه د نړۍ په هېڅ ځای کې هغه ظلم تجربه نه کړي چې افغان ښځو وکړ.»

په پاکستان کې افغانه کډواله زهره رحیمي وايي، هیله لري چې هغه ظلم چې افغان ښځو تجربه کړی، د نړۍ هېڅ ښځه یې تجربه نه کړي. هغې وویل، د پاکستان ښځو ته دا هیله لري چې هېڅکله خپل حقونه او ازادۍ له لاسه ورنه کړي.

دا افغانه مېرمن د طالبانو له واکمنېدو وروسته مجبوره شوه چې له خپل هېواده ووځي، په دې هیله چې په ګاونډي هېواد کې لږه ازادي ترلاسه کړي.

زهره د طالبانو له راتګ مخکې په یوه کوریایي خیریه موسسه کې کار کاوه. د هغوی دفتر د کارته چهار په سیمه کې و. هغې درې کاله هلته کار وکړ. هممهاله، هغه د یوه خصوصي پوهنتون محصله وه او کمپیوټر ساینس یې لوست. د طالبانو په راتګ سره نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړه، بلکې له زده‌کړو هم بې‌برخې شوه.

زهره افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوازې یو کال یې تر فراغت پاتې و، خو طالبانو اجازه ورنه کړه چې فارغه شي. هغې د طالبانو له راتګ وروسته واده وکړ او یو ماشوم یې وزېږاوه.

اوس دوه کاله کېږي چې له خپل مېړه او یو ماشوم سره په اسلام‌اباد کې د وېرې او اندېښنې تر سیوري لاندې ژوند کوي.

د یوې کډوالې ښځې په توګه، د پاکستان ویزې تمدید ورته ستونزمن شوی او هره لحظه د نیول کېدو او افغانستان ته د شړل کېدو وېره لري. په دې دوو کلونو کې چې په اسلام‌اباد کې اوسېږي، د ویزې له پای ته رسېدو وروسته یې په یوه کال کې پنځه ځله ځای بدل کړی دی.

زهره وايي، کله ناکله د پاکستان له پښتنو نجونو او ښځو سره د طالبانو د سیاستونو په اړه خبرې کوي. د رحیمي په وینا، هغه نجونې چې ورسره یې خبرې کړې، د دې وېره لري چې پاکستاني طالبان به د هغوی پر برخلیک واکمن شي.

هغې وویل، اندېښنه لري چې د پاکستان طالبان هم د افغان طالبانو په څېر باورونه او انګېزې لري، او یوازې د نوم توپیر دی او دا وېره شته چې دا ډله به هم لکه طالبان په کوم ځای کې واکمنه شي او د خلکو پر برخلیک حاکمه شي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبانو ۷۹ قوانین یا فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو بنسټیز حقونه تر برید لاندې راولي؛ د ملګرو ملتونو چارواکي دا نظام «د جنسیتي اپارتاید رژیم» بولي. هغه قوانین چې د ښځې غږ عورت ګڼي او مېړه ته اجازه ورکوي چې خپله ښځه ووهي، تر دې چې هډوکی یې مات نه کړي.

په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو؛ خو د دې هېواد د میلیونونو نجونو لپاره، ښوونځی لا هم یو لرې خوب دی. د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم ښځې وېره لري چې له افغان ښځو سره ورته راتلونکي سره مخ شي.

سره له دې، د بې‌ځایه کېدو، وېرې او محدودیتونو تر منځ داسې ښځې شته چې لا هم پوښتنې کوي، مقاومت کوي او هیله لري. ځکه هغوی باور لري چې د دې سیمې راتلونکی نه یوازې د جګړې په ډګرونو کې، بلکې په هغو درسي ټولګیو کې لیکل کېږي چې یوه ورځ به بیا پرانېستل شي.

طالبانو له کوچني اختر وروسته په دریو ورځو کې شپږ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۰۰ GMT+۰
طالبانو له کوچني اختر وروسته په دریو ورځو کې شپږ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
100%

د طالبانو ستره محکمه وایي چې له کوچني اختر راوروسته یې په دریو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر شپږو کسانو د بند او پر دُرو د وهلو سزاوې عملي کړې دي.

د یادې محکمې له‌خوا د پنجشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سزاوې د سې شنبې، چار شنبې او نن د پنجشنبې په ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې تطبیق شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د سې شنبې په ورځ یو کس په بلخ کې او په همدغه ورځ په کابل کې دوه کسان، د چار شنبې په ورځ په بلخ کې دوه کسان او د پنجشنبې په ورځ یو کس په کابل کې د بند ترڅنګ په بدني سزاوو محکوم شوي دي.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې یاد کسان په غلاوو او هغه څه چې دوی یې «اخلاقي فساد» بولي، تورن وو.

طالبان په داسې حال کې بدني سزاوې عملي کوي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه او د ملګرو ملتونو ادارې دا ډول سزاوې د نړیوالو بشري حقونو له اصولو سره په ټکر کې بولي او له طالبانو یې د بندولو غوښتنه کړې ده. خو طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو پر وړاندې خپل دریځ نه دی بدل کړی او ټینګار کوي چې دا سزاوې د هغوی د قضايي نظام برخه ده.