• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نصیر احمد فایق: د افغانستان د خاورې لاندې کول ښکاره تېری او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۰

فایق د پاکستان له‌خوا د افغان خاورې لاندې کولو راپور ته په غبرګون ویلي: «که دا راپور تایید شي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې نیول یو ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو له‌مخې ناقانونه او د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ د «وري ۷مه» پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که د پاکستان له لوري د افغان خاورې د لاندې کولو راپورونه تایید شي، دا عمل به د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وي.

نوموړي ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد د خاورې د اشغال لپاره هېڅ پلمه د توجیه وړ نه‌ده.

فایق زیاته کړې: «پاکستان چې له لسیزو راهیسې یې له طالبانو ملاتړ کړی، هغوی یې تمویل او پناه یې ورکړې ده، اوس نه‌شي کولی د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د افغانستان ملکي وګړي بمبار کړي او د هغوی خاوره ونیسي».

نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت د معاملې وړ نه‌دی.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې ده، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د کونړ پر اسعد‌اباد توغندیز بریدونه؛ یو شمېر کلي د احتمالي مرګ ژوبلې له امله خالي شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د کونړ مرکز اسعد‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستان له نن غرمې تر ماښامه د دغه ښار پر یو شمېر کلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو له وېرې د دم کلي تر څنګ د کړه مار سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

یو شمېر هغو کورنیو چې د دغو بریدونو له کبله یې خپل کورونه پرېښي وايي، چې د جمعې ورځې د غرمې په دوو بجو پاکستاني عسکرو څو توغندي پر اسعداباد ښار وتوغول او بیا یې له ماښام وروسته پر ډېرو نورو سیمو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړ.

تر اوسه په دغو بریدونو کې د ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی او ځايي طالبانو لا تر اوسه پورې هم په دې تړاو لا څه نه‌دي ویلي.

طالبان وايې تېرکال یې پر اړمنو کسانو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، چې د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې یې له لسګونه زره کونډو، یتیمانو او معلولینو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کړې دي. د دوی په وینا، دغه مرستې د لسګونه موسسو او خیریه بنسټونو له‌خوا برابرې شوې وې.

د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند فیصل خاموش د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په ۱۴۰۴ مالي کا‍ل کې یې پر ۱۰۰ زره اړمنو کسانو د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي.

فیصل خاموش زیاته کړې: «د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې له سل زره شاوخوا مستحقو، یتیمانو، کونډو او معلولینو سره د لس میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي او دا مرستې اوس هم دوام لري».

طالبانو ویلي، چې یادې مرستې د ۸۰ موسسو او خیریه بنسټونو له‌خوا برابرې شوې وې او په‌کې خوراکي توکي، وېچلرونه، موټرسایکلونه او د کورونو جوړول شامل وو.

له دې سره سم، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي، چې د ملي او نړۍوالو موسسو په همکارۍ یې په ۱۴۰۴ کال کې پر۶۰۸,۷۶۸ کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي او همداراز نغدي مرستې وېشلي، چې له دې جملې څخه پر ۲۹۷۶۰۳ کورنيو خوراکي او غيرخوراکي توکي او پر ۳۱۱۱۶۵ کورنيو یې نغدي مرستې وېشلې دي.

د دغې ادارې معلوماتو له‌مخې، د وېشل شويو نغدو مرستو ټوليزه اندازه ۱ میلیارد او څه باندې ۷۱۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

په غزني کې د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۸:۱۶ GMT+۰

په غزني کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د یاد ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په علي خان‌خېل کلي کې د یوه پخواني ماین په چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

د افغانستان انټرنشنل د پلټونو له‌مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له څلور زرو ډېرو کسانو ته ناچاودو توکو مرګ ژوبله اړولې ده.

د راپور له‌مخې، د عمر او جنسیت پر بنسټ شمېرې ښيي چې په تېرو پنځو کلونو کې هلکانو ته له نیمایي ډېره (۲،۳۵۱) مرګ ژوبله اوښتې ده.

نارینه ۱،۰۷۶ تنه زیانمن شوي، په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو شمېر په ټوله کې ۷۵۱ دی. دغه وضعیت د دې ښکارندوی دی چې ماشومان د څارویو ساتنې، لوبو، کرنې او د فلزي توکو یا کباړ راټولولو پر مهال له ګواښناکو سیمو سره ډېر په اړیکه کې دي.

د کانونو او صنایعو خونه: د برېښنا د کمښت له امله د افغانستان د صنعت وده ټکنۍ شوې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د برېښنا کمښت د صنعت د ودې مخه نېولې او د افغانستان د صنعت پر مختګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې مرستیال خان محمد وردګ د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې د برېښنا د کمښت له امله د افغانستان د صنعت وده له ستونزو سره مخ شوې ده.

خان محمد وردګ زیاته کړې: «په افغانستان کې برېښنا یوه لویه ستونزه ده، چې زموږ صنعت یې ټکنی کړی دی او له ستونزو سره مخامخ دی. خو لويې پروژې په لاره اچول شوي چې ان‌شاءالله په راتلونکو دوو درېیو کلونو کې به د برېښنا ستونزه حل شي».

له دې سره سم، یو شمېر صنعتکارانو ویلي، د برېښنا د ستونزې د نه حل کېدو په صورت کې به د افغانستان د صنعت وده ستونزمنه وي.
د شېرباز کمین‌زاده په نوم صنعتکار زیاته کړې: «که چېرې زموږ د برېښنا ستونزه حل شي او طالبان چې څه وايي هغه عملي کړي، نو افغانستان کې به یو صنعتي انقلاب رامنځته شي».

بل خوا د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، چې تېرکال یې د برېښنا په ټولو پروژو کې لومړیتوب صنعتکارانو ته ورکړی او هڅه کوي، چې د صنعتکارانو د برېښنا د کمښت ستونزه حل کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست زیاته کړې: «د صنعتکارانو لپاره چې د افغانستان د اقتصاد اساسي ستنه ده او د برېښنا له لحاظه به د دوی ستونزې حل کړو. په ۱۴۰۴ کال کې مو په ټولو پروژو کې لومړیتوب صنتعکارانو ته ورکړی وو».

د افغانستان صنعتکاران له ډېر پخوا راهیسې د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ دي، چې له امله د هېواد په ځینو ولایتونو کې صنتعکارانو خپلې تولیدي فابریکې هم بندې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو څو میاشتې وړاندې له عزیزي ګروپ سره د لس میلیاردو ډالرو په ارزښت د لس زره مېګاواټه برېښنا تړون لاسلیک کړ او طالبانو ویلي، چې د برېښنا د یادې پروژې په عملي کېدو سره به په افغانستان کې د برېښنا د کمښت ستونزه حل شي.

هوسۍ اندړ: افغان نجونې یوازې د تعلیم د حق غوښتنه لري او دا حق باید ترې وانه‌خیستل شي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د جرمني د فرانکفورټ د ایالتي پارلمان غړې هوسۍ ظریف اندړ وايي، له څه باندې ۱۶۰۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر مخ د تعلیم دروازې بندې دي. دا وايي، افغان نجونې یوازې د تعلیم د حق غوښتنه لري او په وینا یې دغه حق باید ترې وانه‌خیستل شي.

د جرمني د فرانکفورټ ښاروالۍ شورا غړې هوسۍ ظریف اندړ د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د تعلیم دروازو تړل یوازې د نجونو ستونزه نه‌، بلکې دا د ټولنې د راتلونکې ستونزه ده.

هغې زیاته کړې: «موږ په ټولنه کې تر هر څه زیات تعلیم ته اړتیا لرو. تعلیم هغه رڼا ده چې ناپوهي له‌منځه وړي او یو ملت د پرمختګ پر لور بیایي».

هغه وايي، ښځه د ټولنې نیمه برخه جوړوي او د پوښتنې په توګه مطرح کوي، که نیمه ټولنه له زده‌کړو بې برخې شي، نو څنګه کولای شو د بشپړې ودې او پرمختګ تمه ولرو؟

هوسۍ ظریف اندړ وايي: «که یوه ښځه تعلیم وکړي، یوازې یو فرد نه بلکې ټوله کورنۍ او ورسره ټوله ټولنه تعلیم مومي. تعلیم یافته مور کولای شي یو پوه نسل وروزي، یو بیدار فکر رامنځته کړي او یو قوي ملت جوړ کړي».

هوسۍ اندړ زیاتوي، نن ورځ، افغان نجونې یوازې د خپل حق غوښتنه کوي «د تعلیم حق» او په وینا یې«دا حق باید ترې وانخیستل شي».

د یادونې وړ ده، چې پرون (پنجشنبه د وري ۶مه) په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې لا هم بې‌برخلیکه دي. یونېسف ویلي، که همدا وضعیت همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۳۰ کال پورې به له زده‌کړو د پاتې نجونو زده‌کوونکو شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.