• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شمالي کوریا او بېلاروس د دوه اړخیزې ملګرتیا تړون لاسلیک کړ

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د شمالي کوریا دولتي خبرې اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشر کیم جونګ‌اون او د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په پیونګ یانګ کې د یوې سرمشریزې پر مهال د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ.

د راپور له‌مخې، دواړو هېوادونو د ډیپلوماسۍ، کرنې، روغتیا او تعلیمي برخو کې د همکاریو بېلابېلې هوکړې هم لاسلیک کړې دي.

د شمالي کوریا او بېلاروس تر منځ د ډيپلوماټیکو اړیکو له رامنځته کېدو وروسته شمالي کوریا ته دا د لوکاشینکو لومړی سفر دی او د شمالي کوریا مشر دغه هېواد ته د بېلاروس د ولسمشر سفر د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړولو لپاره خورا ارزښتمن بللی دی.

د راپورونو له‌مخې، د شمالي کوریا د مشر او بېلاروس د ولسمشر تر منځ لېده کاته پر داسې مهال شوي چې دواړه تر نړۍوالو بندیزونو لاندې دي او د اوکراین او روسیې په څلور کلنه جګړه کې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه پرېکنده ملاتړ کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

میا افتخار حسین: د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې دوام د دواړو هېوادونو په زیان دی

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتحار حسین وايي، چې پاکستان دې له طالبانو سره کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، که جګړه دوام ومومي، نو دواړه لوریو ته به سخت زیان واوړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي او له طالبانو سره دې د خبرو له لارې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

میا افتخار حسین زیاته کړه: «همدا یې وخت دی، چې موضوع د مذاکراتو له لارې حل شي. دا به د پاکستان په ګټه وي او هم به د افغانستان په ګټه وي، خو که داسې ونه‌شي، نو ښايي په دې سیمه کې بیا د امن لپاره د غږ پورته کولو لپاره څوک پاتې نه‌وي او هر څه به تباه شي».

نوموړي د طالبانو او پاکستان او همدارنګه په سیمه کې روان کړکېچ ته په اشاره ویلي، چې په پاکستان کې د خلکو معیشت سخت زیانمن شوی او له افغانستان سره د کړکېچ د هواري په موخه دې د احتمالي تباهۍ مخه ونیول شي.

میا افتخار حسین زیاته کړې: «له افغانستان سره سوداګريزې لارې دې پرانېستل شي، وضعیت ډېر خراب شوی دی. د تېلو بیه وګوره، د خوراکي توکو بیې وګوره، د برېښنا بیې وګوره خلک بې‌وسه شوې دي. کاروبار نه‌شته، دندې نه‌شته، فابریکې بندې دي. ښوونځي بند دي، روغتیا او کرنه تباه شوې ده، خدای خبر چې زموږ حکمرانان پر څه بوخت دي، ایا دا تباهي نوره هم په تباهۍ بدلوي. جګړه دې ودرول شي او پای ته دې ورسول شي او تباه شوی وضعیت دې ورغول شي».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ټي‌ټي‌ټپي او نورو وسله‌والو ډلو پر سر کړکېچ دوام ولري او د یاد کړکېچ له امله پاکستان په افغانستان کې ګڼ ولایتونو بمبار کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې او طالبانو هم د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

د اخوان المسلمین د بنسټګر لمسی د جنسي تېري په تور په ۱۸ کاله بند محکوم شو

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰

پاریس کې یوې محکمې د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي مطالعاتو پخوانی استاد طارق رمضان او د اخوان المسلمین د بنسټګر حسن البنا لمسی، پر درېیو ښځو د جنسي تېري په تور په ۱۸ کاله بند محکوم کړ. هغه دوه کاله وړاندې په سویس کې هم د جنسي تېري په جرم محکوم شوی و.

رسنیو د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ۶۳ کلن څېړونکی طارق رمضان د پاریس په جنایي محکمه کې د حکم د اعلان پر مهال حاضر نه و. د هغه وکیلانو وویل چې نوموړی د سویس د ژنو په یوه روغتون کې د بسترېدو له امله محکمې ته حاضر نه شو. خو هغوی د محاکمې بهیر «یو خندونکې ننداره» وبلله.

پر هغه لګېدلي تورونه د درېیو ښځو اړوند دي چې وایي طارق رمضان د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ پرې جنسي تېری کړی. په فرانسه کې د هغه پر ضد دوسیه په ۲۰۱۷ کال کې هغه مهال پرانیستل شوه چې دوو ښځو د«زه هم»غورځنګ په ترڅ کې د خپل تېري کیسه شریکه کړه.

فرانسوۍ قاضي کورین ګوتزمن وویل چې د رمضان د نیولو حکم صادر شوی، خو سویس له فرانسې سره د مجرمینو د سپارلو تړون نه لري. هغې زیاته کړه چې د ترسره شوو اعمالو د «شدید جدي‌والي» له امله د ۱۸ کلونو بند سزا توجیه کېدونکې ده.

رمضان همداراز د تل لپاره د فرانسې خاورې ته د ننوتلو له بندیز سره مخ شوی دی.

هندا عیاري، چې له قربانیانو څخه یوه ده، له محکمې له وتلو وروسته خبریالانو ته وویل چې قاضیانو د هغې خبرې منلې دي. عیاري، چې لیکواله ده، لومړۍ ښځه وه چې پر طارق رمضان یې د جنسي تېري تور پورې کړ. هغې په ۲۰۱۷ کال کې فرانسوي تلویزیون ته ویلي وو چې رمضان په ۲۰۱۲ کال کې د اکسفورډ د سنت انتوني کالج په یوې خونه کې لکه یو «وحشي حیوان پر ما برید وکړ».

دویمې ښځې هم ادعا کړې چې رمضان په ۲۰۰۹ کال کې د فرانسې د لیون په یوه هوټل کې پرې جنسي تېری کړی. درېیمې ښځې بیا ویلي چې هغه په ۲۰۰۸ کال کې په ژنو کې پر دې تېری کړی و.

طارق رمضان دا تورونه رد کړي او د خپل حضور سره د نوې محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

دا حکم په فرانسه او سویس کې د طارق رمضان پر ضد د قضیو په لړۍ کې وروستی پرمختګ بلل کېږي. تر دې وړاندې د سویس عالي محکمې هم د ۲۰۰۸ کال اړوند په جلا دوسیه کې د هغه د محکومیت پرېکړه تایید کړې وه، چې پکې هغه د جنسي تېري په جرم محکوم شوی و.

طارق رمضان د حسن‌البنا لمسی دی، چې د اخوان المسلمین په نوم مشهور او اغېزمن غورځنګ بنسټګر دی. هغه له ډېرې مودې راهیسې وایي چې پر ده لګېدلي تورونه د بدنامولو د یوه کمپاین برخه ده.

طارق رمضان کلونه د اروپا په کچه د اسلامي مطالعاتو له پېژندل شویو او مشهور شخصیتونو څخه و.

برایان ماسټ: طالبانو نجونې او ښځې له خپل زده‌کړیز حق څخه بې‌برخې کړې

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د اکثریت مشر، برایان مسټ، ویلي چې له افغانستان څخه د پخواني ولسمشر جو بایډن له لوري د ځواکونو له وتلو وروسته، طالبانو نجونې او ښځې له هغه زده‌کړیز حق څخه بې‌برخې کړې چې حقدارې یې دي.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا په کانګرس کې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو د وضعیت په اړه بحث روان و.

مسټ زیاته کړې، چې دوی ته دا ویاړ ورپه برخه شوی چې درې افغانې زده‌کوونکې، چې اوس په امریکا کې زده‌کړې کوي، په دې ناسته کې یې ورسره ګډون کړی.

د نوموړي په وینا، د دغو زده‌کوونکو حضور د افغانستان د ښځو د وضعیت د روښانه کولو لپاره مهم و او د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو موضوع یې لا جدي وښوده.

هغه ټینګار وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ باید د نړیوالې ټولنې له لومړیتوبونو څخه وي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

اروپایي پارلمان د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو قانون ته د تصویب لپاره رایه ورکړه

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۵:۴۳ GMT+۰

د اروپایي پارلمان غړو د کډوالۍ هغه جنجالي طرحه تصویب کړه چې اجازه ورکوي د اتحادیې له پولې بهر د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو مرکزونه جوړ شي. دغه طرحه د ۳۸۹ موافقو او ۲۰۶ مخالفو رایو سره تصویب شوه.

دغه طرحه د ۲۰۲۵ کال په پای کې د منځلارې ښي او افراطي ښي اړخو احزابو له خوا وړاندې شوې وه. د اروپايي اتحادیې قانون جوړونکو د پنجشنبې په ورځ، د وري میاشتې ۶مه، په بروکسل کې دې طرحه ته رایه ورکړه.

دغه قانون په څرګنده توګه د دې امکان برابروي چې د «بیرته ستنولو مرکزونه» د اتحادیې له پولې بهر پرانیستل شي، څو هغه کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې، د درېیمو هېوادونو مرکزونو ته ولېږدول شي.

اروپايي حکومتونه د کډوالۍ پر وړاندې د عامه ناخوښۍ په منځ کې چې د افراطي ښي اړخو احزابو د انتخاباتي بریاوو سبب شوې، سختدریځه پالیسۍ تعقیبوي.

یونان، جرمني، هالنډ، اتریش او ډنمارک له وړاندې له ځینو افریقایي هېوادونو سره خبرې کړې دي چې د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو او ساتنې مرکزونو کوربانه دي.

په اروپا کې افراطي ښي اړخي احزاب غواړي چې د امریکا په څیر سختدریځه مهاجرتي پالیسۍ عملي شي. راپورونه ښيي چې ۳۲ پارلماني غړو د دې طرحې په رای ورکولو کې برخه نه ده اخیستې.

د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د کډوالۍ د کمېدو له امله، د بروکسل غړي د کډوالو د بیرته ستنولو د سیستم په ښه کولو باندې تمرکز کړی دی. اوس مهال یوازې شاوخوا ۲۰ سلنه هغه پناه غوښتونکي چې د هېواد پریښودو امر یې ترلاسه کړی، خپل اصلی هېواد ته ستنول کیږي.

همدا راز، دغه طرحه هغو کډوالو ته چې د هېواد پریښودو څخه ډډه کوي، جدي جزاګانې ټاکي.

اسحاق ډار وایي د واشنګټن او تهران ترمنځ تماسونه د اسلام اباد له لارې دوام لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې د منځني ختیځ د روانې جګړې د پای ته رسولو په اړه د سولې د خبرو اترو په اړه اوازې ناسمې دي. نوموړي ټینګار کړی چې اصلي پرمختګونه د پاکستان له لارې د امریکا او ایران ترمنځ د غیرمستقیمو اړیکو او پیغام‌ رسونې له لارې روان دي.

اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ د وري ۶مه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې امریکا خپلې ۱۵ مادې ایران ته لېږلې دي او دا وړاندیزونه دا مهال د تهران له خوا تر ارزونې لاندې دي. د ده په وینا، اړیکې د مستقیمو خبرو پر ځای د پیغامونو د تبادلې له لارې پر مخ ځي او پاکستان په دې ډیپلوماټیک بهیر کې مهمه او فعاله ونډه لري.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د سیمې یو شمېر نور هېوادونه، لکه ترکیه او مصر، هم د دغو هڅو ملاتړ کوي او د اړیکو د ټینګښت په برخه کې مرسته کوي.

ډار ټینګار کړی چې پاکستان د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او هڅه کوي چې په سیمه او له هغې هاخوا د ثبات د ټینګښت لپاره اړین اقدامات ترسره کړي. هغه ویلي: «خبرې اترې او ډیپلوماسي یوازینۍ لار ده.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیاوې لوړې شوې او د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس دی.

بلخوا پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو د بیا پیل او منځګړیتوب په هڅو کې مهم رول لوبوي او د دواړو لورو ترمنځ تماسونه په وروستیو کې زیات چټک شوي دي.