• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له زده‌کړو بې‌برخې نجلۍ: کم‌عمره نجونې يا خپګان ته لوېږي او يا واده ته اړې کېږي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۴۳ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نوی تعلیمي کال پرله‌پسې پنځم ځل لپاره بیا هم داسې پیل کېږي، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي او پوهنتوني زده‌کړو اجازه نه‌لري. یو شمېر نجونې وایي، له زده‌کړو بې‌برخې پاتې کېدل ماشومتوب کې د ودونو، خپګان او ناهیلۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د ښځو د انلاین پوهنتون یوې زده‌کړیالې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د نجونو په منځ کې د خپګان او له وخت مخکې ودونو په اړه خبرداری ورکړ. هغې چې له کابل څخه یې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط خبرې کولې زیاته یې کړه: «نوي کال کې د نجونو خاموشي لا هم دوام لري».

د هغې په وینا، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هېواد بشپړې تیارې ته ټېل وهلی او د دې تیارو جبران ډېر ستونزمن دی.

دې محصلې وویل، چې له ښوونځیو پاتې نجونې په ماشومتوب کې ودونو ته اړې کېږي او همداراز له «خپګان او ناهیلۍ» سره مخ دي.

په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې انلاین ښوونځي او پوهنتونونه رامنځته شوي، خو د انټرنټ کمښت او د بیو لوړوالی او همداراز د خلکو بې‌وزلي د دې لامل شوي، چې ډېرې نجونې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې له دغو تعلیمي فرصتونو څخه ګټه وانه‌خلي.

دې نجلۍ وویل، چې انلاین پوهنتون د دوی لپاره یو ښه فرصت وو، خو ټینګار یې وکړ چې ډېرو نجونو د اقتصادي ستونزو او د انټرنټ د بیو د لوړوالي له امله له دې فرصته بې‌برخې پاتې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې نجونې باید له زده‌کړو ناهیلي نه‌شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې تایید کړې، چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت ماشومتوب کې د ودونو، د ماشومانو د جبري کار او د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شوي دي.

نړیوال بنسټونه پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي پراخ محدودیتونه او تبعیض د جنسیتي اپارتاید ښکاره بېلګه بولي. دوی وایي، چې طالبان باید د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو له امله تر قانوني څار لاندې ونیول شي. د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت ضد جرمونو په تور د طالبانو د مشر د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په هرات کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۴ عمده پلورنځي وتړل

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د هرات ښار د پنځمې ناحیې په شاوخوا کې یې د درملو او روغتيايي محصولاتو ۲۸ عمده پلورنځي ارزولي او ۴ یې د تخلفاتو له امله تړلي دي.

دغه دفتر د پنجشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو ارزول شویو عمده پلورنځيو کې د درملو او روغتیايي محصولاتو استازولۍ هم شاملې وې.

خبرپاڼه کاږي، په دې لړ کې ۴ عمده پلورنځي د ګران پلورنې او د پېرنې د فاکټور د نه‌وړاندې کولو له امله مهرلاک شوي دي.

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی شوی، چې د ارزونې دغه بهیر به همداراز دوام ولري او له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.

له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او طالبانو تر منځ له جګړې او همداراز په ایران کې د روان وضعیت له امله لوی ښارونه د درملو له کمښت سره مخ دي او ډېری هېوادوال هم د درملو د بیو له لوړېدو شکایت لري.

د یاودنې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېری درمل له پاکستان او ایران څخه واردېدل.

ملاله یوسفزۍ: نړۍ باید افغان ښځې په خپله مبارزه کې یوازې پرېنږدي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۰

د نجونو د زده‌کړو فعالې او د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، چې د افغان ښځو غږ باید پیاوړی شي او نړۍ باید افغان ښځې په خپله مبارزه کې یوازې پرېنږدي.

ملالې یوسفزۍ د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د افغان ښځو د وضعیت په اړه د یوه مستند فلم له نندارې وروسته، د یوې ناستې پرمهال یې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د افغان ښځو د وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې د افغان ښځو موضوع باید یوازې یو «کلتوري یا مذهبي» بحث ونه‌ګڼل شي. د نوموړې په خبره د افغان ښځو موضوع یوه لویه «قضیه» ده.

نوموړې زیاته کړې: «ښځې باید په غونډو کې حضور ولري. د ښځو حقونه باید د بحث وړ نه‌وي. تاسو په داسې حالاتو کې د یوه هېواد راتلونکی نه‌شۍ ټاکلی، کله چې نیمايي نفوس یې له پامه غورځول شوی وي».

د نجونو د زده کړو دغه فعاله په افغانستان کې د ښځو سیستماتیک ځپل د انسانیت پر وړاندې بنسټیز «ظلم» بولي.

ملالې زیاته کړې: « افغان ښځې ډېرې زړورې او مقاومې دي، خو دا د نړۍ لپاره یو غږ دی، نور یې هم باید ملاتړ وکړي. افغان ښځې باید په دې مبارزه کې یوازې پرې‌نښودل شي».

د نوموړې دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم تولګي پورته له زده‌کړو او ښځې یې له ټولنیز او سیاسي ژوند او همداراز له کوره بهر له کار کولو له حقونو بې‌برخې کړې دي.

مولانا فضل الرحمن: په افغانستان کې باثباته او خپلواک حکومت د پاکستان په ګټه دی

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان هغه دریځ ناسم دی چې ګواکې د افغانستان حکومتونه دې د دوی تر لاس لاندې وي. هغه زیاته کړې، چې یو خپلواک او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.

نوموړي وویل: «ایا په دې اویا کلونو کې ټولې تېروتنې د افغانستان دي او زموږ طرف ته هېڅ تېروتنه نشته؟ افغانستان یوازې د هېواد نوم نه‌دی، د اسلامي امارت نوم نه‌دی، بلکې د یوه ملت نوم دی».

هغه ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د پاکستان د وګړو، کلتوري، مذهبي، اقتصادي او هر اړخیزې اړیکې دي چې له همدې امله دواړه هېوادونه سره نه بیلېدونکي دي.

د دغه پاکستاني سیاستوال په خبره، د پاکستان له لوري په افغانستان کې د حکومتونو د ړنګېدو اقدامات اړوند اغېزناک نه‌دي او مسایل نه‌شي حل کولی. مولانا فضل الرحمن وایي، د ظاهر شاه د حکومت له پیله تر اوسه پورې پاکستان د حکومتونو د ړنګېدو ملاتړ کړی او په‌کې ښکېل وو.

د نوموړي په خبره، اوس یو ځل بیا پاکستان د امریکا په خوښه نویو سیاسي لوبو او جګړو ته مخه کړې ده.

دا پاکستانی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې همدا نن شپه هم په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې ده. تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان علماوو په یوه ګډ غوښتنلیک کې له اسلام‌اباد او پاکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې اوربند دې سره وغځوي.

د دواړو لوریو ديني عالمانو تینګار کړی وو، چې طالبان او پاکستان دې په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره مسایل سره د مذاکراتو له لارې حل کړي.

میا افتخار حسین: د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړې دوام د دواړو هېوادونو په زیان دی

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتحار حسین وايي، چې پاکستان دې له طالبانو سره کړکېچ د خبرو له لارې حل کړي او همداراز یې خبرداری ورکړی، که جګړه دوام ومومي، نو دواړه لوریو ته به سخت زیان واوړي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د یوه خبري کنفرانس پرمهال ویلي، چې پاکستان دې د افغانستان په تړاو پر خپلو پالیسیو له سره غور وکړي او له طالبانو سره دې د خبرو له لارې روان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

میا افتخار حسین زیاته کړه: «همدا یې وخت دی، چې موضوع د مذاکراتو له لارې حل شي. دا به د پاکستان په ګټه وي او هم به د افغانستان په ګټه وي، خو که داسې ونه‌شي، نو ښايي په دې سیمه کې بیا د امن لپاره د غږ پورته کولو لپاره څوک پاتې نه‌وي او هر څه به تباه شي».

نوموړي د طالبانو او پاکستان او همدارنګه په سیمه کې روان کړکېچ ته په اشاره ویلي، چې په پاکستان کې د خلکو معیشت سخت زیانمن شوی او له افغانستان سره د کړکېچ د هواري په موخه دې د احتمالي تباهۍ مخه ونیول شي.

میا افتخار حسین زیاته کړې: «له افغانستان سره سوداګريزې لارې دې پرانېستل شي، وضعیت ډېر خراب شوی دی. د تېلو بیه وګوره، د خوراکي توکو بیې وګوره، د برېښنا بیې وګوره خلک بې‌وسه شوې دي. کاروبار نه‌شته، دندې نه‌شته، فابریکې بندې دي. ښوونځي بند دي، روغتیا او کرنه تباه شوې ده، خدای خبر چې زموږ حکمرانان پر څه بوخت دي، ایا دا تباهي نوره هم په تباهۍ بدلوي. جګړه دې ودرول شي او پای ته دې ورسول شي او تباه شوی وضعیت دې ورغول شي».

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ټي‌ټي‌ټپي او نورو وسله‌والو ډلو پر سر کړکېچ دوام ولري او د یاد کړکېچ له امله پاکستان په افغانستان کې ګڼ ولایتونو بمبار کړي او ګڼو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله هم اړولې او طالبانو هم د پاکستان پر بېلابېلو سیمو د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي دي.

هیله نجیب نیوکه کړې چې د افغانستان په اړه نړیوالو پلټفورمونو کې فاسدې سیاسي څېرې ګډون لري

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د پخواني وژل شوي ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور هیله نجیب وایي، د افغانستان په تړاو نړیوالو بحثونو او پلټفورمونو کې «فاسدې څېرې» د ګډون لپاره بلل کېږي. هغه وایي، د افغانستان په تړاو بحثونه پر «فساد ککړو سیاسي څېرو» انحصار کړې دي.

نوموړې د پوښتنې په ډول د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «ایا نړیواله ټولنه له دې حالت څخه خبره ده؟». د هغې په وينا، دا پوښتنې لا هم پر ځای دي چې ولې هغه کسان چې په رښتينې توګه د جګړې او ناامنۍ له امله ځورېدلي دي په داسې ناستو کې ګډون نه‌لري او ولې هغه کسان چې د هغې په خبره «پر حقه خبرې کوي او پاک دي» خپل غږ نه‌پورته کوي.

د پخواني ولسمشر لور زیاته کړې، چې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه له هغو بنسټونو څخه دي چې بايد دا پوښتنې له ځانونو سره مطرح کړي، څو د هغې په باور د تېر وخت تېروتنې بيا تکرار نه‌شي.

د هیله نجیب په خبره، د افغانانو چوپتيا په حقيقت کې د دغو بنسټونو د تګلارو او اجنډاوو پر وړاندې يو ځواب دی او دا ښيي، چې دا ډول چلند نور د خلکو لپاره د باور وړ نه‌دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستيو کلونو کې د افغانستان په سياسي بهيرونو کې د نړيوالې ټولنې رول او د پرېکړو په کولو کې د خلکو د رښتينې ونډې اندازه تل د بحث او نيوکې لاندې پاتې شوې ده. هم‌مهاله روانه اونۍ په لندن کې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د طالبانو د مخالفانو تر منځ ناسته شوې چې ناندرۍ یې راپارولې دي.