د فارس خلیج د عربي هېوادونو ګډه اعلامیه: ایران باید سمدستي خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي

د فارس خلیج عربي هېوادونو د یوې ګډې او سختې اعلامیې په خپرولو سره د ایران او د هغوی د نیابتي ځواکونو بریدونه وغندل او دا یې د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، نړۍوالو قوانینو، بشري حقونو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه وبلله.
