• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او امریکا کشاله؛ ښايي د سعودي، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران پاکستان ته لاړ شي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۰

د ایران او د امریکا تر منځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې، پاکستان هم د دې کړکېچ د مهارولو لپاره د خپلو ډیپلوماټیکو هڅو یادونه کوي. په همدې لړ کې پاکستانۍ رسنۍ وایي، ښايي د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیران ډېر ژر اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

پاکستانۍ رسنیو د ډیپلوماټیکو سرچینو له قوله لیکلي، دا سفرونه به د سیمې په کچه د ایران او امریکا تر منځ د روان وضعیت په اړه د سلا مشورو په چوکاټ کې ترسره شي او اسلام‌اباد هڅه کوي، چې د ترینګلتیاوو په کمولو کې فعاله ونډه واخلي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې په لومړي سر کې پلان دا وو چې دغه غونډه په ترکیې کې ترسره شي، خو له دې امله چې پاکستانی چارواکي اړ وو په خپل هېواد کې پاتې شي، پرېکړه وشوه چې دا لیدنه په پاکستان کې ترسره شي. هغه زیاته کړه، چې دا غونډه به ښايي د همدې اوونۍ په پای کې په پاکستان کې جوړه شي.

فیدان همدارنګه ټینګار کړی، که امریکا وکولای شي له ایران سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي یا کومې هوکړې ته ورسېږي، نو باید پر اسراییل د خپل اغېز کارولو ته هم چمتو وي.

له بلې خوا، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې له ایران سره لیدنه به همدا اوونۍ ترسره شي او تمه ده، چې تهران به د وړاندې شوي پنځلس ماده‌ییز وړاندیز په اړه خپل ځواب وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان وضعیت په اړه ټېلیفوني خبرې وکړې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسحاق ډار او وانګ‌يي د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې وکړې او په سیمه کې یې د امنیت او ثبات لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرینو چارو وزارت له‌خوا د جمعې په ورځ (د وري ۷مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي په ټېلیفوني اړیکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړي او په سیمه کې د سولې، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د ایران او امریکا تر منځ د خبرو اترو د نوي پړاو پیلولو په اړه هم خبرې کړي او دا یې د سیمې د ثبات لپاره یو اصولي ګام بللی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي د ایران او امریکا تر منځ د خبرو پیلول د سیمې د ثبات لپاره مهم بللی او پر نړۍواله ټولنه یې غږ کړی، چې دواړه لوري د خبرو میز ته وهڅوي.

د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پر داسې مهال د سیمې او افغانستان د وضعیت په تړاو ټېلیفوني خبرې کړي، چې له یوې خوا د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورند کرښه کړکېچ زیات شوی او له‌ بلې‌خوا د ایران، امریکا او اسراییل تر منځ جګړې سیمه له یوه نوي ګواښ سره مخ کړې ده.

نصیر احمد فایق: د افغانستان د خاورې لاندې کول ښکاره تېری او له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ده

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۲۰:۴۳ GMT+۰

فایق د پاکستان له‌خوا د افغان خاورې لاندې کولو راپور ته په غبرګون ویلي: «که دا راپور تایید شي، د پاکستان له لوري د افغانستان د خاورې نیول یو ښکاره تېری دی او د نړیوالو قوانینو له‌مخې ناقانونه او د ملګرو ملتونو د منشور او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې په ورځ د «وري ۷مه» پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، که د پاکستان له لوري د افغان خاورې د لاندې کولو راپورونه تایید شي، دا عمل به د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض وي.

نوموړي ویلي، چې د یوه خپلواک هېواد د خاورې د اشغال لپاره هېڅ پلمه د توجیه وړ نه‌ده.

فایق زیاته کړې: «پاکستان چې له لسیزو راهیسې یې له طالبانو ملاتړ کړی، هغوی یې تمویل او پناه یې ورکړې ده، اوس نه‌شي کولی د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د افغانستان ملکي وګړي بمبار کړي او د هغوی خاوره ونیسي».

نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت د معاملې وړ نه‌دی.

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ځینو رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان په پکتیکا ولایت کې شاوخوا ۱۲ کیلومتره ځمکه لاندې کړې ده، خو د طالبانو د دفاع وزارت بیا دغه ادعا رد کړې ده.

د کونړ پر اسعد‌اباد توغندیز بریدونه؛ یو شمېر کلي د احتمالي مرګ ژوبلې له امله خالي شوي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

د کونړ مرکز اسعد‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې پاکستان له نن غرمې تر ماښامه د دغه ښار پر یو شمېر کلیو توغندیز بریدونه کړي دي. د سرچینو په وینا، د دغو بریدونو له وېرې د دم کلي تر څنګ د کړه مار سیمې اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي.

یو شمېر هغو کورنیو چې د دغو بریدونو له کبله یې خپل کورونه پرېښي وايي، چې د جمعې ورځې د غرمې په دوو بجو پاکستاني عسکرو څو توغندي پر اسعداباد ښار وتوغول او بیا یې له ماښام وروسته پر ډېرو نورو سیمو خپلو توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړ.

تر اوسه په دغو بریدونو کې د ۳ کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی او ځايي طالبانو لا تر اوسه پورې هم په دې تړاو لا څه نه‌دي ویلي.

خواجه اصف: په افغانستان کې مو د اهدافو لاسته راوړلو لپاره عملیات پای ته نه‌دي رسېدلي

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۳۸ GMT+۰

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له جیونیوز ټلوېزیوني شبکې سره په یوې مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د عملیاتو د پای لپاره کوم ځانګړی وخت نه‌‌دی ټاکل شوی او دا عملیات به روان وي. هغه زیاته کړې، چې د ډېرو پایلو لاسته راوړلو لپاره باید دا عملیات په بشپړه توګه ترسره شي.

نوموړی وايي: «زما په فکر موږ خپل فشار وارد کړی دی، دا چې اوږد مهال کې به څه کېږي له هغې نه یم خبر، خو موږ چې د کومې موخې لپاره بریدونه پیل کړي لا نه‌دي پوره شوي». د هغه په خبره، د نړۍ پام اوس مهال منځني ختیځ او ایران کې روانې جګړې ته دی.

د طالبانو او اسلام‌اباد تر منځ د کشالې د حل لپاره د سیمې هېوادونو د هڅو په تړاو خواجه اصف وویل، چې قطر او ترکیې په ډیپلوماټیکه کچه د دغو مسایلو د حل لپاره هڅې کړي او په باور یې، ښايي چین هم د دغو مسایلو په حل کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان د دفاع وزیر په خبره، چین په افغانستان کې خپلې پانګونې لري او اوس مهال یې هلته ډېر فعالیتونه روان دي.

د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې سخت کړکېچ روان دی، چې دواړو لورو په ډیورند کرښه کې پر یو بل بریدونه هم کړي دي. پاکستان پر کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د جېټ الوتکو بمبارۍ هم کړي او طالبان بیا ادعا لري، چې د ډرون الوتکو په وسیله یې د غچ اخیستنې په موخه په راولپندۍ او اسلام‌اباد کې پوځي مرکزونه په نښه کړي دي.

له دې سره هم مهاله د بشري حقونو بنسټونو نیوکه کړې، چې په دغو نښتو کې اکثریت قربانیان ملکي افغانان دي او تر اوسه پورې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ترکیې، قطر، سعودي عربستان او چین د دواړو لورو تر منځ د مسایلو د حل لپاره هڅې کړې، خو کومه پایله یې لا نه‌ده ورکړې.

همدا راز د پاکستان او افغانستان دیني عالمانو هم په یوې ګډې اعلامیې کې له کابل او اسلام‌اباده غوښتي، چې اوربند تر لوی اختره وغځوي او خپل منځۍ مسایل د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکه شوې

۷ وری ۱۴۰۵ - ۲۷ مارچ ۲۰۲۶، ۰۹:۳۱ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې د پاکستان حکومت نن د کویټې پر سپني سړک ګڼ افغان کډوال نیولي دي. په یاد ښار کې د اختر په ورځو کې هم ګڼ کډوال نیول شوي او بېرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي وو.

په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې یوازې د اختر په ورځو کې ۲۲۲ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
بل لور ته افغان کډوال شکایت کوي، چې د پوليسو له‌خوا ځورول کېږي او نه‌شي کولی چې کارونو ته ولاړ شي. دوی وایي، د روان وضعیت له امله په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له کړاو سره مخ دي.

بل لور ته تېره ورځ د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم هټۍ، پمپونه او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.

د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.