• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیراحمد فایق: د نجونو پر زده‌کړو بندیز «ملي خیانت او نه جبرانېدونکی عمل» دی

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۵:۰۹ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیراحمد فایق ویلي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې طالبانو د «انساني اصولو، اسلامي لارښوونو او شرعي احکامو خلاف» د افغان نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازې تړلې دي. د هغه په وینا؛ دغه اقدام «ملي خیانت او نه جبرانېدونکی عمل» دی.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي:« دغه پرېکړه د هغې ډلې د مشرتابه له‌خوا شوې، چې ځان ته په اصطلاح (طالبان) یا د علم پلټونکي وایي؛ خو په عمل کې یې د اسلام دین بدنامه کړی، د افغانستان له خلکو سره یې دښمني کړې، د جهل او تیارو دوام یې رامنځته کړی او د هېواد اوسنی بحران یې لا ژور کړی دی».

هغه په نیوکې سره ویلي، چې د طالبانو دغه تګلارو بې‌وزلي زیاته کړې او د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو او نړۍوالې ټولنې یې تکیه لا ډېره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت پرون پنجشنبه (د وري ۶مه) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ۱۴۰۵ ښوونیز کال پیل کړ او طالب چارواکو د ښوونځي زنګونه وکړنګول. د طالبانو د بندیز له مخې؛ د نجونو ښوونځي د پنځم پرله‌پسې کال لپاره تړلي دي او طالبانو د نوي ښوونیز کال په پیل کې د نجونو هیڅ یادونه ونه‌کړه.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

اروپايي پارلمان مخې ته د افغان مېرمنو لاریون: د نجونو پر زده‌کړه بندیز دې پای ته ورسېږي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۳:۴۷ GMT+۰

یوشمېر افغان او د دوی ملاتړو هسپانوي مېرمنو په بروکسل کې د اروپايي پارلمان مخې ته د یوه لاریون پرمهال «شرم پر اروپا» او «د افغان مېرمنو لپاره ازادي» په شعارونو سره یې په افغانستان کې د ښځو کړکېچن وضعیت په اړه د سملاسي اقدام غوښتنه وکړه.

دغه مېرمنو په داسې حال کې د افغان نجونو په وړاندې د زده‌کړو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې نوی ښوونیز کال او ښوونځي د نجونو له ګډون پرته بیا پیل شول.

یادو اعتراض کوونکو د څادریو په اغوستلو او بېلابیلو شعارونو په ورکولو سره له افغان ښځو خپل ملاتړ اعلان کړ. دوی په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان کړکېچن وضعیت «د ښځو د حقونو سیستماتیک نقض» ګڼلی او د اروپايي ټولنې چوپتیا یې «شرموونکې چاره» بللې ده.

یادو مېرمنو په افغانستان کې له زده‌کړو، کار او بنسټیزو ازادیو محرومیت «جنسیتي اپارټایډ» یاد کړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې خپله چوپتیا ماته کړې. دغه مېرمنو ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه دې خپلې مرستې د ښځو د حقونو له رعایت سره وتړي، د کډوالو لپاره دې خوندي لارې برابرې کړي، له ښځینه‌وو بنسټونو دې ملاتړ پراخ کړي او د ښوونیزو فرصتونو په برابرولو کې دې عملي ګامونه پورته کړي.

یادو مېرمنو په یوه اعلامیه کې ویلي: «د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه د نړۍوالې ټولنې چوپتیا او نه اقدام د منلو وړ نه‌دی او د دغه حالت دوام کولای شي نه جبرانېدونکې بشري پایلې ولري».

د مالیزیا لومړی وزیر: د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندلو غور کوو

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم ویلي، چې هېواد یې د اسلامي همکاریو سازمان سره په همغږۍ د طالبانو د ادارې په رسمیت پېژندلو موضوع ارزوي. هغه ټینګار کړی، چې په دې برخه کې هر ډول پرېکړه به د عدالت، د ښځو او اقلیتونو د حقونو د رعایت او زده‌کړو ته د لاسرسي تضمین پر بنسټ وي.

انور ابراهیم د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د رییس‌الوزرا محمد حسن اخند سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د روانو بدلونونو، په ځانګړي ډول د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه خبرې کړې دي.

هغه پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې په دې خبرو کې د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت پر لارو چارو هم بحث شوی دی. نوموړي هیله څرګنده کړه، چې دغه کړکېچ به راکم شي.

د مالیزیا لومړي وزیر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو د کمولو لپاره د ترکیې، قطر او سعودي عربستان د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ کړی. هغه دا هم ویلي، چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوامداره وساتي.

دا لومړی ځل دی، چې انور ابراهیم د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په اړه په عامه توګه خبرې کوي. تر دامهاله هیڅ یوه اسلامي هېواد د طالبانو اداره په رسمیت نه‌ده پېژندلې.

ډېری اسلامي هېوادونه د طالبانو له سخت‌دریځه اسلامي تفسیر سره په ځانګړي ډول د ښځو د زده‌کړې او کار په برخه کې مخالفت لري. تېر کال هم د اسلامي نړۍ یوشمېر علماوو په اسلام‌‌اباد کې په یوه غونډه کې اعلان وکړ، چې د نجونو د زده‌کړو بندیز «شرعي اړخ» نه‌لري.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې.

د ډيپلوماټ مجله: افغانستان د سیمې لپاره «پل» نه بلکې یوه جلا شوې «جزیره» ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۰:۱۳ GMT+۰

د ډيپلوماټ مجلې د افغانستان او پاکستان تر منځ د روان کړکېچ په اړه ویلي، چې طالبان دوه انتخابه لري، یا به له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي پر سر د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې تاوتریخوالی راکموي او یا به پر یوه داسې ملت واکمي کوي، چې له قحطۍ او لوږې سره لاس او ګران وي.

یادې مجلې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان دمګړۍ له فزیکي او اقتصادي پلوه د دوو ناارامه جبهو تر منځ ایسار دی، چې له یوه لوري له پاکستان سره په جګړه کې بند پاتې دی او له بل لوري پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله یې اقتصاد زیانمن شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په لویدیځ کې د ایران، اسراییل او امریکا سختې جګړې د دغه هېواد اصلي بدیله سوداګریزه لاره د جګړې پر یوې خطرناکه سیمې بدله کړې ده.

د افغانستان په څېر په وچه کې ایسار هېواد چې خپلې صنعتي او خوراکي اړتیاوې نه‌شي پوره کولای، ثبات یې د خپلو ګاونډیانو له حالت سره نېغ په نېغه اړیکه لري او اوس په کابل کې طالب مشران له یوه تریخ حقیقت سره مخ دي.

د ډیپلوماټ مجلې ویلي، هغه نظام چې د جګړې په ډګر کې جوړ شوی، ښايي د بازارونو د بشپړ بندښت پر وړاندې بقا ونه‌شي کړای.

په راپور کې راغلي، چې د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د اړیکو خرابوالی له ډیپلوماټیکو ناندریو ډېر وړاندې تللی او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په وروستیو کې پاکستان له ډیورند کرښې ها غاړه د «غضب للحق» په نوم د رسمي عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د جګړې لامل ټي‌ټي‌پي وسله‌واله ډله ده، چې اسلام‌اباد اعا کوي، چې یاده ډله د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي.

دا چې اسلام‌اباد او کابل له څو پړاوه مذاکراتو وروسته هم د ټي‌ټي‌پي پر سر کومې مطلوبې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي، نو پاکستان د کابل او کندهار په ګډون د افغانستان پر ځینو نورو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. د پاکستان حکومت وايي، چې یاد بریدونه یې د ټي‌ټي‌پي پر مرکزونو کړي دي، خو طالبان وايي، پاکستان په یادو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

طالبانو د دغو بریدنو د غچ اخېستو په موخه ډیورند کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل او د ګڼو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا یې وکړه، چې ورسره سم، پاکستان پر افغانستان خپل هوايي بریدونه نور هم پراخ کړل.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ له پیل سره سم د دواړو لوریو تر منځ د تورخم او سپین بولدک په ګډون اته مهمې سوداګریزې لارې تړل شوي او لا هم همداسې پاتې دي.

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته طالبانو لویدیځو ګاونډیو ته مخه کړه او خپله سوداګري یې د ایران او مرکزي اسیا له لارې تنظیم کړه.

خو د ایران د جګړې پیل دا ملاتړی پلان له منځه یوړ. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې د چابهار بندر له لارې سوداګري او ټرانزیټ د سختو جګړو له امله اغېزمنه شوې ده.

په ایران کې د جګړې دوام یوازې ایران نه منزوي کوي، بلکې پر افغانستان هم کړۍ تنګوي؛ هغه هېواد چې لا دمخه له پاکستان سره پر جګړه بوخت دی.

د ډیپلوماټ مجلې په راپور کې راغلي، چې افغانستان یوازې په ډیپلوماټیک ډول نه‌دی منزوي، بلکې په فزیکي توګه د خپلو ګاونډیو د جګړو له امله یې له نړۍ سره اړیکه پرې شوې ده.

په دغه راپور کې له ایران څخه د افغان کډوالو ستنېدو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې نږدې هره ورځ شاوخوا ۱۷۰۰ کسان د ایران جګړې له ډاره خپل هېواد ته ستنېږي او د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله د افغانستان پر اوږو یو بل بار هم اضافه کېږي.

په راپور کې راغلي:«له ایران او پاکستان څخه د اکمالاتي ځنځیرونو ګډوډ وضعیت ښايي بحران په قحطۍ بدل کړي».
طالبانو چې خپل حکومت یې تر ډېره پر ګمرکي عوایدو تکیه کړی، خو له ایران او پاکستان سره یې د لویو سوداګریزو لارو په فلج کېدو سره مرکزي خزانه له مالي زیان سره مخ شوې ده.

ډیپلوماټ مجلې له پاکستان سره د کړکېچ په اوږدېدو سره د کابل او کندهار د طالبانو تر منځ د مخالفتونو یادونه هم کړې او وايي، د کابل چارواکي له پاکستان سره د سوداګرۍ د پرانېستلو لپاره د خبرو اترو د پیل غوښتونکي دي، خو د کندهار طالبان اسلام‌اباد ته هر ډول امتیاز ورکول له حاکمیت سره خیانت بولي.

ډیپلوماټ مجلې د شنونکو له قوله لیکلي: «که طالبان د پاکستان فشار ته تسلیم او د ټي‌ټي‌پي له ملګرتیا لاس پر سر شي، نو ښايي ډېری دغه جنګیالي داعش خراسان ډلې ته مخه کړي، او یو جدي داخلي بغاوت به رامنځته کړي او که د اسلام اباد پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي، د بشپړ اقتصادي سقوط له خطر سره مخ دي».

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالبانو یوازې د درېیو کلونو لپاره وتوانېدل چې له خپلو ګاونډيانو استفاده وکړي او د ایران د سوداګریزو لارو پر مټ یې د پاکستان فشارونه شنډ کړي وو، خو په ایران کې جګړې د افغانستان وروستۍ سوداګریزه بدیله لاره هم وتړله او اوس چې ایران کې جګړه ده او پاکستان له افغانستان سره په جګړه کې ښکېل دی، افغانستان د سیمې لپاره «پل» نه بلکې یوه جلا شوې «جزیره» ده.

د ډیپلوماټ مجلې په راپور کې راغلي، چې طالبان د اوس لپاره دوه انتخابونه لري، یا به له پاکستان سره د ټي‌ټي‌پي پر سر د ډیپلوماټیکو خبرو له لارې تاوتریخوالی راکوي او یا به پر یوه داسې ملت واکمني کوي چې له قحطۍ او لوږې سره لاس او ګریوان وي.

له زده‌کړو بې‌برخې نجلۍ: کم‌عمره نجونې يا خپګان ته لوېږي او يا واده ته اړې کېږي

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نوی تعلیمي کال پرله‌پسې پنځم ځل لپاره بیا هم داسې پیل کېږي، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي او پوهنتوني زده‌کړو اجازه نه‌لري. یو شمېر نجونې وایي، له زده‌کړو بې‌برخې پاتې کېدل ماشومتوب کې د ودونو، خپګان او ناهیلۍ د زیاتېدو لامل کېږي.

د ښځو د انلاین پوهنتون یوې زده‌کړیالې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې د نجونو په منځ کې د خپګان او له وخت مخکې ودونو په اړه خبرداری ورکړ. هغې چې له کابل څخه یې د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط خبرې کولې زیاته یې کړه: «نوي کال کې د نجونو خاموشي لا هم دوام لري».

د هغې په وینا، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې هېواد بشپړې تیارې ته ټېل وهلی او د دې تیارو جبران ډېر ستونزمن دی.

دې محصلې وویل، چې له ښوونځیو پاتې نجونې په ماشومتوب کې ودونو ته اړې کېږي او همداراز له «خپګان او ناهیلۍ» سره مخ دي.

په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې انلاین ښوونځي او پوهنتونونه رامنځته شوي، خو د انټرنټ کمښت او د بیو لوړوالی او همداراز د خلکو بې‌وزلي د دې لامل شوي، چې ډېرې نجونې، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې له دغو تعلیمي فرصتونو څخه ګټه وانه‌خلي.

دې نجلۍ وویل، چې انلاین پوهنتون د دوی لپاره یو ښه فرصت وو، خو ټینګار یې وکړ چې ډېرو نجونو د اقتصادي ستونزو او د انټرنټ د بیو د لوړوالي له امله له دې فرصته بې‌برخې پاتې شوې دي. هغې زیاته کړه، چې نجونې باید له زده‌کړو ناهیلي نه‌شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې تایید کړې، چې له زده‌کړو د نجونو محرومیت ماشومتوب کې د ودونو، د ماشومانو د جبري کار او د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شوي دي.

نړیوال بنسټونه پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي پراخ محدودیتونه او تبعیض د جنسیتي اپارتاید ښکاره بېلګه بولي. دوی وایي، چې طالبان باید د ښځو د حقونو د پراخو سرغړونو له امله تر قانوني څار لاندې ونیول شي. د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت ضد جرمونو په تور د طالبانو د مشر د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

طالبانو په هرات کې د درملو او روغتیايي محصولاتو ۴ عمده پلورنځي وتړل

۶ وری ۱۴۰۵ - ۲۶ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، د هرات ښار د پنځمې ناحیې په شاوخوا کې یې د درملو او روغتيايي محصولاتو ۲۸ عمده پلورنځي ارزولي او ۴ یې د تخلفاتو له امله تړلي دي.

دغه دفتر د پنجشنبې په ورځ د (وري ۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغو ارزول شویو عمده پلورنځيو کې د درملو او روغتیايي محصولاتو استازولۍ هم شاملې وې.

خبرپاڼه کاږي، په دې لړ کې ۴ عمده پلورنځي د ګران پلورنې او د پېرنې د فاکټور د نه‌وړاندې کولو له امله مهرلاک شوي دي.

په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی شوی، چې د ارزونې دغه بهیر به همداراز دوام ولري او له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.

له څو میاشتو راهیسې د پاکستان او طالبانو تر منځ له جګړې او همداراز په ایران کې د روان وضعیت له امله لوی ښارونه د درملو له کمښت سره مخ دي او ډېری هېوادوال هم د درملو د بیو له لوړېدو شکایت لري.

د یاودنې وړ ده، چې د افغانستان د اړتیا وړ ډېری درمل له پاکستان او ایران څخه واردېدل.