• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریتانیا د افغان ځانګړو ځواکونو سلګونو سرتېرو ته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړه

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۰

هغو سلګونو افغان ځانګړو سرتېرو ته، چې د افغانستان د جګړې پر مهال یې د طالبانو پر ضد د بریتانیا له ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې وه، وروسته له هغې په بریتانیا کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوه چې د هغوی د پناه غوښتنې لومړنۍ غوښتنې رد شوې وې.

بریتانوی رسنۍ د جمعې په ورځ، د وري ۷مه، راپور ورکړ، چې د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې ۸۸۴ هغه پرېکړې یې بېرته اخیستې دي چې د افغان ځانګړو ځواکونو د پناه غوښتنې مخه یې نیولې وه. له دې سره اوس د دغو «ټرېپلز» په نوم پېژندل کېدونکو سرتېرو لپاره دا فرصت برابر شوی چې په بریتانیا کې د مېشتېدو قانوني حق ترلاسه کړي.

دغه افغان پوځیان، چې د افغانستان په جګړو کې یې د بریتانیا له ځانګړو ځواکونو سره اوږدمهاله او نږدې همکاري لرله، په پیل کې له دې امله رد شوي وو چې ګواکې دوی د مېشتېدو شرایط نه پوره کوي. خو د ملاتړو د دوامدارو هڅو او د بریتانیا د پوځ د افسرانو د فشار له امله حکومت ومنله چې دا کسان په حقیقت کې د بریتانیا له خوا تمویل شوي او د ملاتړ مستحق دي.

دا پرېکړه په پارلمان کې اعلان شوه، چې له مخې یې د دوو افغان ځانګړو قطعو غړي به د افغانانو د بیا مېشتېدو او مرستې د پروګرام له لارې د خوندي کېدو حق ولري، که څه هم د عادي ویزې بهیر به پکې هم عملي کېږي. ټرېپلز د دې پروګرام د نیمګړتیاوو له امله له جدي خطرونو سره مخ شوي وو، ځکه د دوی یو شمېر پخواني سرتېري د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو کې وژل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د ټرېپلز یو شمېر غړي د خپلې قضیې د اوږده ځنډ له امله له طالبانو سره مخ شوي، نیول شوي او شکنجه شوي دي. یو ۴۰ کلن پخواني سرتېري د حکومت دا پرېکړه «ښه، خو ناوخته» بللې ده او ویلي یې دي چې له دې ځنډه ګڼ لوړپوړي سرتېري وژل شوي دي.

د ټرېپلز شاوخوا ۳۳۰۰ دوسیې په دې پراخې بیاکتنې کې ارزول شوې دي او تمه ده چې د پرېکړې له بدلون وروسته به شاوخوا ۶۰۰۰ افغانان د خپلو کورنیو په ګډون خوندي ځای ته انتقال شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ضمیر کابلوف: د افغان کارګرانو د جذب په اړه له طالبانو سره خبرې کوو

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۱:۱۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، وایي چې مسکو د افغان کارګرانو د جذب په موخه له طالبانو سره خبرې روانې کړي دي. هغه زیاته کړه چې تر اوسه دواړه لوري کومې مشخصې هوکړې ته نه دي رسېدلي، خو د امکان‌سنجۍ بهیر د کارپوهانو په کچه دوام لري.

د روسیې دولتي خبري اژانس «ریانووستي» د جمعې په ورځ، د وري اوومه، د کابلوف له قوله لیکلي چې دغه خبرې د دې لپاره کېږي څو افغان کډوال په روسیه کې د کار لپاره جذب شي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي وویل چې روسي لوری په دې تړاو خبرو کې «د کډوالۍ د نافذه قوانینو او اقتصادي ملاحظاتو له مخې عمل کوي.»

په روسیه کې د طالبانو سفیر، ګل‌حسن، تر دې مخکې ویلي وو چې له مسکو سره یې د روسیې په کرنیزو برخو کې د افغان کارګرانو د جذب پر امکان خبرې کړې دي.

طالبانو له دې وړاندې هم له بېلابېلو هېوادونو، لکه متحده عربي اماراتو او قطر سره د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د خبرو، خبر ورکړی و. خو کارپوهان وایي چې بهر ته د کارګرانو لېږل ځانګړو شرایطو او قانوني پړاوونو ته اړتیا لري، چې د طالبانو اداره یې د بشپړولو توان نه لري. د پخواني حکومت هڅې هم، چې غوښتل یې کارګران اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته واستوي، بې‌پایلې پاتې شوې وې.

د بښنې نړۍوال سازمان: طالبان دې تبعيضي تګلارې پای ته ورسوي او د نجونو ښوونځي دې پرانیزي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۳ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې له تېرو څه باندې څلورو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. یاد سازمان له طالبانو غوښتي، چې خپلې تبعيضي تګلارې پای ته ورسوي او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

دغه سازمان د افغان ښځو په ملاتړ د یوه مطلب په شریکولو سره ویلي، چې چوپتیا ماته کړئ او په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې پای ته ورسوئ. دوی لیکلي، چې د طالبانو له واکمنۍ څلور کاله تېرېږي او په یاده موده کې دغه هېواد د بشري حقونو د سرغړونو په مرکز بدل شوی.

یاد بنسټ زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو ځورول، شکنجې، خپلسرې نیونې او سانسور لاهم دوام لري او د حساب ورکونې هیڅ څرک نه لیدل کېږي او نړۍ هم ډېر کمزوری غبرګون ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت پرون پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځيو زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې د پاکستان حکومت نن د کویټې پر سپني سړک ګڼ افغان کډوال نیولي دي. په یاد ښار کې د اختر په ورځو کې هم ګڼ کډوال نیول شوي او بېرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي وو.

په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې یوازې د اختر په ورځو کې ۲۲۲ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
بل لور ته افغان کډوال شکایت کوي، چې د پوليسو له‌خوا ځورول کېږي او نه‌شي کولی چې کارونو ته ولاړ شي. دوی وایي، د روان وضعیت له امله په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له کړاو سره مخ دي.

بل لور ته تېره ورځ د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم هټۍ، پمپونه او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.

د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.

د ښځو د ملاتړ بنسټ: نړۍواله ټولنه دې د زده‌کړو په برخه کې پر طالبانو فشار زیات کړي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۸:۴۴ GMT+۰

د «رواه» په نوم د ښځو د حقونو ملاتړ او پياوړتیا بنسټ د افغان نجونو پر وړاندې د زده‌کړو دوامداره بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې او دا یې د افغانستان راتلونکې لپاره نه جبرانېدونکی زیان ګڼلی. دغه بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د زده‌کړو په برخه کې دې پر طالبانو فشار زیات کړي.

یاد بنسټ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له ملي او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې د دغه «انساني او ښوونیز ناورین» پر وړاندې مسوولانه او بېړنی اقدام وکړي. دوی ټينګار کړی، چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي له قید او شرط پرته پرانیستل شي.

د ښځو د یاد بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي: «د دغه پراخې سرغړونې د ثبت او څار لپاره دې نړۍوال سازمانونه او د بشري حقونو مدافعین فعال رول ادا کړي، د حساب ورکونې مېکانیزمونه دې رامنځ ته شي؛ ترڅو د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه خوندي‌ شي».

په خبرپاڼه کې له مدني فعالانو، رسنیو او نړۍوالو هم غوښتنه شوې، چې د افغان نجونو د حقونو لپاره غږ پورته کړي. د خبرپاڼې له مخې؛ «د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتیا د هغو ملاتړ معنا لري. د افغان نجونو ترڅنګ درېدل د عدالت او انسانیت ترڅنګ درېدل دي».

د اختر په مېلو کې ناامني؛ له کندهار نه بدخشان ته تللي ځوانان د وسله‌والو له لوري ټپیان شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۷:۰۳ GMT+۰

د اختر په ورځو کې له کندهار نه بدخشان ته د تفریح او مېلو لپاره تللي یوشمېر ځوانان وايي، چې په لارو کې ناپېژاندو وسله‌والو پرې ډزې کولې او د طالبانو امنیتي ادارو له خبرولو سره، سره په دې برخه کې هیڅ اقدام نه‌دی شوی. په یوه پېښه کې بیا درې ځوانان ټپیان شوي‌ هم دي.

دغه ځوانانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د تخار له لارې د بدخشان کشم ولسوالۍ ته پر لار ناپېژاندو وسله‌والو پرې ډزې کړې دي. د دوی په خبره؛ د مېله‌والو پر یوه موټر دزو کې درې ځوانان برسېرن ټپیان شوي دي.

په پېښه کې یو کس په پښه او دوه نور کسان پر لاسونو لګېدلي او برسېرن ټپيان شوي
100%
په پېښه کې یو کس په پښه او دوه نور کسان پر لاسونو لګېدلي او برسېرن ټپيان شوي

د پېښې قربانیان زیاتوي: « کله چې د مرستې لپاره د طالبانو نږدې امنیتي کسانو ته ورغلو، د مرستې پر ځای پرې بیا د درنو وسلو ډزې وشوې او هغوی اړ شول له سیمې وتښتي». د دوی په خبره، په تخار کې د طالبانو له امنیې قوماندانۍ سره یې هم اړیکه ونیوله؛ خو د نورو جزییاتو پرته ورته ویل شوي، چې پېښه له کنټروله وتلې ده.

دوی وايي: «موږ ته لارښوونه وشوه، چې کندوز ته ولاړ شو؛ خو هلته هم د طالبانو د پنځمې حوزې مسوولینو ادعا وکړه، چې نیول شوي کسان خوشې شوي دي؛ ځکه چې ګواکې له طالب دولتي چارواکو سره تړاو لري».

مېله‌وال وايي، دغه پېښه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کمزوري امنیتي وضعیت او د خلکو د خوندیتوب نشتوالي جدي پوښتنې راپورته کوي. د سیمې اوسېدونکي اندېښنه څرګندوي، چې ځینې وسله‌وال که د طالبانو اړوند وي یا د هغوی تر سیوري لاندې فعالیت کوي؛ په عامو تفریحي سیمو کې له ځان سره وسلې ګرځوي.

دوی وایي، دغه کسان تر ډېره د مېلو او سیل ځایونو ته د وسلو په وړلو سره د خلکو ترمنځ وېره خپروي، لانجې جوړوي او حتی ګواښونه کوي. دوی غوښتنه کوي، چې په عامه ځایونو کې دې د وسلو ګرځول محدود شي؛ څو خلک وکولای شي له وېرې پرته مېله او تفریح وکړي.