ټرمپ: ډېری خلک داسې انګیري چې ګواکې امریکا د جګړې د بایللو په درشل کې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر کورنیو رسنیو کلکه نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه، چې هغوی د ایران د جګړې په اړه "ناسم" انځور وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د ده په وینا، امریکا په دغه نښته کې برلاسې ده.
